په اوس مهال کې زړه تنګون ډیر شوی
نړۍ زور واکو او د جبر منځ کې
ښکیل ښکته پورته ده ټالۍ وهې
عدالت نه لري ارزښت چا ته
د بشري حقونو غږ ګونګ دی
دردمن په درد کې ناکرار لا ډیر دی
خو زه له حاله تښتم
د نارواو له جنجاله تښتم
د څوارلسمې شپې سپوږمۍ ته وایم
طلاي څڼې دې راوغوړوه
د اسمان ستوري پرې راوښوروه
د زمکې لرې طنابونه لنډ کړه
د سترګو کسو ته مې بیا راوله
د زړګي کورته مې رسا راوله
په کې تل پاتې د همزولو
مینه ناکې کیسې
د پسرلي ښکلي رنګین موسم
وروستیو ورځو کې
چې لګیده به ژوند بښوتکې سیلۍ
هغه د پورته غره له بره تړه
موږ راشیوه به شو د غره لمن کې
د چینې یخې اوبه
کې به مو لپې ډکولې
د ستړیا تنده به خړوبه به مو کړه
هلته ولې پر غاړه
به سره توتان پاخه وو
په لوي څادر کې به
راڅنډ مو وهل
او د کروړو له ازغنو بوټو
تورې دانې راشوکولې
چې په خوراک سره یې
زموږه شونډې سرې او تورې شولې
سرې او تورې شولې
او د اختر په ورځ
زموږ د کلي د همزولې پیغلې
له کوژده شوي زلمي
به مو پیسې
د اختر ټال لپاره واخیستلې
او له بازاره به مو
پنډه، غښتلې رسۍ وپیرله
د کلي منځ دیره کې
د توت په ستره ونه
کې به مو ټال واچوو
تر مازیګره پورې
به مو اختر ټال کې
ټالۍ خوړلې
د انځرانو شوکول به
هم جلا مزه وه
ترینه لړونه به مو وپیل
او په مزه مزه به
خپلو کورونو ته
روانې شولو
اوس راته یادې شي
همزولو سره
هغه خوږې د محبت
د مینې رنګ سره رنګینې
او بې خیاله کیسې
خپلو نازکو هیلو
تنکي ارمان د رسیدو
په تلوسه کې
تر جانانه کیسې
یو ځلې بیا راوله
یو ځلې بیا راوله
Our Pashto-Dari Website
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.