له جرمني څخه ۳۰ افغان کډوال جبري ويستل شوي

37

د جرمني رسنیو راپور ورکړی چې ۳۰ افغان کډوال د یوه چارټر الوتنې له لارې د لایپزیګ له هوايي ډګر څخه کابل ته ایستل شوي دي.
د «بیلد» ورځپاڼې د راپور له مخې، دغه کډوال نن سهار، سه‌شنبه د سنبلې په ۳مه، په جبري ډول افغانستان ته استول شوي دي.
راپور زیاتوي چې په دې الوتنه کې یو شمېر هغه افغان کډوال هم شامل وو چې جنايي سابقه نه لري؛ خو بیا هم په جبري توګه له جرمني څخه ایستل شوي دي.
د کډوالو د لېږدونکې الوتکې له پورته کېدو مخکې، د کډوالو د حقونو یو شمېر فعالانو د لایپزیګ په هوايي ډګر کې اعتراضي غونډه وکړه.
په خپرو شویو ویډیوګانو کې لیدل کېږي چې اعتراض کوونکي «د اخراج پر وړاندې نه، کډوالو ته ښه راغلاست» شعارونه ورکوي.
اعتراض کوونکو د جرمني د حکومت هغه سیاست غندلی چې له مخې یې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان ته کډوال په جبري ډول ستنول کېږي او د دغه بهیر د درولو غوښتنه یې کړې ده.
د جرمني حکومت له طالبانو سره د ډیپلوماتیکو اړیکو له ټینګولو او د دې ډلې د دوو ډیپلوماتانو له منلو وروسته، افغانستان ته د کډوالو د اخراج لړۍ زیاته کړې ده.
په پیل کې ټاکل شوې وه چې یوازې هغه کډوال افغانستان ته واړول شي چې د جنسي تېري، وژنې، د ملي امنیت د ګواښ او نشه‌يي توکو اړوندو جرمونو په څېر درنو جرمونو له امله محکوم شوي وي؛ خو برلین په دې وروستیو کې پرېکړه کړې چې له جنايي سابقې پرته کډوال هم افغانستان ته واستوي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.