هغه څه چې یو مسلمان باید پری وپوهېږي!
ګرانو هېوادوالو!
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته.
محترم جهانی صا حب ته یی مور بی بی په زانګو کې درس د قربانی ورکړی،
او د ابراهیم خلیلالله دین له پخوا پیژنی .
د بشریت پیدا کېدل د بشپړې انساني یووالي پر بنسټ دي؛ په جسمي جوړښت، فطرت، احساساتو، عواطفو، لیدلورو، دردونو، هیلو، اړتیاوو او ضروري غوښتنو کې ټول انسانان سره ګډ دي.
د همدې لید له مخې د نژاد پالنې، د پوستکي د رنګ توپیر، د کورنی سلسلې، د نارینه او ښځې تر منځ د تبعیض، ملي، مسلکي او مذهبي تمایلاتو او نورو بېلوالیو لپاره هېڅ ډول پلمه او توجیه نشته.
د انسان د پیدا کېدو دا یووالی چې د الله تعالی له لوري دی، دا ایجابوي چې د مساوات، ازادی، ورورولی او عدالت اصولو اودبیان آزادی , ارزښتونو ته پابند واوسو؛ که هغه د کورنی په چوکاټ کې وي او که د ژوند په نورو ډګرونو کې.
همدارنګه د نارینه او ښځې تر منځ او د ټولنې د انسانانو تر منځ رغنده همکاري او تفاهم، د ژوند څرخ د خیر، نېکمرغی، ځواک، کرامت، عزت، ارامی، مینې او روحي سکون پر لور خوځوي.
په اسلام کې د نارینه او ښځې تر منځ د اړیکو بنسټ د پیدا کېدو په بشپړ مساوات او د خلقت په یووالي ولاړ دی. الله تعالی دا موضوع په قرآنکریم کې، د سورة النساء په سورت کې روښانه کړې ده.
د اسلام دین، د حقایقو د بیان، مساوات، ورورولی، ازادی او عدالت دین دی. حضرت محمد صلی الله علیه واله وسلم په حجة الوداع کې د بشري فعالیتونو لپاره تلپاتې لارښوونې او ارزښتونه وړاندې کړل او ویې فرمایل:
ای خلکو!
ستاسو رب یو دی او ستاسو پلار هم یو دی. خبر اوسی چې نه عرب پر عجم برتري لري او نه عجم پر عرب، نه سپین پر تور او نه تور پر سپین، مګر یوازې د تقوا له مخې. ستاسو له منځه تر ټولو عزتمند هغه دی چې زیات متقي وي.
ایا ما خپل پیغام ورساوه؟
هغوی وویل: هو، یا رسول الله ص !!
بیا یې وفرمایل: څوک چې حاضر دي، هغو ته دې ورسوي چې غایب دي.
ګرانو هېوادوالو!
محترمو مجاهدینو، زړورو سرتېرو او د اسلام سپاهیانو طالبانو !
د انساني یووالي انځور، د اسلام له نظره د هغه پراخ او ګډ مفهوم پر بنسټ، د نورو پیغمبرانو د هڅو او لیدلوري دوام دی، څو د رسالت د تکاملي بهیر پوره کېدل تضمین کړي. دا د اسلام د رسالت پر نړیوالوالو , یو بل ټینګار دی، چې په خپله وروستی بڼه د ټولو انسانانو پیغمبر، محمد بن عبدالله صلی الله علیه واله وسلم له لارې وړاندې شوی دی.
همدارنګه دا د انساني یووالي د اصل او د نارینه او ښځینه انسانانو تر منځ د بشپړ مساواتو اعتراف دی.
محترمو هیواد والو !
۲- تاسو ټول پوهېږی چې په اسلامي نړی کې تر اوسه پورې اسلامي حکومت واحده بڼه نه لري او د شریعت په اړه بېلابېل برداشتونه موجود دي.
که د اسلام او شریعت برداشت د بېلابېلو اسلامي ایډیالوژیو په چوکاټ کې رامنځته شوی وي، نو ایا د یوه ایډیالوژی یا د اسلام د یوه ځانګړي برداشت تحمیلول د حکومت له لارې اسلامي او شرعي عمل بلل کېدای شي؟
د طالبانو اسلام تر اوسه هېڅ چا، حتا ډېرو اسلامي هېوادونو هم، په رسمي ډول نه دی منلی؛ خو طالبانو خپل برداشت د شریعت تر ټولو سم تفسیر بللی او د مذهبي پولیسو په شان لارو چارو یې تحمیل او تطبیق کوی .
ایا د طالبانو اسلامي حکومت شرعي بلل کېدای شي؟
که خدای مه کړه ځواب منفي وي، نو بیا دا پوښتنه راپورته کېږي چې د ایډیالوژیکو اختلافونو په صورت کې، ایا د هرې ډلې او هر تنظیم اسلامي ایډیالوژي به د نورو ډلو لپاره غیر اسلامي ونه ګڼل شي؟
ایا طالبان، له خپل اسلام پرته، د نړی د نورو اسلامي هېوادونو اسلام هم اسلامي بولي؟
ګرانو دوستانو!
مهرباني وکړی زما خبرو ته متوجه شی او په غور یې ولولی.
د اسلامي حکومت بېلابېل شکلونه او د اسلامي ایډیالوژیو اختلاف په حقیقت کې یوازې د اسلامي ګوندونو د سیاسي تیوری بحران نه دی؛ بلکې دا بحران له سیاست څخه اوښتی او د اسلام تر درون پورې رسېدلی دی.
نن ورځ په اسلام کې د ایډیالوژی بحران رامنځته شوی، او اسلامي ایډیالوژی تر خپله اسلام هم پیاوړې او فربه شوې دي. اسلامي ټولنې د اسلام او اسلامي ایډیالوژیو تر منځ د انتخاب په بحران کې واقع شوې دي.
۳- په افغانستان کی نورو ایډیالوژیو که هر څومره هڅه او فشار راوړي چې ټولنې له دین څخه لیرې او غیر دیني کړي، بیا هم ونه توانېدې چې د خلکو دیني میلان له منځه یوسي؛ بلکې تر یوې کچې پورې د دین پر لور میلان لا زیات او ژور شو.
خو اسلامي حکومتونو هر څومره چې د ټولنو د دیني کولو لپاره فشار راوړي، هماغومره له دین څخه تېښته زیاتېږي. د همدې برعکس پایلې له امله د اسلامي ایډیالوژی بحران د اسلام دننه رامنځته شوی، او هر څومره چې دا بحران شدیدېږي، هماغومره په اسلامي ټولنو کې دیني بحران هم سختېږي.
په بل عبارت، هر څومره چې د [ لا اکراه فی الدین] اصل هېر او د [ اکراه فی الدین] په ګټه بدل شي، هماغومره [ فرار من الدین] زیاتېږي.
زموږ په ګران هېواد کې، چې ټول خلک یی د برلین ددېوال د نړېدو ویاړ خپل بولي او ځان د نړی د امپراتوریو ماتوونکي او د یرغلګرو هدیره ګڼي، هم د دین درد لري او هم د نجات لار په دین کې ویني.
د هېواد ایډیالوژي اندیشان هېڅوک نه شي متهمولای چې د اسلام بد غوښتونکي دي؛ بلکې برعکس، هغوی خپل ژوند هم د اسلام لپاره وقف کړی دی.
خو پوښتنه دا ده چې څنګه کولای شي ومني چې د اسلامي ایډیالوژیو بحران دې پخپله د اسلام دننه ننوځي او اسلام د دین څخه د تېښتې بحران ته بوځي؟ ځکه دا د درک وړ ده، او آن تجربه شوې هم ده، چې د دین بحران پرته له دې بل څه نه زېږوي مګر له دین څخه تېښته او ګریز. او دا هماغه څه دي چې هغوی له اسلامي ایډیالوژی څخه تمه لري.
۴- محترمو ځوانانو!
پام کوی چې هر څوک، که ستاسو له نظرونو سره مخالف هم وي، په سپکو او بېادبه الفاظو مه یادوی؛ بلکې د هغوی نظر ته په علم، مینه او اسلامي ورورولی ځواب ورکړی او که نه خاموش پاتی شی .
د اسلامي حکومت له لوري د شریعت جبري پلي کول د نن زمانې هغه نه انکارېدونکي واقعیتونه د شریعت مخې ته درولي دي. پوښتنه دا ده:
ایا شریعت دا واقعیتونه مني، که یې له پامه غورځوي او که یې ردوي؟
دا داسې پوښتنې نه دي چې په احساساتو، د نورو په تکفیر او بدو الفاظو دې ځواب شي.
د شریعت پلي کول په سطحي او احساساتي چلند او د معاصرې نړی د واقعیتونو په انکار سره، د افغانستان د اوسني حاکم نظام ناکامه تجربه ده.
ایا د هرې اسلامي نظریې پلویان , او یا د جهادی تنظیمونو مشران , باید همدا ناکامه تجربه تکرار کړي، څو وروسته دې پایلې ته ورسېږي چې د نن نړی د واقعیتونو انکار د خلکو د دین او شریعت څخه د لېرې کېدو سبب ګرځي؟
که د عصر د واقعیتونو پوښتنه او له هغو سره د شریعت چلند د شریعت د پلي کولو لپاره اساسي او حتا حیاتي موضوع وي، نو څنګه کېدای شي چې د دې پوښتنې له قانع کوونکي ځواب پرته شریعت عملي شي؟
دا ستونزه یوازې په دې نه حل کېږي چې اسلام د حکومت په چوکاټ کې ایډیالوژیک شي؛ بلکې دا کار زموږ د زمانې له واقعیتونو سره د شریعت په تعامل کې جدي بحران هم پیدا کوي.
د دې بحران حل احساساتي کار نه دی؛ بلکې عقلاني او فکري بهیر ته اړتیا لري. باید په پوهه، ژور فکر، د دین د اصلي ارزښتونو په سمه پېژندنه، او د معاصرې نړی د واقعیتونو د نسبي منلو یا ردولو په روښانه دریځ سره حل شي.
کله چې دا بحران د اسلامي حکومت د هدف په چوکاټ کې حل شي، د شریعت پلي کول به د اسلام او د خلکو د دینداری پر ضد له منفي اغېزو څخه وژغورل شي.
۵ – زما محترمو هېوادوالو!
زما په اند تاسو به ان شاءالله موافق یاست چې:
په افغانستان کې هېڅوک د اسلامي حکومت مخالف نه دي، خو کېدای شي د اسلام له یوې یا بلې ایډیالوژیکې تفسیر سره مخالف وي.
هر مسلمان د شریعت پلي کول غواړي، خو هر مسلمان کولای شي د اسلامي امارت له لوري د شریعت له پلي کولو سره مخالف وي.
ستونزه پخپله اسلامي حکومت یا د شریعت پلي کول نه دي، بلکې له شریعت څخه استبدادي او تنګنظره تفسیر ستونزه جوړوي.
په وروستیو ورځو کې مو ولیدل چی یو شمېر درنو او دیندارو هېوادوالو د خپل وطن د درانه شخصیت جهاني صاحب پر ضد د کفر او ارتداد فتواوې صادرې کړې؛ په منبرونو، مجلسونو او ټولنیزو رسنیو کې. زموږ ډېرو ځوانانو هم بېصبره غبرګون وښود او هر څه چې یې په وس کې وو، د هغه پر ضد یې خپاره کړل , الله ج دی زموژ دهیواد دی ستر شخصیت محترم جهانی
صا حب ته صبر او اجر په نصیب کړې .
باید ووایم چه محترم جهانی صا حب !
نږدې شپېته کاله کېږي چې دا دروند فرهنګي شخصیت د قلم او فکر په ډګر کې پرلهپسې مبارزه کوي. ده خپل ژوند د څېړنې، شعر، ادب او تاریخ خدمت ته وقف کړی او له څلوېښتو ډېر ارزښتناک اثار یې زموږ فرهنګي شتمنی ته ور زیات کړي دي. هغه د اسلام او تصوف روح د مینې، اعتدال او بصیرت له زاویې راښيي، او زموږ د تاریخ پر مخ پرتې دوړې یې په زړورتیا څنډلې دي. ده نه د مقام لپاره قلم نیولی او نه د شهرت لپاره دریځ بدل کړی؛ بلکې تل یې حق ته لومړیتوب ورکړی، که هر څومره دروند قیمت یې هم لرلی وي.
خو زموږ ټولنه له یوې تکراري ستونزې کړېږي: ډېر ژر قضاوت کوو او ډېر ژر حکم صادروو. تاریخ مو شاهد دی چې کله احساسات پر عقل برلاسي شوي، خپلو ملي څېرو ته مو د تورونو جامې وراغوستي دي. اختلاف طبیعي دی، خو تکفیر او سپکاوی نه د دین غوښتنه ده او نه د اخلاقو. دین موږ ته د انصاف، زغم او دلیل لار راښيي، نه د بېړه او تور.
هغه څوک چې عمر یې د علم، فرهنګ او ملي وجدان په پالنه کې تېر کړی وي، لږ تر لږه د منصفانه نقد او درناوي مستحق دی. که څوک ورسره فکري اختلاف لري، دا دې په استدلال او علمي ژبه یې څرګند کړي. د ایمان او عقیدې پرېکړه د منبر د احساساتي جملو کار نه دی؛ دا د انسان او د هغه د خالق تر منځ رابطه ده.
ښاغلی جهاني صاحب د ایمان، مینې او قربانی په فضا کې روزل شوی دی. هغه د توحید پیغام د پوهې او باور له لارې پېژندلی، نه د شعار له لارې. ځکه نو نه د چا له ستاینې لوړ کېږي او نه د چا له تورونو ټیټېږي. شخصیتونه د وخت په دوړو نه ورکېږي؛ بلکې وخت یې اصلي ارزښت لا روښانه کوي.
راځی چې اختلاف په اخلاقو بدل کړو، نقد په دلیل سنبال کړو، او قضاوت د انصاف په تله وتلو. تاریخ تل وروستی خبره کوي , او تاریخ د احساساتو نه، بلکې د حقیقت ملګری وي.
دغه بېنظمه فیسبوکی مفتیان او ناپوه نیمچه ملایان په دې باور دي چې باید د اسلام د لومړیو پېړیو د عربي قبایلي ټولنې ټول واقعیتونه په همدې عصر کې بیا راژوندي شي، او دوی د شریعت د محتوا لپاره یوازې د هماغه وخت ټولنیز او فرهنګي بڼې مني.
په بله وینا، دوی بنسټپاله اسلام غواړي؛ یعنې هر څه چې اسلام د صدر اسلام له واقعیتونو سره بنسټ اېښي، له هغه څخه په هېڅ حالت او هېڅ زمانه کې اوښتل ناممکن ګڼي.
۶- دفېسبوک محترم مفتي صاحب ته!
ستا د لمونځونو، روژو او تراویحو په شمېر څوک نه غولېږي؛
اصلي پوښتنه دا ده چې له خلکو سره دې چلند څنګه دی؟
ته خپله تر کومه د اسلام د سپېڅلي دین پابند یې؟
ستا ايمان راوړل، ستا حج ته تلل، ستا روژه نيول، لمونځ کول او جهاد کول بايد پر الله او خلکو د احسان ايښودل ونه ګرځي.
رښتيا دا دي چې ريښتينی عبادت د معاش او مزد په اخيستلو سره نه ترسره کېږي؛ بلکې بايد په بشپړه توګه په خپله خوښه، په اخلاص سره د الله لپاره او د خلکو د هغه عبادت ته د بلنې په نيت وي. نو ځکه ټول امامان، علما او ديني مسؤلين بايد خپل معاشونه او امتيازونه لرې کړي او دا کار يوازې د الله لپاره، بې له مالي تمې ترسره کړي. او بايد پاڅيږي، کار وکړي، زحمت وباسي او حلال رزق ترلاسه کړي.
خو که څوک دا کار د معاش او پيسو لپاره کوي، نو بيا دا عبادت نه دی؛ بلکې يوازې يو کار او مسلک دی چې د عايد لپاره ترسره کېږي، نه د الله لپاره. پر الله قسم، که د دوی معاشونه بند شي، ډېر کسان به لاس ترې واخلي، جوماتونه به تش پاتې شي او په اسلامي هېوادونو کې به ډېرې دندې خالي شي؛ او يوازې هغه کسان به پاتې شي چې رښتيا پر الله ايمان لري.
له بده مرغه، همدا حالت په افغانستان کې هم ليدل کېږي: د افغانستان مجاهدين خپل جهاد هره ورځ پر خلکو پلوري؛ يعنې د جهاد نوم کاروي، خو په عمل کې يې په پيسو، قدرت او شخصي ګټو بدل کړی دی. دا کار بايد ونه شي؛ رښتينی جهاد بايد يوازې د الله لپاره وي، نه د عايد او پر خلکو د واکمنی وسيله.
همدارنګه بايد دا هم وويل شي چې ځينې مسلمانان خپل نېک عملونه په نورو ونه پلوري او هغه د شهرت، ستاينې او يا ګټې وسيله ونه ګرځوي. نېک عمل هغه وخت ارزښت لري چې يوازې د الله لپاره وي، نه د خلکو د خوښولو، لاس ته راوړلو او يا پر هغوی د برلاسي کېدو لپاره.
کله چې څوک خپله صدقه، لمونځ، روژه، حج يا جهاد خلکو ته يادوي او ورباندې فخر کوي، يا يې د کوم امتياز او مقام د ترلاسه کولو لپاره کاروي، نو د عمل اخلاص زيانمن کېږي. په دين کې اخلاص بنسټ دی؛ که اخلاص نه وي، نو عمل خپل روح له لاسه ورکوي.
نېک عمل د تجارت شي نه دی چې په بازار کې وپلورل شي، او نه د اعلان وسيله ده چې د خلکو پام ځان ته واړوي.
ځينې خلک خيريه کارونه کوي، خو وروسته يې هر ځای بيانوي، ان تر دې چې د خلکو څخه د مننې او ستاينې تمه لري. دا چلند د ريا او ځان ښودنې بڼه خپلوي. مسلمان بايد هڅه وکړي چې خپل نېک عملونه پټ وساتي، ځکه پټ عمل ډېر وخت د اخلاص نښه وي او د الله په نزد يې اجر هم لوی وي.
همدارنګه، څوک بايد خپل عبادت د بل چا پر وړاندې د فشار وسيله ونه ګرځوي؛ يعنې ونه وايي: ما دومره کار وکړ، نو ته هم بايد زما خبره ومنې.
عبادت شخصي مسوليت دی، نه د امتياز اخيستلو وسيله.
هر مسلمان بايد خپل نيت وڅېړي: که نيت يوازې د الله رضا وي، نو عمل به برکت ولري؛ خو که نيت شهرت، مال او يا مقام وي، نو هغه عمل به د دنيا لپاره وي، نه د آخرت لپاره.
اخلاص، تواضع او پټ نېک عمل د مومن ريښتينی زينت دی.
کله چې خلیفه صاحب دین محمد ادعا وکړه چې ګواکې د ده د مور په جنازه کې رسول الله ص حاضر شوی و، ته چوپ وې مفتی صا حب !
کله چې ویل کېدل د پلار په جنازه کې لمر ټیټ راغی، بیا هم غلی پاتې شوې.
جناب حماسي صا حب په لوړ اواز وویل چې د حقاني صا حب مجاهدینو لپاره په ونو کې کباب شوي پسونه ځوړند وو، ته بیا هم خاموش وې.
مولوي صا حب رحیم الله وویل که سړی په امریکا کې وي او مېرمن یې په پاکستان کې حامله شي، د اولیاوو د کرامت له مخې دا ممکنه ده تا بیا هم څه و نه ویل.
ادعا وشوه چې د انټرکانټیننټل هوټل په برید کې رسول اکرم ص راغلی و او مجاهدینو ته یې د جنت سرتیفیکېټونه وېشل ته بیا هم چوپ وې.
مولوي حمیدالحق، د سمیعالحق زوی، وویل چې ګواکې رسول الله ص د حقانیه مدرسې چوکیداری پر اوږه اخیستې ده ته بیا هم غلی وې.
د حج او اوقافو محترم وزیرصا حب قسم وخوړ او ویې ویل چې کله لوی ملا صاحب خبرې کولې، په دښته کې مرغانو او چرګانو اذان پیل کړ ته بیا هم چوپ پاتې شوې.
دا ټولې درنې او آن شرکي دعوې وې، خو کله چې جهاني صاحب یوازې د تراویحو او ځینو نافذه قوانینو په اړه خپل نظر څرګند کړ، سمدستي مرتد، کافر او واجبالقتل اعلان شو!
دا کومه مسلماني ده؟
ولې د ښکاره مبالغو او خرافاتو پر وړاندې چوپتیا، خو د یو انتقادي نظر پر وړاندې تکفیر او توند غبرګون؟
که دین رښتیا هم زموږ معیار وي، نو باید معیار مو یو شان وي که نه، دا چوپتیا او دا غوسه دواړه پوښتنې راولاړوي.
دا ټولې درنې، له مبالغې او آن د شرک له بوی ډکې دعوې وې؛
خو کله چې جهاني صاحب یوازې د تراویحو او ځینو نافذه قوانینو په اړه خپل نظر څرګند کړ، سمدستي مرتد، کافر او واجبالقتل اعلان شو!
دا کوم انصاف دی؟
ولې د ښکاره خرافاتو پر وړاندې چوپتیا، خو د یو فکري اختلاف پر وړاندې تکفیر؟
ولې د عجیبوغریب کیسو پر وړاندې حوصله، خو د پوښتنې او نقد پر وړاندې توره؟
دین د احساساتو، شخصي تعصب او سیاسي ګټو وسیله نه ده.
که څوک بې دلیله کرامات او نادرې کیسې بیانوي، دا د عقیدې مسئله ده او باید د قرآن او صحیح سنتو په رڼا کې و ارزول شي.
خو که څوک د فقهې په یوه فرعي مسئله کې اختلاف کوي، دا د ارتداد حکم نه لري.
ناپوهه شیخه او دفیس بوک مفتی صا حب !!
تکفیر , کافر بلل د هر چا کار نه دی؛ دا د لویو او باصلاحیته علماوو د احتیاط غوښتونکې مسئله ده. په تاریخ کې د امام ابو حنیفه، امام شافعي او امام احمد بن حنبل ترمنځ هم فقهي اختلافات وو، خو یو بل یې کافر نه باله.
اختلاف په فروعو کې طبیعي دی؛ خو د عقیدې بنسټونه په دلیل ثابتیږي، نه په کیسو او احساساتو.
که هر مخالف نظر ته د کفر ټاپه ولګوی ، سبا به د امت نیمایي خلک د یو بل پر وړاندې ودرېږي او دا د دین خدمت نه، بلکې زیان دی.
ریښتینی عالم هغه دی چې د حق لپاره یو معیار ولري؛ نه دا چې د خپلې خوښې خلکو تېروتنې توجیه کړي او د مخالفینو پر وړاندې فتوا راوباسي.
که دین مو معیار وي، نو معیار مو یو وساتی.
که عدالت غواړی، نو په ټولو یې پلی کړی.
او که د الله ویره لری، نو د تکفیر توره مه راباسی هلته چې یوازې اختلاف وي،
۷ -محترمو او قدرمنو وروڼو!
تر هر څه وړاندې، راځی چې د یو بل سپکاوی، ښکنځل، تورونه او بې ځایه بهتانونه پرېږدو. دا کارونه نه د مسلمان شان دی او نه د انساني اخلاقو سره سمون خوري. غوره ده چې د دین سم فهم زده کړو او خپل اختلافونه د عقل، علم او زغم له لارې حل کړو.
ویل کېږي چې یوه ورځ ابن تیمیه رحمه الله مسجد ته داخل شو. ویې لیدل چې دوه ډلې د تراویح د لمانځه پر سر له یو بل سره په شخړه او لانجه اخته دي، حتٰی تر دې چې توندې خبرې او لاس وهنه هم پکې رامنځته شوې وه.
شیخ رحمه الله ترې وپوښتل: ولې اختلاف کوی؟
هغوی وویل: موږ غواړو د تراویح لمونځ وکړو؛ یوه ډله وایي شل رکعته دې وشي، بله ډله وایي اته رکعته بس دي. همدغه اختلاف موږ تر شخړې رسولی دی.
شیخ رحمه الله په افسوس سره وفرمایل: تاسو مسلمانان یاست، دین لری؛ خو د دین سم فهم نه لری.
هغه وپوښتل: هغه کسان چې د شلو رکعتونو خبره کوي، حکم یې څه دی؟
هغه کسان چې د اتو رکعتونو خبره کوي، حکم یې څه دی؟
بیا یې وفرمایل: په قرآن کریم کې چېرته د تراویح د رکعتونو شمېر په صراحت ذکر شوی؟ نه د اتو او نه د شلو رکعتونو یادونه په قرآن کې نشته. خو د امت د یووالي، ورورولی او اتفاق په اړه لسګونه آیتونه نازل شوي دي، لکه د قرآن کریم دا لارښوونه چې مسلمانان دې تفرقې ته نه ورځي او یو موټی دې وي.
نو ایا دا سمه ده چې د یو سنت عمل لپاره د امت یووالی، چې یو لوی الهي امر دی، تر پښو لاندې کړو؟
اختلاف په فرعي مسایلو کې شته، خو دښمني، تکفیر او سپکاوی هیڅ ځای نه لري.
نن سبا زموږ په ټولنه کې داسې کسان شته چې ډېر ژر د تکفیر ټاپه لګوي. ځینې ځوانان چې کېدای شي ټول کال جومات ته حاضر نه وي، د روژې په مبارکه میاشت کې د څو لایکونو او تبصرو لپاره توندې او بې ادبه خبرې کوي. نه د الله تعالی نه حیا په پام کې نیسي، او نه د دین سم فهم لری، او نه د مسلمان ورور عزت.
۸- ګرانو هېوادوالو!
دین یوازې په ظاهري شعارونو نه پوره کېږي. که موږ د مسلمان ورور ګرېوان نیسو، عزت یې زیانمنوو، حرام خورو او په ټولنه کې نفاق خپروو، نو دا د دین خدمت نه دی. د تراویح لمونځ که اته رکعته وي او که شل , او که نه وی , خو د مسلمان ورور عزت، وینه او آبرو ستر ارزښت لري.
راځی چې د اختلاف پر ځای اتفاق، د کرکې پر ځای مینه، او د سپکاوي پر ځای درناوی غوره کړو. د دین سم فهم، زغم او اعتدال زده کړو.
الله تعالی دې زموږ ولس ته د دین صحیح فهم، اخلاص، یووالی او ورورولي په برخه کړي. زموږ زړونه دې له کینې او تعصب څخه پاک کړي او موږ دې د حق په لاره ثابت قدمه وساتي.
همدارنګه، ښاغلي جهاني صاحب ته د زوکړې ورځ ورته مبارک وایو، الله تعالی دې د هغوی په عمر، علم او کورنی کې برکت واچوي.
اللهم أعِزَّ الإسلامَ والمسلمينَ في كلِّ مكانٍ وفي كلِّ زمان،
وانصر عبادكَ المؤمنين، واحفظهم بحفظك يا ربّ العالمين.
وَالسَّلَامُ عَلَىٰ مَنِ اتَّبَعَ الْهُدَىٰ.
او سلام دی وی پر هغه چا چی دهدایت نه پیروی کوی
زموږ انګلیسي ویبپاڼه:
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.