په پروینې میېن مجذوب

طایر ځلاند

34

د رومانویت ادبي او فکري خوځښت د ۱۸مې پېړۍ په وروستیو او د ۱۹مې پېړۍ په پیل کې هغه مهال وزېږېد چې د اروپا فکري فضا د عقل‌باورۍ او صنعتې بدلونونو تر سخت اغېز لاندې وه. د عقل‌باورۍ مکتب ادعا لرله چې نړۍ په بشپړ ډول د منطق، ساینس او تجربې له لارې تشریح کېدای شي. په همدې مهال د صنعت انقلاب ټولنیز جوړښت او د انسان د ژوند ریتم بدل کړ؛ طبیعت د ماشینونو تر سیوري لاندې شو، د ښارونو پراختیا انسان له خپل عضوي چاپېریال څخه جلا کړ، او ټولنیز ژوند د میخانیکي سرعت تابع شو.
همدارنګه، د کلاسیک ادبي دودونو سخت قواعد ادبیاتو ته د تخیل، احساس او فردیت د تنفس ځای نه پرېښود. ادب باید د تقلید، قاعدې، تناسب او د لرغونو یوناني، رومي معیارونو له مخې تولید شوی وای. د هنرمند لپاره شخصي درک، داخلي اضطراب، شک، شور او تخیل د بیان مشروع وسیلې نه ګڼل کېدې.
په دې ګډو ټولنیزو او فکري فشارونو کې رومانویت د غبرګون په توګه راڅرګند شو؛ دا خوځښت په اصل کې د انسان د باطن د احیا هڅه وه؛ د دوی ټینګار و چې انسان یوازې عقل نه دی، بلکې یو احساساتي، متخیله، ازاد او د طبیعت سره تړلی موجود دی. د رومانتېسېزم پلویانو غوښتل د فرد تجربې، د طبیعت حضور، د غم او خوښۍ رنګین احساسات، د روحاني هیلې، خیال‌پردازۍ او د انسان د دروني بحرانونو لپاره په هنر او ادب کې ځای پیدا کړي؛ د دوی د مبارزې بنسټیز موخه دا نه وه چې منطق رد کړي بلکې دا وه چې هنري تجربه د عقل له انحصاره وباسي او د انسان په بشپړ، پېچلي او څواړخیز وجود باندې رڼا واچوي.
د همدې فکري مبارزو په نتیجه کې رومانویت د هغو کسانو لپاره یوه فکري پناه‌ځای شوه چې غوښتل یې د صنعت، سیاست او عقل‌محورې نړۍ په مقابل کې د احساس، طبیعت، فردیت او تخیل ارزښتونه په یو نوي شکل وپنځوي، همدا ځانګړتیاوې رومانویت د نړۍ په ادبیاتو کې د یوه ژور، بدلون راوړونکي او دې هم لا اغېزمن مکتب په توګه مطرح کړ.
په رومانویت کې د طبیعت تصور د یوې روحي سرچینې حیثیت خپلوي؛ ویلییم ورډزورټ په Preface to Lyrical Ballads کې طبیعت د انسان د روح غږ بولي او وایي چې طبیعت د هغه خالصي سرچینه ده چې انسان ته داخلي توازن وربخښي. د صنعت انقلاب چې انسان یې د ماشین د غږونو تر سیوري لاندې راوست، رومانیت پلوه شاعرانو یې پر ضد په طبیعت کې د روح د بیا ستنیدو دعوت مطرح کړ، ځکه طبیعت د انسان د اصلي هویت انځور دی. رومانویت طبیعت د روح، احساس، تخیل، او د ښکلا د هغه تصور سره تړي چې هیڅ میخانیکي نړۍ یې نشي بدیل کېدای.
په رومانويت کې احساس د عقل پر ځای د نړۍ د فهم اصلي لاره ګرځي. M.H. Abrams په خپل اثر The Mirror and the Lamp کې وایي چې رومانوي ادبیات د احساس د مرکزیت له لارې د هنر ماهیت بدلوي؛ هنر نور د نړۍ عکس نه دی، بلکې د انسان د دروني څراغ انعکاس دی. تخیل په دې پارادایم کې یوازې یو ادبي تخنیک نه، بلکې د هنري حقیقت د رامنځته کولو ځواک دی. کولریج په Biographia Literaria کې تخیل داسې ځواک بولي چې انسان ته د دې توان ورکوي چې نړۍ د نوې زاویې له مخې بیا رامنځته کړي، او هنر ته د ژور معنوي حقیقت ځانګړی بُعد ورکړي.
له دې ټولو سره، رومانویت د متافزیک، اسرارو، ماورایي تجربو، میسټیسزم، د روح د پټو نښو، مرګ، غم او د روحاني سفر د لارو جذبه هم لري. دا هغه فضا ده چې چارلس بودلیر یې په The Flowers of Evil کې د انسان د دروني زوال، ښکلا، فساد او خیال ګډو جګول تعریفوي. د دې خوځښت په فکر کې د هغه څه انځورول مهم دي چې عقل یې نه شي نیولی، ځکه د نړۍ مړه ساینسي ژبه د انسان ټول ابعاد نه شي تشریح کولی.
رومانویت د صنعت او ښار پر ضد فکري غبرګون هم و. د ماشیني ژوند، د انساني اړیکو د کمزورۍ، د طبیعت له منځه تلو او د روح د خالي کېدو پر ضد یې شعر، ناول، موسیقي او هنر د بغاوت وسلې جوړې کړې. Raymond Williams په Culture and Society کې په څرګند ډول وایي چې رومانویت د صنعت د ټولنیز سختوالي په وړاندې د جمال، احساس او طبیعت د ارزښت بیا اعلان و.
په دې توګه رومانویت یو ادبي سټایل نه، بلکې د انسان د معنوي، عاطفي او فکري آزادۍ یو بشپړ فکري مکتب دی. دا مکتب انسان ته د فردي تجربې، احساساتو، تخیل، طبیعت او روحاني ژوروالي هغه ارزښت بېرته ورکوي چې د عقل‌باورۍ او صنعت عصر تر سیوري لاندې یې له منځه تللی و. رومانویت د هنر هغه بغاوت دی چې د انسان د باطن غږ د نړۍ د ظاهر پر وړاندې دریځ ته دروي، او همدا ځای دی چې رومانوي فکر د نړۍ د فکري تاریخ په تر ټولو ژورو او پرېکنده خوځښتونو کې ځای خپلوي.
عبدالرحیم مجذوب د شلمې پېړۍ د پښتو شاعرۍ له هغو مخکښو شاعرانو څخه دی چې د احساس، تخیل، طبیعت، شخصي تجربو او د باطن د ژوروالی له لارې یې د پښتو معاصر رومانویت یوه ځانګړې څېره رامنځته کړه. مجذوب په شاعرۍ کې د “فردي احساساتو د اعلان” جرئت درلود، او په هغه ټولنه کې چې شعر یې زیاتره د قومي حماسې، ولسي دودونو او ټولنیزو مسایلو له مخې ارزول کېده، ده د انسان د باطني درد، ښکلا، مینې، روحاني سفر او داخلي خلا ژبه فعاله کړه.
مجذوب د ننګرهار د ادبي فضا یوه مهمه څېره وه؛ یو استثنايي ذوق یې درلود، له سندرغاړو، هنرمندانو، ژبپوهانو او شاعرانو سره یې نزدې اړیکې لرلې او د خپل عصر د فکري تحول په منځ کې د یوې ژورې شاعرانه روحي تجربې استازی و.
عبدالرحیم مجذوب د پښتو د معاصر ادب له هغو شاعرانو څخه دی چې د احساس، تصویر، داخلي تجربې او لطیف جمالیاتي شعریت له مخې د پښتو په رومانتيک تمایل لرونکو شاعرانو کې ځانګړی ځای لري. نوموړی په ۱۹۳۴ میلادي کال د کوزې پښتونخوا د لکي مروت په سیمه کې د عبدالکریم خان په کور کې وزېږېد. د زده کړو له اړخه یې پراخه تجربه لرله؛ تاریخ، سیاست او ادبیات یې ولوستل او د ژبو په برخه کې یې پراخ تسلط درلود. پر پښتو سربېره په فارسي، اردو، هندکو او انګلیسي ژبو پوهېده او دغه ژبنی تنوع یې د ادبي ذوق د رنګونۍ لپاره مهم بنیاد جوړ کړ.
سره له دې چې د ژوند په ډګر کې یې ګڼې موضوعګانې لوستې وې، د هغه فکري تمرکز یوازې په ادب او شعریت راټول و. د ده ادبي سلوک د هغو کسانو په څېر و چې له هنر سره وجودي تړاو لري؛ په همدې دلیل یې تر وروستۍ سلګې پورې شعر د ژوند محور پاتې شو.
مجذوب د شاعرانه هویت تر ټولو روښانه ځانګړنه د هغه رومانوي تمایل دی؛ یو تمایل چې د احساساتو د ژوروالي، د طبیعت د معنوي انعکاس، د تخیل د پراخې ازادۍ او د نظم د هنري تسلسل له ګډېدلو څخه جوړ شوی. مجذوب، که څه هم په تاریخ، سیاست، فلسفه او څو ژبو پوه و، خو د ده د ذهن اصلي پانګه د احساساتو ژور حساسیت او د شاعرانه لید لطافت و. د هغه شاعرۍ د رومانويت له هغو اصولو سره فکري اړیکه لري چې د انسان د باطني تجربې د بیان لپاره د عقل د سختو چوکاټونو پر وړاندې غږ پورته کوي.
دهغه شاعري تر ډېره د نظم په قالب کې ده، او دا د هغه د شاعرانه فکر د تسلسل، منظم جریان او موضوعي تمرکز یوه نښه ده. نظم د یوې تجربې د تدریجي پرانیستې سفر ته اړتیا لري؛ دا د پراګراف په څېر د فکري یووالي غوښتنه کوي، او همدا هغه ځای دی چې مجذوب خپله ځانګړې وړتیا ښيي. د ده شعر د یوه احساس، یوې منظرې یا یوې فکري تجربې د سلیسې پرانیستې په څېر روانېږي؛ نه ګډوډ بیتونه لري، نه بې‌تسلسله خیال، بلکې هره کرښه د بلې کرښې طبیعي دوام وي. دا هغه ځانګړتیا ده چې په اصل کې د رومانوي شاعرۍ له روح سره همغږي ده، ځکه رومانويت د احساساتود جریان په توګه تجربه کېږي، نه د قاعدو او اصولو په بڼه.
د ده په شاعرۍ کې د عقل خشکې، منطقي استدلال یا فکري تشدد ځای کم دی؛ دلته د زړه غږ، د انسان د وجود نرمې پوښتنې، د ښکلا لټون او د غم لطافت اصلي محورونه جوړوي. دا هغه څه دي چې رومانیت یې بنسټ ګڼي؛ انسان نه یوازې فکر کوي، بلکې احساس هم کوي، او د هغه د واقعي تجربې بنسټ د همدې احساساتو له لارې درک کېږي. مجذوب هم د ژوند د خپلمنځي پېچلتیاوو د تشریح لپاره د همدې باطني او عاطفي لارې انتخابوي.
په دې شاعرۍ کې طبیعت یوازې د منظرې انځور نه دی، بلکې د انسان د روح د حالاتو هنداره ده. باد د احساس غږ دی، باران د دروني پاکۍ استازی، د ماښام سکوت د فکر ژوروالی او د سپوږمۍ رڼا د امید پاک رنګ دی. مجذوب طبیعت د ښکلا د بهانې لپاره نه کاروي، بلکې د خپل احساس د څرګندولو لپاره یې د یوه معنوي شریک په توګه راولي. همدا هغه ځانګړنه ده چې مجذوب د لوېدیځو رومانوي شاعرانو ـ لکه ورډزورټ، کیټس او شېلي ـ له خیالي او احساسي لید سره وصلوي. په همدې دلیل ارواښاد درد مجذوب ته د “پښتو جان کیټس” لقب ورکړی و، یو لقب چې د مبالغې له جهته نه، بلکې د فکري او هنري موازي والي له مخې منطقي ښکاري.
د مجذوب د شاعرۍ یوه بله مهمه رومانوي نښه دا ده چې تخیل یې د منطق له قیدونو مخکې روان وي. تصویرونه یې کله ساده وي، کله ژور، خو هر ځل د هغه د داخلي تجربې د توضیح وسیله وي. مجذوب د کایناتو د هرې پدیدې تر شا یو باطني اړخ ویني؛ هغه اړخ چې د منطق په تله نه تلل کېږي، خو د احساس په رنګ کې په ښکلا بدلېږي. د ده تصویرونه منظوري دي، نه مصنوعي، او د دغه تصویر جوړونې نرمې کیفي ځانګړنې د هغه د شاعرانه هویت اصلي رنګ ګرځېدلي دي.
د مجذوب په شاعرۍ کې د ښکلا او غم ګډ حضور هغه ځانګړنه ده چې د لوېدیځو رومانویانو د “melancholic beauty” له مفهوم سره فکري اړیکه لري. ښکلا یوازې رڼا نه ده، غم یوازې تیاره نه ده؛ دواړه ګډېږي او د انسان د ژوند د پېچلتیا شعر جوړوي. همدا ګډوالي د مجذوب د شاعرۍ روح دی – یو روح چې نه د درد انکار کوي، نه د غم ښکلا ترې پټېږي؛ بلکې دواړه په داسې نرمو کرښو سره بیانوي چې د شاعر د باطني صداقت یوه نښه ګرځي.
له دې ټولو ښکاري چې د مجذوب شاعرانه هویت یوازې د څو ظاهري ځانګړتیاوو مجموعه نه ده، بلکې یو منسجم فکري جوړښت دی چې د رومانويت له اصولو سره په ښکاره او ژوره اړیکه ولاړ دی. د احساس صداقت، د طبیعت معنوي تفسیر، د تخیل ازادي، د نظم تسلسل، د درد او ښکلا نری ګډوالی او د فردي تجربې محوریت هغه عناصر دي چې عبدالرحیم مجذوب د پښتو رومانوي شاعرۍ په کتار کې یو ځانګړی، تعریفېدونکی او دروند مقام ورکوي.
ډېر منتقدین د مجذوب په اړه وايي چې هغه د پښتو شعر جان کیټس دی. ډېر خلک د دې دلیل له مخې هغه رومانوي شاعر بولي چې نوموړی د انګلیسي ادب او په ځانګړې توګه د جان کیټس شعرونه لوستي و. خو د مجذوب د شاعرۍ ژورې مطالعې وروسته دا په وثوق ویلای شو چې د مجذوب رومانویت د کیټس د رومانویت سره ډېر توپیر لري. کیټس په ډېره تنکې ځوانۍ کې مړ شو او د ژوند د تجربو او کیفیتونو هغه ژوروالی یې نه درلود چې په مجذوب شاعرۍ کې ښکاري. له همدې امله د مجذوب او کیټس ترمنځ مستقیمه تشبیه بشپړ مناسبه نه ده.
مجذوب د پښتو ادبیاتو ځانګړی رومانوي شاعر دی او د هغه رومانویت خپله ځانګړې ژبه، طرز او احساس لري. چرته چې کیټس د یوې وژونکې ناروغۍ د وېرې له کبله په وصیت کې لیکي چې په قبر یې د جان کیټس په نوم شناخت مه دروئ، مجذوب د یوې مرګونۍ ناروغۍ په بستر کې د ژوند پېغام او الهام تر لاسه کوي. هغه په دې اراده کېږي چې ژوند ته ادامه ورکړي، له مړینې نه نه وېرېږي، او د مېس پروین په څېر د ژوند د رڼا او فرښتې تصور له لارې ځان هڅوي.
د دې توپیر له مخې مجذوب نه یوازې د کیټس د رومانويت تعقیبونکی و، بلکې د پښتو ادبیاتو په چوکاټ کې یې خپل ځانګړی رومانوي فکري او شاعرانه هویت جوړ کړی. د مجذوب رومانویت د ژوند، تجربو، درد او الهام ژوره انعکاس دی، هغه څه چې په بشپړ ډول د غرب د رومانویانو په سبک کې نه موندل کېږي.
د عبدالرحیم مجذوب د رومانوي شاعرۍ په اړه چې کله بحث کيږي نو په لومړي سر کې د هغه نظم مېس پروین یادول کيږي،دغه نظم د مجذوب د رومانوي شاعرۍ په بحث کې ځکه ډېر یادېږي چې دا د هغه د فکري، احساساتي او شاعرانه ځانګړنو یو واضح مثال دی. په دې نظم کې د مجذوب ټول هغه ځانګړتیاوې ښکاره کېږي چې هغه د پښتو ادب په رومانوي مکتب کې ځانګړی کوي:
لومړی، د نظم موضوع او لیدلوري ته وګورو: نظم د یوه ښکلي، الهامي او روحاني وجود (مېس پروین) تصویر وړاندې کوي، چې شاعر په هغې کې د ښکلا، احساس او روحانیت ټولې ژورې تجربې رانغاړي. دا د رومانوي شاعرۍ یوه بنسټیزه ځانګړتیا ده: د انساني احساس، تخیل، او دروني تجربو لوړ ارزښت ورکول.
په دې نظم کې مجذوب خپله داخلي نړۍ د ښکلي او الهامي موجود په لید کې وړاندې کوي. هغه د خپلې مینې، درناوي، ویرې او حیرانتیا احساسات په داسې نرمه، خو ژوره شاعرانه ژبه بیانوي چې یوازې د بهرني واقعیت انځور نه دی، بلکې د شاعر د دروني احساساتو، فکر او روحاني تجربو انعکاس هم دی. دا ځانګړتیا د مجذوب رومانوي شاعرۍ اصلي بنسټ جوړوي.
مجذوب د طبیعت او ښکلا عناصر د خپل دروني احساساتو د بیان وسیله ګرځوي. د ګلونو، زلفو، سپینو جامو او د اسمان معراجونه یوازې ظاهري توکي نه دي، بلکې د شاعر د مینې، ویرې، حیرانتیا او درناوي احساساتو ژوره نغمه وړاندې کوي. دا عناصر د شاعر د دروني نړۍ او احساساتو د تصویرګرۍ یوه مهمه وسیله ده، چې لوستونکي ته د رومانوي احساس او روحاني لطافت تجربه ورکوي.
په دې نظم کې مېس پروین یوازې د ښکلا سمبول نه دی، بلکې د روحاني ژوروالي او الهام سرچینه ده. د هغې شخصیت د شاعر د ژوند، فکر او احساساتو لارښود ګرځي، د انساني حالت، ژوند فلسفه، او د روحاني حقیقتونو په اړه د ژور فکر زمینه برابروي. مجذوب د دې لارې له لارې لوستونکي ته د رومانوي شاعرۍ هغه اړخ وړاندې کوي چې یوازې ظاهري ښکلا نه بلکې د انسان د روح د ژورتیا، اندېښنې او معنوي تجربو انعکاس هم رانغاړي.
په دې نظم کې تخیل او استعاره د شاعر د بیان بنسټ جوړوي. هر تصویر، لکه تورې زلفې، ګلونه، سپین جامې او د اسمان معراجونه، د ښکلا، درد، امید او وحشت بېلابېلې بڼې ښيي. دا د رومانوي شاعرۍ یو مهم اصل دی چې د شاعر په ژبه د واقعیت له ساده بیان څخه پورته، د انسان د احساساتو، خیال او رواني تجربو ژوره انځورګري وړاندې کوي.
د مجذوب د نظم «مېس پروین» د پښتو رومانوي شاعرۍ یوه څرګنده بېلګه ده. په دې نظم کې شاعر خپله داخلي نړۍ، احساسات او رواني تجربې په څرګنده توګه انځوروي. طبیعت، ښکلا او روحاني ژوروالی د هغه د دروني احساساتو د بیان وسیله ګرځېدلې، او هر انځور، استعاره او تخیل د مینې، حیرانتیا او درد د بېلابېلو احساساتو ښکارندوی دی. مجذوب دلته د عقل پر ځای د احساساتو لومړیتوب ورکوي، او د کیټس، شېلي او ورډزورټ د رومانوي تمایلاتو سره سره یې خپل ځانګړی سبک او فکري ژورتیا رامنځته کړې ده. دغه نظم د پښتو ادب په معاصر رومانوي شاعرۍ کې ځانګړی ارزښت لري.
«مېس پروین» نظم د مجذوب د شاعرۍ په چوکاټ کې د یوه ځانګړي انساني او روحاني ارتباط انځور وړاندې کوي. په دې نظم کې شاعر د یوې روغتونۍ نرسې، مېس پروین، له لارې د ژوند، مینې، درد او الهام کیسه بیانوي. مېس پروین د ښکلا، پاکۍ او خدمت سمبول ده؛ د هغې هر حرکت، هره ژبه، او هره ځانګړتیا د شاعر د دروني احساساتو انعکاس دی.
شاعر د هغې ښکلا او نرمښت په تخیلي او استعاري انځورونو کې وړاندې کوي: تورې زلفې، ګلونه، سپین جامې، د اسمان معراجونه او د ژورې مینې وړې نښې. دغه ټول انځورونه د انسان د داخلي نړۍ، حیرانتیا، او درد د ښکارندویي وسیله ګرځېدلي. په ځانګړې توګه، مېس پروین د ناروغانو د مرستې پر مهال د ژوند الهامي او روحاني ارزښت څرګندوي، او د شاعر په ژوند کې د امید او زړورتیا سرچینه ګرځي.
په «مېس پروین» نظم کې د مجذوب سبک او سټایل د هغه د شاعرانه ځان ځانګړی انعکاس دی، چې له هر دودیز قالب، محدود قواعدو او یوازې لفظي ښکلا څخه پورته دی. د هغه ژبه همداسې ساده نه ده، بلکې یو لایحه لرونکی، روان، نرم او په تصویرونو بډایه جریان لري، چې هره کرښه د ژوند، درد، مینې، حیرانتیا او روحانیت د تجربې وړانګه ده.
مجذوب د خپل سټایل په جوړولو کې د تخیل ځواک تر ټولو مهمه وسیله ګڼلې، هر تشبیه یې د زړه د احساس د ژوروالي نښه ده. تورې زلفې، سپین جامې، د ګلونو خوشبويي او د اسمان معراجونه یوازې طبیعي صحنې نه دي، بلکې د شاعر د داخلي احساساتو، د فکر د غورځنګونو او د انساني روح د ژورپوهنې بیانګر دي. د هغه سبک د رومانوي ژبې له ځانګړتیاوو ډک دی: احساساتو ته لومړیتوب ورکوي، د عقل محدودیتونه تر شا غورځوي، او د ژوند فلسفي او روحاني اړخونه په نرم او شاعرانه ډول څرګندوي.
په دې توګه، د مجذوب سبک یوازې د الفاظو ښکلایې نه دی، بلکې د انسان د داخلي نړۍ، د مینې، د امید او د ژوند د ستړیا د حقیقي احساساتو شاعرانه ژبه ده، چې لوستونکی په بې‌ساري تخیلي سفر بوځي.
او ددې له پاره چې لوستونکي هم په دغه بې سارې تخیلي سفر له ماسره ملګري شري د لیکنې په اخر کې دغه شعر دلته لېکم او هیله لرم چې په کیفیت کې به مو راسره شریک کړي.

«مېس پروين»

هغه ښکلې ښاپېرۍ پېغله پروینه
تور لیمه ، کاږه باڼه ، زلفې مُشکینه
د مریمې پاک ناموس د عیسيٰ ناوه
یشېدونکې د تقدیس له ډېره تاوه
ګلستان د کلیسا کې تنکۍ غوړګه
چې د دېر و د حرم ترې سوزي سترګه
هغه نرسه چې مراد ترې پوره کېږي
په دارو یې دردېدلی زړه روغېږي
د ځوانۍ د ماشوم والي پېوستون وه
هر سبا د ګل غوټۍ تازه چاودون وه
یو غاوره شان تندی تنکۍ رخسار وه
د ځوانۍ پنګه فطرت یې پیره دار وه
یوه جلوه وه یوه شعله د بجلۍ پړق وه
چې د ډېرو زړه ورو زړه یې شق وه
هغه لاس واړه واړه او سره نوکونه
په بهار کې د انارو یې ګلونه
هغه سترګې چې د مئیو دوه پیالې وې
اننګي چې به روانې ترې شغلې وې
خوشبویي به یې له زلفو نه خوره وه
چې زما په هر نفس باندې سوره وه
په دفتر کې تابنده د مار مرۍ وه
د زهره د سوارۍ سپینه قمرۍ وه
تورو زلفو کې یې ربړ براقي وه
که ولاړ حجر اسود سره حاجي وه
په صفا سپینو جامو کې به نغښتلې
لکه حوره ګرځېدله غلې غلې
ښکته سر به په خپل وارډ کې وه روانه
وېرېده به وږو سترګو د دونیا نه
اوس به چپ اوس په خبرو به لګیا شوه
سترګو رپ کې به د سترګو نه پناه شوه
د اسمان د معراجونو فرشته وه
د جبریل غوندې یې ټوله وسیبه وه
عجوبه بې نیازي د دې عادت وه
چې په ما یې نازل کړی قیامت وه
که په ما د حشر نشر ورځ لګیا وه
خو د دې په خدای قسم که څه پروا وه
یو لمحه به اوږدېدله لکه کال
انتظار ته د پۍ مخیو چا مجال
هۍ توبه د ښایسته وو له بېلتونه
رب دې ژغوره دې کړاو او له کړمونه
ما لیدلی دی دا مرګ دی نه ژوندون دی
په صلیب د ظالمانو شواخون دی
د هغو ورځو دي ورځې تېرې شوې
ما نه ، نه دي هغه ورځې هېرې شوې
اوس د شپې چې کله سترګې کړمه پټې
هغه سترګې راته راشي پټې پټې
راته وایي چې خوب مه کوه تیار شه
هسپتال ته راځه زر کوه بیمار شه!
مجذوب، عبدالرحیم، د مجذوب کلیات، ۱۹۹۹م. کال، ۱۱، ۴۵، ۵۱، ۶۵ مخونه.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.