په بغلان او تخار کې د ښځینه ښوونکو جبري بدلون

34

د بغلان او تخار ولایتونو کې سرچینې وایي، طالبانو یو شمېر ښځینه ښوونکې له نږدې ښوونځیو څخه لیرې پرتو سیمو ته تبدیل کړې دي. د راپورونو له مخې، دا پرېکړه د چهارشنبې په ورځ (اپریل ۱۹) رسنیو ته تایید شوې ده.
سرچینې زیاتوي چې هغه ښوونکې چې کلونه یې په مرکزي ښوونځیو کې تدریس کړی و، اوس له خپلو کورونو څخه په لسګونو کیلومتره لرې کلیوالي ښوونځیو ته استول شوې دي. په ورته وخت کې، د کلیوالو سیمو ښوونکي ښاري ښوونځیو ته لېږدول شوي دي.
که څه هم طالبانو تر اوسه په دې اړه رسمي دریځ نه دی څرګند کړی، خو له دې وړاندې هم د هېواد له بېلابېلو سیمو څخه د ښځینه ښوونکو د ورته بدلون راپورونه خپاره شوي وو.
د راپورونو پر بنسټ، د واټن اوږدوالی او اقتصادي ستونزې لامل شوي چې ګڼې ښځینه ښوونکې خپلې دندې پرېږدي او په کورونو کې پاتې شي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.