اعتبار په چـا کې نشته، په هـر چا می شـــک پیداشــو
د دنیا په هـــر وګـړي او آشــنا می شـک پــیدا شـــو
د دانا په نـوم چې تل کړي، برخــلیک باندی مــو لوبي
په دا هســي منور، او په دانا می شـــــک پیــدا شـــو
چـې باطن یې وي د دیـــو، او ظاهــر د پرښــــتو وي
د دي وخــت په انسانانــو د دنــیا می شـک پیدا شو
چې دنیا راته بد رنــګه کړي، او ســـا راڅــخه اخــلي
نو په خضر د زمان ، او مسیحا می شـــک پـیـدا شــو
دمیړانی او وفــا تخم، دي قـــــوم کښي وژل شـــوی
ګلرخـانـــو په ادأ او په وفــا می شــــــــک پــیداشو
که تـقوی او دخـرقې لاندی، دا حـــال د مسلمان وي
نو په زهد د مـومن ،او په تـــقوی می،شـک پيدا شو
چې دعـصر یــزیدان، او نــمرودان نـشي غــــــندلی
په دا هسي عالمانــو ،او ملا می شـــــک پـــیداشــو
چې وینا یې په یو رنګ وي او اعمال یې شیـطانی وي
ریا کار زاهد په وعظ ، او په وینا می شـــک پیدا شــو
چې احساس ورســـره نه وي، د ټـــولنې د دردونـــو
په دا هسي طبیبانو ، او دوا می شــک پـــيدا شـــــو
بی معنی خلکو په مینځ کښي تېره وو د عمر شـپې مو
داسي خلکو په ضمیر، اوپه معنی می شــک پیدا شو
هر فــرمان له مغارو نه د دښــمن په ګــــــټه وځي
د طالب په ابــتدا ، او انتها می شــک پـــیدا شــــــو
چې په هیڅ بدلون یې زړه، او هم ضمیر نه روښـانیږي
دي ظلمت او دي تورتم کښيي په رڼا می شک پيدا شو
بی رحمۍ کښي مـو تــويږي، په هر خـوا قیمتي وینه
په قیمت هم د انسان، او په بها می شــک پـــیدا شو
ډير کلونه د مخه په پيښاور کښي د قدرمن او وتلي شاعر عبدالباری جهانی یو شعر می اوریدلی وو چې دوه د سر بیتونه یې دا دي:
یو ته نه یې په هر چا می شک پیدا شو
په دنیا او مافیها می شک پيدا شو
د جهانی صاحب شعر په لنډو بحرونو کښي وو او زما په اوږدو بحرونو کښي دی، چې نه پوهيږم چې په پیروي ګښي به حسابیږي او که نهٔ؟
خو د پخوا زمانو او د نني زمانی تصویر کشي می په کښي کړې ده .
زموږ انګلیسي ویبپاڼه:
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.