پاکستان له ۲۰۱۷ کال راهیسې په رسمي بڼه د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د کټارې او اغزن سیم غځولو پروژه د وسله والو د تګ راتګ د مخنیوي او د قاچاق د کنټرول په پلمه پیل کړه. خو د پاکستان اصلي موخه دا وه چې ډیورنډ کرښه په یو اړخیز ډول د رسمي نړیوال سرحد په توګه تثبیت کړي.
د اغزن سیم ټول اوږدوالی شاوخوا ۲۶۰۰ کیلومتره اټکل شوی. په ځینو سیمو کې د فلزي ستنو لوړوالی، چې اغزن سیم پرې تړل شوی، تر څلورو مترو رسېږي.
پاکستان د دې کټارې په غځولو کې د ډیورنډ کرښې د میداني واقعیتونو له پامه غورځولو سره مهم ستراتیژیک لوړ ځایونه تر خپل پوځي اشغال لاندې راوستي او په لاندې سیمو کې یې لسګونه کیلومتره د افغانستان خاورې ته دننه پرمختګ کړی دی :
ـ سپین بولدک، چمن او شورابک (کندهار)
ـ لعل پور، ګوشته او د تورخم تر کنړ درې پورې (ننګرهار)
ـ دانګام، ناړۍ او سرکاڼو (کنړ)
ـ خوست – ځاځي میدان
ـ د پکتیکا ځینې برخې .

هغه دلایل چې د اغزن سیم د حقوقي بطلان لپاره وړاندې کېږي، له هماغه حقوقي وړتیا څخه برخمن دي چې د ډیورنډ کرښې د الغا لپاره مطرح دي.
ډیورنډ کرښه : د لاندی دلایلو له مخي د افغانستان له لوري هېڅکله په رسمیت نه ده پېژندل شوې :
ـ د ۱۸۹۳م کال تړون د امیر عبدالرحمن خان او بریتانوي هند ترمنځ د نابرابرو شرایطو لاندې ترسره شوی و. افغانستان هغه مهال د انګلستان تحت الحمایه و او د هېواد بهرنۍ تګلاره د بریتانیا په واک کې وه.
ـ دغه تړون هغه سیمې چې په تاریخي او دودیزه توګه د افغانستان خاوره بلل کېدې، برتانوي هند ته ورزیاتې کړې.
ـ د تړون موضوع یوازې د سیاسي نفوذ د ساحو ټاکنه وه، نه د جغرافیایي وېش او نه هم د دایمي نړیوال سرحد تثبیت. له همدې امله د بریتانوي استعمار په پای ته رسېدو سره د تړون حقوقي اعتبار هم له منځه ځي.
ـ د پاکستان دا ادعا چې ګواکې د بریتانیا د پاتې میراث له مخې د ډیورنډ تړون وارث دی، د هېوادونو د ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا له اصولو سره په ټکر کې ده؛ ځکه د کرښې دواړو غاړو ته د مېشتو پښتنو او بلوچو د خلکو اراده او رضایت پکې هېڅکله په پام کې نه دی نیول شوی.
اغزن سیم هم : لکه د ډیورنډ کرښه، حقوقي توجیه نه لري او د لاندې دلایلو له مخې باطل ګڼل کېږي :
ـ افغانستان هغه مهال لږ تر لږه د څلوېښتو بهرنیو هېوادونو د پوځي حضور او اشغال تر اغېز لاندې و.
ـ پاکستان د اشغالګرو ځواکونو په ضمني همغږۍ، په یو اړخیز ډول پر لانجمنې کرښې کټارې غځولو ته لاس واچاوه.
ـ کمزوري او ګوډاګي حکومتونه د پاکستان پر وړاندې د ملي واکمنې او ځمکنۍ بشپړتیا د دفاع جوګه نه و.
هیله لرو چی د بهرني اشغال تر سیوري لاندې د واکمنو حکومتونو مشران به یوه ورځ د خاورې د پلورلو او ملي خیانت په تور محکمې ته راکش شي.
ـ د افغانستان او پاکستان ترمنځ او نه هم د بهرنیو ځواکونو او پاکستان ترمنځ د اغزن سیم د غځولو په اړه کوم تړون نه دی لاسلیک شوی. که فرضاً لاسلیک شوی هم وای، د اشغال د شرایطو له امله به له حقوقي اعتباره بې برخې و.
د دې پروژې بودجه د پاکستان له دولتي سرچینو، په ځانګړي ډول د دفاعي بودجې څخه تمویلېده او عملي چارې یې پوځ او امنیتي ارګانونو ته سپارل شوې و.
د لګښت کره شمېرې نه دي خپرې شوې، خو نږدې اټکلونه یې د دوو تر درېو میلیاردو ډالرو ترمنځ ښيي.
امریکا او ناټو له ۲۰۰۱ تر ۲۰۲۱ پورې په افغانستان کې حضور درلودل او پاکستان ته یې د تش په نامه ترهګرۍ ضد جګړې د ستراتیژیک شریک په توګه میلیاردونه ډالر ورکړل. په دغو مرستو کې د سرحدي ځواکونو تجهیز، روزنه او لوژستیکي ملاتړ هم شامل و. پاکستان د بهرنیو مرستو لویه برخه د امریکا په ضمني رضائیت، د همدې کټارې په غځولو ولګوله.
خو داسې کوم سند نه شته چې وښيي امریکا او متحدینو په نیغه د اغزن سیم د غځولو مالي لګښت ورکړی وي.
پاکستان هېڅ حق نه لري چې په هغو سیمو کې چې افغانستان یې لانجمنې بولي، اغزن سیم وغځوي. په بل تعبیر، پاکستان نه شي کولای د اختلاف وړ سیمې حقوقي وضعیت په یو اړخیز ډول بدل کړي.
د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د اغزن سیم نړول باید د افغانستان او پاکستان د روانې شخړې له لومړیتوبونو څخه وي. د دې کټارې لرې کول په حقیقت کې د ډیورنډ کرښې د الغا او په پښتونستان او بلوچستان کې د افغانستان د حاکمیت د پراختیا لومړنی عملي ګام ګڼل کېږي.
اټکل نه کېږي چې هغه تعرضي جګړه چې پاکستان پیل کړې، ژر به پای ته ورسېږي. ټي ټي پي تازه خوځېدلې ده او د هغې راتلونکې سختې حملې پر فاسد پاکستانی پوځ به بیا پاکستان ته دا پلمه په لاس ورکړي چې پر افغانستان هوايي بریدونه ترسره کړي.
له همدې امله افغان طالبان باید ځان د یوې اوږد مهالې فرسایشي جګړې لپاره چمتو کړي. داسې جګړه چې د پاکستان تر احتمالي سقوط پورې دوام موندلی شي. طالبان د جهاد شعار په لاس کې لري، خو د اغېزمن پوځي تجهیزاتو له شتون پرته یوازې شعار کافي نه دی چی دشمن شاتګ ته اړ شی.
د شیخ هبتالله هغه دریځ چې د جهاد د وسلی له عملي کارونې ډډه کوي، پاکستان نور هم هڅوي چې پر ملکي هدفونو بریدونه زیات کړي. ( دا چې ولې پاکستانی اجیر پوځ ملکي هدفونه په نښه کوي، خپله جلا او مهم بحث دی چی په مناسب وخت ورباندې غږیږو ).
د یادونې وړ ده چې د جهاد د فتوا هر ډول کارونه باید په افغانستان کي له سیاسي بدلون سره مل وي. په افغانستان کي د داسی نظام جوړول چی په کی کار اهل کار ته وسپارل شي او د خلکو او نړیوالې ټولنې لپاره د منلو وړ وي، له پاکستان سره په جګړه کی د افغانستان برلاسې تضمینوي.
د ډیورنډ هغې خوا د جهادي جذباتو پراختیا، په داسې حال کې چې په افغانستان کې د نجونو ښوونځي او پوهنتون تړل شوي، په حکومتی اورګانونو د ښځو کار منع شوی او شته حکومت د اساسی قانون په بنسټ ندې جوړ شوې، د طالبانو په وړاندې نړیواله وېره زیاتوي. په داسې حالت کې به نړۍ د پاکستاني پوځ تر شا د طالبانو پر ضد ودرېږي.
په لنډه ! د اوسني جګړې بریالی مدیریت د یوه مشروع نظام له جوړېدو، له ډیپلوماتیکې انزوا څخه د وتلو، او په ځانګړي ډول په سیمه او له سیمې بهر د متحدینو له موندلو پرته ناشونی دی.
واقعیت دا دی چې پر افغانستان د پاکستان د تېري اصلي انګېزه له افغان طالبانو وېره ده : پاکستان وېره لري چې ښايي افغان طالبان له ټي ټي پي سره په احتمالي همغږۍ کې د پاکستان زیان منونکې ځمکنۍ بشپړتیا ته ګواښ پېښ کړي.
پاکستان په افغانستان کی ځان له داسې ولس سره په ښکاره دښمنۍ کې اچولی چې په خپله خاوره کې جګړه قاعده او سوله استثنا ګڼي. له پاکستان څخه ډېر ځواکمن یرغلګر هم له افغانانو سره په جګړه کې بریالي نه دي وتلي. پوښتنه دا ده چی آیا پاکستان چې په دوو جبهو کې :
ـ په کور دننه له پښتنو او بلوڅو سره
ـ په بهر کې له افغانستان او هند سره
ښکېل دی، کولې شي سلامت پاتي شي ؟
بېشکه د دې جګړې دوام به د سیمې جغرافیه بدله کړي، په دې شرط چې جګړه په سمه سیاسي او پوځي تګلاره مدیریت شي او نړۍ د طالبانو له افراطیت څخه ونه وېرېږي.
۰۵/۰۴/۲۰۲۶
« پای »
زموږ انګلیسي ویبپاڼه:
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.