جنګ د پر مختګ دښمن  

سید عبیدالله نادر

65

د جنګ پایله دا ده ،چې په یو شیبه کښي څومره بد رنګه شي ښارونه ،کنډواې لارې کوڅې شي او محلونه د پيژندلو نه ووځي هغه زړه راښکونکي ځایونه په هغه ویرانو بدل شي چې انسان تری په رڼا ورځ ویریږي.

 جنګ بد رنګه دی له جنګه کرکه لرم او هغوي چې د جنګ اورنو ته لمنې وهي د هغوي نه ډير نفرت لرم .د کلنو کلنو د انسان په لاس جوړ مدنیت د جنګ په اورونو کښي برباد شي . جنګ تل زیږوي کینې او نفرتونه.

جنګونه له مونږه وړي د ښه فکر او هوش خاوندان د مخه له دي چې، جنګ پيل کړو ښایی لږ له ځانه سره فکر وکړو .      .

پریږدﺉ چې دا خلک د لا زیاتو پر مختګونو فکرونه وکړي پریږﺉ چې نړۍ نور هم د علم او فن په میدان کښي درانه او متین ګامونه اوچت کړي ،جګړې او جنګونه بس کړﺉ .ځکه جګرې او یا جنګونه دي چې د علم و فن مخه ډب کوي او د علم و فن په لاره کښي خنډ واقع کیږي .

د تحقیق او څيړنو میدان ډير لوی او پراخه دی ،او د دي له پاره په کار ده چې ټول ، خپل فکرونه په کار واچوو.

پریږدﺉ چې بشر په دي میدان کښي لا نور هم مخ په وړاندی لاړ شي .

پریږدﺉ چې بشر د کهکشانونو او د کاییناتو په زړونو کښي ننوځي او حیرت انګیزه کشفیات تاسي ته وړاندی کړي . پریږدۍ چې د علم او معرفت بیړۍ ډير واټنونه پی کړي او نوری دنیا ګانی کشف کړي ، خو په ډير خواشینۍ سره مونږ ټول وینو چې ځيني ګاونډي هیوادونه لکه ایران او پاکستان له ډيرو کلنو راهیسی، جنګونه کرکې او نفرتونه خوروي او جنګونه کې خپل مفادات او ګټې وینی ، د دوي د استخباراتی شبکو له خوا تخریبي او ویجاړونکی عملونه تر سره کیږي ،په تیره ډیری او زیات د پنجاب د پوځي او استخباراتي اداره لخوا.

په کار ده چې د دوي دا عمل په ګده سره وغاندو او له مینځه وړلو له پاره یې تدبیرونه ونیسو.

 

Our Pashto-Dari Website

دعوت میډیا ۲۴

  Donate Here

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.