د طالبان لوړ پوړي او ښکته پوړي جارواکي هر بهرني سفر او بهرنیانو سره ناستې او حتی د بهرني سیلانیانو سره عادي مجلسونو ته، لاسته راوړنه وایي او فکر کوي چې دنیا به دوی په رسمیت وپیژني. فکر نه کوم دا ناستې یا غونډې که په بهر کې وي یا د افغانستان په داخل کې، د دې سبب شي چې طالبانو اړونده اداره په رسمیت وپیژندل شي. ښه مثال یې د یونما د ماموریت تمدیدول دي چې طالبانو حاکمې ادارې ته په افغانستان کې د اړوندې ادارې نوم ورکړ ځکه چې په تیرو پنځو کلونو کې طالبانو ونه کړې شول چې په کور دننه رواني، بشري، فزیکي او سیاسي امنیت تامین او نړیوال مشروعیت تر لاسه کړي.
مرموزې وژنې، اختطافونه، غلاوې، رشوت، د مخدروه موادو قاچاق، د معدنونو چور، د تعلیم او په خاصه توګه د ښځو د تعلیم مخنیوی، د بیان د ازادې او نورو بشري حقونو نه سرغړونه، فقر، بیکاري، د ملګرو ملتونو لخوا د دوی د مشرانو نومونه په تور لست کې ساتل، او د پاکستان هوایي بمبارېو د طالبانو حاکمیت د پوښتنې لاندې راوستې دی، نو ځکه ورته د افغانستان د حاکمې، De facto Authority په عوض د اړوندې ادارې، Relevant Authority ، نوم ورکړ. د طالبانو د حاکمیت او نفوذ ساحه ورځ تر بلې په امنیتي، اقتصادي او سیاسي برخو کې په داخل د افغانستان او هم په نړیواله کچه کمیږي یا د طالبانو هغه اعتبار چې پنځه کاله د مخه یې درلود، اوس د افغانانو او هم د نړۍ په کچه نه لري.
طالبان د دې پر ځای چې په دغه استخباراتي او مقطعي مجالسو باندې وخت ضایع کوي، مهمه دا ده چې د یو قانوني، مشروع او ولسواکه نظام د جوړیدو لپاره زمینه مساعده کړي تر څو ټول افغانان په خپلو منځو کې او هم د سیمې او د نړۍ هیوادونو سره نارمل تعلقات د افغانستان د خیر لپاره ولري. د ولسي او ملي مشروعیت په رڼا کې، نړیوال مشروعیت پخپله رامنځته کیږي. که نه سږکال دوبۍ به دوی وګوري چې څه پېښیږي او څنګه به د جګړو اور په افغانستان کې زیاتیږي.
د دې لپاره چې د بهرنیانو دروازې د ملاقاتونو لپاره ټکوي، ښه دا ده چې د خپلو افغانانو دروازې د مشروع، ولسواکه او قانونمند نظام د جوړیدو لپاره وټکوي او یوه واقعي لویه جرګه راوغواړي چې د افغانستان د ټولو سیمو او اقشارو استازولي وکړې شي تر څو یو قانوني او ولسواکه نظام د جوړیدو لپاره لاره هواره شي.
شاه محمود میاخیل
د افغانستان د سولې او ولسواکۍ د نهضت دوراني مشر او د جمهوري غوښتونکو خوځښت د سیاسي چارو مسوول
د طالبانو د مخالفو سیاسي جریانونو او خوځښتونو د تېرو پنځو کلونو ارزونه
زموږ انګلیسي ویبپاڼه:
![]()
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.