دیني استبداد

قاضی لودین

51

دیني استبداد هغه خپل‌سری حکومت ته ویل کېږي چې د استبدادي نظامونو له عامو ځانګړنو څخه یو دی ، خو دا ډول استبداد د هغو کسانو له لوري ترسره کېږي چې د دین جامه یې اغوستې وي او په ټولنه کې د روحاني، مذهبي، خلیفه صاحب او امیر صاحب په نوم پېژندل کېږي.
دوی د دین د ویاندانو په نوم په ټولنه کې نظرونه وړاندې کوي، او بې‌خبره او له دین څخه ناخبره خلک د دین د اطاعت په نوم له دغو کسانو څخه اطاعت کوي.
د دیني استبداد او نورو سیاسي استبدادونو ترمنځ توپیر دا دی چې دیني استبداد د دین له تفسیر څخه راولاړېږي، خو نور استبدادونه داسې نه دي.
په نورو استبدادي نظامونو کې یوازې د زور، تورې او پوځ له لارې په واک کی چلېږي، خو په دیني استبداد کې له دوکې او فریب څخه هم کار اخیستل کېږي.
که موږ قرآن کریم ته مراجعه وکړو، ګورو چې حضرت موسی علیه السلام فرعون ته وایي چې تا خلک بندګان ګرځولي دي؛ یعنې استبداد له پاسه تر ښکته لوري حاکمېږي. خو په دیني استبداد کې خلک خپله روحانیون ,احبار او رهبان , د خدای پر ځای ږدي؛ یعنې دا بهیر له ښکته تر پاسه روان وي، او خلک د خپلی ناپوهی له امله د دغو شخصیتونو پر وړاندې سر ټیټوي، د استبداد بار پر اوږو وړي او په خپله خوښه په کړاو کې لوېږي، ځکه ګومان کوي چې دا استبداد د خدای له لوري دی.
له بده مرغه موږ ټول په تېرو څلوېښتو کلونو کې هم دیني استبداد او هم نور استبدادونه لیدلي دي.
دیني استبداد خپله مشروعیت له دین څخه اخلي.
دیني استبداد دا معنا لري چې ټول واک او پرېکړې د یوه کس په لاس کې متمرکزې وي.
دیني استبداد د آزادی او برابری دوه اساسي اصول تر پښو لاندې کوي، حال دا چې دا دواړه د اسلام او د امت د نېکمرغی بنسټونه دي.
داسلام سپېڅلی دین د استبداد ضد دی.
دیني استبداد هغه وخت د ټولنیز واقعیت په توګه راڅرګندېږي چې دین پلورونکي، دنیا غوښتونکي او زورواکان د مذهب له نوم څخه ناوړه ګټه پورته کړي، د دیني مفاهیمو تحریف وکړي، ناسم بدلونونه او سپارښتنې وړاندې کړي، او د رښتیني دین پر وړاندې دوکان پرانیزي، او له سیاسي استبداد سره په لاس کې لاس ورکړي او له دین څخه ناوړه استفاده وکړي.
هېڅ شی د دیني استبداد په څېر یو ملت دومره ټیټ او سپک نه ګرځوي.
دیني استبداد تر ټولو ظالمانه او وحشیانه ډول حکومت دی.
موږ په افغانستان کې دوه اساسي او لویې ستونزې لرو: یوه زموږ مذهبي مشران، او بله دیني استبداد.

اختلاف همغه شي دی چې توازن رامنځته کوي. قوت له نرمی سره لاس په لاس کوي، منطق له وجدان سره غاړه ورکوي. د خوشالی راز دا نه دی چې بل لوری ته زور وکړو چې بدل شي، بلکې دا دی چې د هغه , هغې د احساساتو او د فکر کولو کټلوګ په ښه ډول پوه شو.

افراطیت د ضعف نښه ده، نه د قوت. هغه څوک چې په خپل نظر ډاډه وي او منطقي وي، هغه ته اړتیا نه وي چې په زور یې په نورو وتپي.
ریښتینی قوت هغه دی چې اختلاف زغمي او په احترام سره یې ومني.
نړیوال تاریخ دا ثابتوي چې هر هغه ګروپ چې په زور یې خپل نظر تطبیق کړی، په اوږد مهال کې ماتې خوړلې ده .

ریښتینی قوت صبر، استدلال او زغم ته اړتیا لري.
ضعف هغه وخت ښکاره کیږي چې سړی نشي کولی چې خپل نظر په منطقي او نرمی سره ومني، نو زور کاروي.

ددنیا ستروامپراتوریو په زور یې خپل قوانین، دین او کلتور په ټوله اروپا او شمالي افریقا تپلی، خو په اوږد مهال کې داخلي فساد او زغم نشتوالی یې له منځه یووړه.
شوروي اتحادیه ۷۰ کاله یې په زور کمونزم تپاوه، مذهب، ازادي او خصوصي ملکیت یې منع کړی و، خو بالاخره په ۱۹۹۱ کې ونړېده.
دطالبانو لومړی رژیم (۱۹۹۶-۲۰۰۱) په ډېر سختی سره یې خپل تفسیر په ټول افغانستان تپلی و، خو نړیوالی انزوا او داخلي مقاومت ورته پای ته ورساوه.
نازی المان هټلر غوښتل ټوله نړی خپل آري نظریه ته راولي، پایله یې معلومه ده.
برعکس، هغه ټولنې چې زغم یې درلود اوږد مهال دوام یی وکړ.
په پښتون ټولنه کې دا موضوع: ډېر وخت خلک فکر کوي چې که موږ سخت نه یو، نو زمونږ پښتونولي به له منځه لاړه شي.
خو اصلي پښتونولي ننګ, زغم , جرګه ده، نه زور , تکفیر , فشار.
هغه پښتون چې په خپل کلتور او عقیده واقعا قوي وي، هغه له بل چا سره خبرې کولو او اختلاف زغملو څخه وېره نه لري.

هغوی لیدلي چې افراطي ډلې په نوم د دین یا پښتونولی دفاع کوي، خو په حقیقت کې سیمې تباه کوي، معیشت خرابوي، تعلیم بندوي او بېګناه خلک وژني.

اوس مهال په افغانستان کی ډېر خلک چوپ دي ځکه چې وېره لري، یا اقتصادي مجبوري لري. ځینې ځوانان لاهم په ټولنیزو رسنیو کې افراطي پیغامونو ته جذبېږي. نو ستړیا شته، خو فعال مقاومت لا هم ضعیف دی.

د تیرو تجربو درس دا دی چې سوله او تعلیم یوازېنی لار ده. هغه پښتون چې واقعا قوي وي، هغه زور نه کاروي، بلکې زغم، جرګه او پرمختګ کاروي. افراطیت د پښتونولی دفاع نه کوي، بلکې تاوان یې رسوي.

افراطیت یو ذهني ناروغي ده. د هغې درمل پوځ , وهل , اوتحقیرول نه دی، بلکې تعلیم، انصاف، روزګار او خلاص ذهن دی. که موږ دا کار ونه کړو، نو هر څو کاله به بیا همغه ستونزه تکرار شي.
په تاریخ کې هېڅ قوم په زور او وېرې سره پرمختګ نه دی کړی. پښتانه به هم یوازې هغه وخت وده وکړي چې سوله او زغم یې لاره شي.
تاسو د دې خاورې ریښتینی ځواک یاست. ستاسو په لاس کې نه یوازې ستاسو خپل راتلونکی، بلکې د ټولنې، وطن او راتلونکو نسلونو تقدیر هم تړلی دی. نو ځکه دا ډېره مهمه ده چې خپل فکر، عمل او لار په شعور، اعتدال او مسولیت سره وټاکی.
هڅه وکړی چې د خپل ځان په جوړولو کار وکړی تعلیم ترلاسه کړی، مهارتونه زده کړی، او خپل شخصیت پیاوړی کړی. یو باعزته او بریالی انسان لومړی له ځانه پیلېږي. خپلی کورنی ته ارزښت ورکړی، ځکه همدلته د سالمې ټولنې بنسټ ایښودل کېږي.
خپل تاریخ وپېژنی، خو یوازې په ویاړونو مه بسیا کېږی له تېرو زده کړه وکړی او راتلونکی جوړ کړی.
وطن ته خدمت یوازې په خبرو نه، بلکې په عمل، صداقت او زحمت سره کېږي.
له افراط او تفریط څخه ځان وساتی. سخت دریځي او بې‌پروايي دواړه انسان له سمې لارې اړوي.
تل منځلاری، متوازن او د عقل پر بنسټ فکر وکړی.
هیڅکله خلک مه تکفیر کوی . مهرباني وکړی کنځلې مه کوی. که دچا لیکنې د دین او د رسول اکرم ص د شریعت سره په ټکر کې وي، نو په شرعي دلیل سره پرې تبصره وکړی.
کنځلې کول د سپکو او کم ارزښته افرادو کار دی. د نورو قضاوت کول ستاسو کار نه دی. دا کار نه علم غواړي، نه تقوا، بلکې تفرقې او دښمنی ته لار هواروي.
اسلام د مینې، رحم، پوهې او اخلاقو دین دی نه د نفرت، تکفیر او تنګ نظری
اسلام یوازې د جغرافیې، ظاهر یا کوچنیو ظاهري مسایلو دین نه دی. دا یو بشپړ نظام دی چې د انسان اخلاق، چلند، عدالت، او د نورو سره ښه سلوک ته ارزښت ورکوي.
د دین اصل په کردار کې دی، نه یوازې په ظاهري بڼه کې.
نو راځی چې ځانونه داسې وروزو چې هم خپل ځان ته ګټه ورسوو، هم خپلې کورنی ته، او هم خپل وطن ته.
د علم، یووالي، زغم او مثبت فکر لاره خپله کړی.
راتلونکی ستاسو په لاس کې دی هغه په شعور او مسؤلیت سره جوړ کړی.
وروستی خبره !
ګرانو او محترمو ځوانانو!
په یاد ولری، هغه کسان چې تاسې بیا بیا ځوروي، د سمباده کاغذ په شان دي. هغوی به تاسې وخراشي او تکلیف به درکړي، خو په پای کې به تاسې لا زیات صفا، روښانه او پیاوړي شی، او هغوی به پخپله ستړي او ختم شي.
محترموځوانانو !
دا هم مه هېروی چې مینه او رحم د الله تعالی دوه ستر نعمتونه دي، چې نېکمرغه انسانان یې لري.
او که څوک درته ووایي چې زه دې ورور یم ، نو ترې وپوښتی : ته قابیل یې که هابیل؟
د هر چا درناوی وکړی، خو پر هر چا باور مه کوی.
وَالسَّلَامُ عَلَىٰ مَنِ اتَّبَعَ الْهُدَىٰ
او سلام دې وي پر هغه چا چې د هدايت لار تعقيبوي.

رهایی از جهل مقدس ! آنچه باید یک مسلمان بداند ؟

زموږ انګلیسي ویبپاڼه: 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.