غوزان ، مټک ( چهارمغز ) ګټې

لیکنه : ډاکټر ش میره کی

32

ګرانو دوستانو ! نن مه د یوه  وچې میوې په هکله  درته معلومات برابر کړی ده څه واقعا بدن  ته ‌‌‌‌‌‌ډير ګټه  رسوئ او زمونږ په هیواد کې  هم پریمانه پيداکیږي ، او هر څوک ورته لاس رسی هم لري ، او تل ورڅخه ګټه واخلي نو دا تاسو او دا معلومات .

غوزان ، مټک ( چهارمغز ) یاWalnut  ګټې

غوزان عصبي او عضلاتي غړو  ته قوت وركوونكی دي.

 همدارنگه د وينې لوړ فشار او د زړه ناروغيو لپاره هم گټور دي. غوزان د مغزو د خوړو په نوم هم پيژندل كيږي دا صرف مغزو سره د ورته والي له وجهې نه بلكې د سالم غوړو لرل،او د كولسټرولو كمولو او يا بيخې وركولو له سببه ورته وايي.

په ورځ كې د څلور عددو غوزانو كارولو سره مو بدن د اړتیا وړ غوړ پوره كولى شي..

همدارنگه په غوزانو كې موجوده غوړ د زړه سلامتيا لپاره هم گټور دي او د وينې د بد كولسټرولو  یعنې ايل ډي ایل ( HDL)

په كمښت او د گټورو كولسټرولو یعنې ایچ ډي ایل ( HDL )  په ډيرښت كې مرستندوى دي.او تریګلسیراید هم نورمال وي .

تر كومه ځايه چې غوزان له انرژى ډك دي نو غوره دا ده چې حد اقل دڅلور ، پنځی دانې له سهار چاى سره نوش جان كړئ او په خاصه توگه كم عمره او وړو ماشومانو ته يې وركړئ چې هغوى وكولاى شي لازمه انرژې ترې ترلاسه كړي.

د غوزانو كيمياوې خواص :

غوزان دا لاندې مواد لري.

 پروټين ، غوړ، بوره ، كلسيم ، فاسفورس ، اوسپنه ، پتاشيم ، سوډيم ، مگنيزيم ، مس او د B ويټامينونو كورنۍ سره په څنگ كې A.C.E ويټامينونه هم لري.همدارنگه فوليك اسيد،پانتوتنيك اسيد او امينو اسيدونه چې په نورو بوټو كې كم پيدا كيږي او ډير گټور دي په غوزانو كې په اسانى سره پيداكيدلى شي.

د غوزانو ګټې :

 غوزان وچ او گرم دي ،  د سترگو، ليدو حس،خوله ، ويښتانو او نوكانو د تقويت لپاره گټور دي ، غوزان د اعصابو په تقويت كې هم اړین رول لري چې د بې هوښې او سُستىي څخه مخنيوى كوي . څوك چې ويره او ډار لري دوى د د دريو اونویو  لپاره د سهار لخوا دوه غوزان د خیدک ( پنير ) سره نوش جان كړي ،همدارنگه غوزان د بواسيرو ، د بدن زهرياتو وركولو سره سره لاندې ناروغيو كې هم مؤثر دي

نقرس د پښو د غټې گوتو دايمې درد چې انگليسې كې ورته gout  ويل كيږي ، دا په وينه كي د يوريك اسيد له زياتوالې څخه پيداكيږي. دې ته خانانو ناروغي هم ويل كيږي ځكه چې اکثره وخت مالداره خلک په  اخته کيږي .

او نورو گڼو ناروغيو مخنيوی كې  هم گټور دي .

څوك  چې قبضيت لري درې دانې غوزان دې له سل گرامه وچو انځرو سره وټكوي او ورځ كې د د چاى خوړلو يوه كاشوغه د جوش اوبو سره  وخوري يا غوزان او انځر د له سبوس لرونكې ډوډۍ سره د سهار لخوا وخوري.

د پوستكی غورځيدو،او يا وچيدو په صورت كې په هغه وچ ځاى د غوزانو غوړ په ورځ كې څو ځله وموښئ نو روغيږي.

غوزان د بدن خوځنده رگونو قابليت لوړ وي ،او د زړه ناروغیو څخه مخنيوى كوي په دې سبب هره ورځ ديرش گرامه غوزان وخورئ .

د بدن د دفاعي ځواک څخه ساتنه كوي او د بندونو پړسوب ښه کوي . د بدن د حرارت په تنظيم كې او د شكرې او وينې فشار كې مرسته كوي.

هډوكو څخه ساتنه كوي او په تریخي (  صفرا ) كې د تيږو څخه مخنيوى كوئ.

د ذهن او هوش لپاره كټور دي او د ياده تللو حس تر ډيره كموي

د غوزانو غوړ د بندونو درد ښه كوي او د غذايي موادو جذب ورته اسانوي ، كه غواړى چې ارامه خوب ولرئ  له ويده كيده دوه ساعته وړاندې د غوزانو سره د سبزى سلاته وخوري .

د غوزانو د  ايشيدلې پاڼې د كدودانې چينجي او د شكرې ناروغۍ ضد دي

د جلدي ناروغیو د درملنه لپاره ، لكه اگزیما ، زيړ زخم ، وچوالى ، لپاره د غوزانو ايشيدلو پاڼو څخه استفاده وكړئ.

د لاسونو او پښو يخ وركولو لپاره د غوزانو پاڼې جوش كړي او پرې ويې موښئ او يا يې پرې چاپی كولو په شان وكاروئ..

یادونه : که حساسيت لرئ غوزان مه خورئ .

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.