د شمایلې سلیمي د شعر کلاسیکیت

وهاب حیات

32

نړۍ د خپل شدید پرمختګ سره انسانان هم له ځان سره اخیستې دي. له دې خبرې مې موخه دا ده چې څومره نړۍ مخکې ځي، په هغه کچه د انسانانو احساسات شدت پیدا کوي. په ژوند باور له پخوا ډېر کم شوی او د انساني ټولنې جمعي شعور دا خبره او فکر د خپل درک وروستۍ پوړۍ ته رسولی دی. د همدې له مخې په احساساتي کیفیاتو کې هم د نن کار سبا ته نه پرېښودل کیږي. څومره چې د انسان لاس بر کیږي، په همغه کچه د بل د احساساتو بیان ته په یوه قصدي تناظر کې د مهلت ورکولو یو لوی دېوال جوړوي. په داسې حالاتو کې چې احساسات او په ټوله کې احساساتي بیان د انسانانو د جمعي شعور توافق ترلاسه کړی دی، نو سخته به وي چې دوی دې د عقل او په عقل مبني تظاهرات وړاندې کړي. انسانان پوهېږي چې دا کار د ټولنې له توافق سره نه مخ کیږي، خو بیا هم یو نیم داسې څوک شته چې د خپلې خبرې او ځواک د څرګندولو لپاره د عقل په نوم جوړښت ته پناه وروړي. هنر چې له پخوا د جنجال په په یوه دام کې دی، نو ثابته خبره ده چې پر هغې به یې هم اغېز څرګند وي. ادبیات او په ادبیاتو کې شعر د خپل وجود د بې واکۍ په درشل کې لا هم دا خبره په سمه توګه نه ده هضم کړې، چې پیغام یوسي او که ذوقي تجربې د شخصي او دروني اختیاراتو په کتار کې راولي؛ خو دا خبره باید واضح وي، هر هغه څه چې زموږ په واک نه دی، اړتیا یې نشته چې د هغې د مسوولیت په اړه پرېکړه وکړو. زه دا خبره ډېره کوم چې که چېرته شعر الهام دی نو ولې د هغې د پیغام خبره را مخته کړو، په داسې حال کې چې الهام یو ناڅاپي او د انسان له خوښې پرته د تحریک یوه شېبه ده. شاعر به د هغه پر وړاندې څه خوله ورانوي چې یار! زما ټولنه پیغامونو او روزنې ته اړتیا لري، خیر دی دا هم په کې ځای کړه. نو زما په باور هېڅ اړتیا نشته چې په دې اړه نظر ورکړل شي او یا هم وویل شي چې دا دې داسې وي او یا دې هسې وي؛ خو بیا هم ځینې خلک له شعر څخه نه کراریږي او ورځ تر بلې په هغې پسې د ځان مښلو بېلا بېلې تیورۍ د شعر په نازک وجود تطبیقوي. ممکن دا کار د دوی سم وي، خو هغه وخت چې شاعر شعر لیکلی وي او نور یې ورسره کار خلاص شوی وي؛ نو که بیا یې په اړه څوک قضاوت کوي کومه خبره به نه وي. په نړۍ کې بېلابېل ادبي مکتبونه د خپل دریځ لپاره ښه پرېمانه ملاتړي لري، داسې هم نه ده چې په یوه ثانیه کې رامنځته شي او یا دې په یوه ثانیه کې له منځه لاړ شي؛ خو دا خبره هم د هېرېدو نه ده چې کله به کم او کله به ډېر پلویان لري. شاید دا یې د کمزورۍ تظاهر وي، خو ولې پر له منځه تګ یې نه شو کولی چې قضاوت کړ. په دې ټولو کې یو هم د کلاسېزم ادبي مکتب دی چې د رومانیت په مقابل کې رامنځته دی. زما په باور رومانیت هم یوازې په هغه مانا باید و نه کارول شي چې د لفظ لاندې راځي، بلکې په کار ده چې د ټولو هغه احساساتو لپاره وکارول شي چې درنګ ساعت پرې د انسان د زړه بړاس وځي؛ هغه که په هر شکل او ډول کې وي. ممکن دا هغه سیاسي یا ټولنیزې ستونزې وي چې لیکوال په خپل ادبي اثر کې رانغاړلې وي، یا هم هغه احساسات وي چې د خپل معشوق چې دئ ورسره د مینې په نوم د یوې رابطې په درشل کې دی، په هغه احساساتي الفاظو بیان کړي چې هم دده او هم د هغه خلکو چې ده ته ورته تجربې لري د هغوی ذوقونه او فکرونه خړوب کړي. خو دا به د کلاسیک په مقابل کې هغه عمر و نه لري او ممکن د خپل تداوم په تضاداتو کې یو بل وڅنډي. اغلې شمایله سلیمي د پښتنو شاعرانو له منځه هغه شاعره ده چې په خپل شعر کې د کلاسیکیت په مخ کې له هغه سره د تناسب او برابرۍ دعوېداره ده. په کلاسېزم یوه نیوکه دا هم ده چې د انسان د احساساتو قدر او قیمت هغسې نه ورکوي چې په کار ده. ددې نېوکې پر بنیاد کلاسېزم د احساساتو د عقلي کولو کوښښ کوي چې دا یوه ناممکنه هڅه ده او داسې یې ګڼي لکه په اور کې اوبه یا په اوبو کې اور؛ خو ددې ټولو نېوکو سره کلاسېزم خپله لاره وهي چې له هغې ډلې یوه هم شمایله سلیمي ده. زه به هڅه وکړم چې د هغې په شعر کې د کلاسیکیت په تول برابر شعرونه وسپړم او یوه معلومه نتیجه تاسې ته وړاندې کړی شم.

راته نه ښکاري خپل ژوند د سوکالۍ وړ
وزر ماتی مرغه نه وي د سیالۍ وړ

په کلاسېزم کې لومړۍ خبره د عقل او پنځونې ترمنځ اړیکه ده چې دا اړیکه ممکن د نورو مکتبونو په نسبت ژوره وي. زما په باور په دې برخه کې د دادیزم او سوریالېزم سره یو معلوم ټکر انسان ته تداعي کیږي، د هغوی په باور په دنیا کې تمامې ناکردې د عقل له لاسه پېښې دي؛ نو په همدې خاطر دوی ښه وبلله داسې څه رامخته کړي چې کومه معلومه مانا ونلري. د اغلې شمایلې په دې بیت کې د دادیزم او سوریالېزم څرکونه نشته او د عقل تومنه یې درنه ده. په دې بیت کې ژوند د سوکالۍ وړ نه ښکاري، دا نږدې د هر انسان ستونزه او اندېښنه ده چې له خپل راتلونکې څخه په ډار کې دی. همدا تجمع د عقل او همدې پنځونې د اړیکې ښکاره ثبوت دی. په هر چا ژوند له یوې خوا نه له یو خوا نا ارامه دی، له دې ور هخوا د عقل پورته د وحې د تقاضی له مخې هم د انسان ژوند د هغه لپاره کړاو بلل شوی دی؛ خو دا بیا بېله خبره ده چې د چا ستونزه کومه او د چا کومه ده. ددې بیت په دویمه مصرع کې د عقل یو بل دروند مفهوم بارز دی، هر کله چې د یوه مرغه وزر مات وي معلومه خبره ده چې هغه به الوت نه شي کولی او تل به د خپلو سیالانو له سیالۍ وتلی وي. دا ددې بیت هغه مانا ده چې موږ یې په ظاهر کې وینو، ممکن نورې ماناوې هم ولري او په بېلابېلو ماناوو تعبیر شي. په کلاسېزم کې همدا اړیکه د یوه اثر د کلاسیکیت ثبوت بلل کیږي او موږ ته معلومه شوه چې د اغلې سلیمې په دې بیت کې ظاهره ده.

ابرو ساتل د لوپټې د عظمت بېله بلا
د ښار کم ظرفو لره سوال او منت بل اذیت

ددې بیت په ردیف په توګه د اذیت راتګ د انسان له ژوند و ژواک سره تړلې مسله ده چې د ډېر تظاهر له وجې یې اړتیا نشته چې له عقل سره یې په تله وتلو. د نېچه په باور ژوند کړاو دی او دا کړاو هغه وخت رامخ ته کیږي، کله چې انسان امید ولري. دی ددې امید لپاره خواري کوي او ددې خوارۍ په نتیجه کې هغه له ورته نورو کړاوونو سره مخیږي. دا خبره که چورلټه سمه نه ده، نو چورلټه ناسمه هم نه ده. شمایله دلته هم د عقل او پنځونې تر منځ په اړیکه کې ټولو هغو مسئلو ته شا کوي چې نور مکتبونه یې په ځان کې رانغاړي. دا خبره یو ډول افاقیت هم تداعي کوي، چې په ژوره توګه د کلاسیکیت مفهوم اثبات ته رسوي، ځکه چې ټول انسانان هغه وخت چې ژوندي وي غږیږي او د ټولو حواسو په مرسته ژوند درک کوي. له همدې اړخه ژوند د ټولو انسانانو د وجود د څرګندولو لپاره هر یو ته ورکول شوی دی چې دا د ټولو انسانانو تر منځ شریکه تجربه ده. د همدې بیت په لومړۍ مصرع کې د لوپټې ابرو ساتل یوه بله خوا ده، پښتنې پېغلې د خپل عزت د خیال ساتلو لپاره په ژوند کې هر ډول قربانۍ ته چمتو دي او دا د پښتنو له نسل سره تړلې خبره ده. ان په سوونو کلونه مخکې هم دا خبره رښتینولۍ ته رسېدلې ده، نو ویلی شو چې د پښتنو ټولنې په دې اړه ډېر غور او فکر کړی او یوازې یو ذهن نه، بلکې په میلیونونو ذهنونو کې دا خبره پروسیس شوې ده او د ټولو همدا یوه پرېکړه ده،چې پښتنې پېغلې او ښځې په حیا او پرده کې ښکلې دي. شمایله هڅه کوي د پښتنې ښځې ښایست ته د صدمې د نه رسېدو په خاطر دده پر وړاندې هر جبر وغندي چې دا د یوه پښتنون انسان د عقل سره برابره خبره ده.

خدایه ستا د وجود راز دی په هر څه کې
چې اثر دی هم اعجاز دی په هر څه کې

وحدت الوجود یوه ځانګړې تصوفي لاره ده چې په پښتو ژبه کې لومړۍ د بایزید روښان په اثارو کې څرګندیږي او وروسته یې د رحمان بابا په اشعارو کې د خپل پوخوالي تعمق ته څرګند کړی دی. رحمان بابا او بایزید روښان دواړه د پښتو ادب د منځنۍ دورې شاعران او لیکوالان دي او د منځنۍ دورې ته کلاسیکه دوره هم ویل کیږي. په کلاسېزم کې بیله خبره د پخوانو شاعرانو څخه اغېزمن کېدل دي، د اغلې سلیمي په دې بیت کې نه یوازې دا چې د پښتو ادب د کلاسیکې دورې د شاعرانو اغېز شته، بلکې یوه لویه فلسفې ښکارنده هم په کې ځای شوې ده. د وحدت الوجود ناره هم دا ده چې همه اوست مانا په هر څه کې خدای شته یا هر څه خدای دی. له همدې وجې د شمایلې په دغه بیت باندې د کلاسیک اثبات کیږي او هر کله چې په دې بیت د کلاسیک اثبات وشو، نو ویلی شو چې اغلې شمایله کلاسیکه شاعري کوي.

د خودۍ په کږلیچونو دا دادن او ګرفتن و
چې بې تخته او بې تاجه سلطنت مې په کې زده کړ

د پښتو ادب کلاسیکه دوره د ژبې له اړخه له فارسي زیاته اغېزمنه ده، دا خبره لومړی د بایزید روښان په اثارو کې ښه توګه څرګنديږي چې خیر البیان یې ښه ثبوت دی،. راوروسته د رحمان بابا او خوشال خان خټک اشعار هم د فارسي له رنګ روغنه نه دي په امان، حمید ماشوخېل او شېدا خو هسې هم د هندي سبک دعوېدار دي، نو هغو خو سوچه په فارسي ورګډ دي. له همدې وجې له دې سترګې نه شي پټېدای چې د پښتو ادب کلاسیکه دوره د فارسي ژبې له اغېز نه ده بې برخې. اغلې شمایلې هم په دې بیتونو کې د کلاسیکې دورې د شاعرانو اغېز پر ځان پرېښې دی او زموږ دا ادعا یې ثبوت ته رسولې ده چې هغه کلاسیکه شاعري کوي یا یې شعر کلاسیکیت لري.

چې په راتلو د تا ونه رغېدم
ښکاري اشنا چې بیا ونه رغېدم

په کلاسیکو ادبیاتو کې یا هم د کلاسیک ادب یوه بله ځانګړنه دا ده چې ژبه او په هغې کې کارول شوی مفاهم او معناوې به له وضاحت سره سره ډېر ژر د پوهې وړ وي. که تاسو په پښتو ادبیاتو کې وګوری په منځنۍ یا کلاسیکه دوره کې رحمان بابا هغه شاعر دی چې شاعري یې تر نورو شاعرانو ډېره اسانه او په هر ځای کې د ویلو ده. ان ځینې شعرونه خو یې د متلونو په ځېر د هر چا په خوله دي، دا د کلاسیک ادب ځانګړنه ده چې مانا په اسانه ډول تر اورېدونکي رسوي یا هم هغه کیفیت چې شاعر یې د انځورولو هڅه کړې ده، ډېر ژر د انسان په ذهن کې د درک یوه دنیا برپا کوي. د اغلې شمایلې سلیمي په پورته بیت کې همدا چاره وینو، ددې بیت مصرع ان متل ته هم ډېره نږدې ده چې د کلاسیکیت شرایط یې پوره کړي دي، خو دا په دې مانا هم نه ده چې شاعر ته هر څه په خوله ورځي او مازې ویني چې د د پوهېدو وړ دي؛ بس وایي دې. داسې نه ده هغه به په منظم ډول خپل ژور احساس ته د الفاظو ساده رخت پیداکوي، که څه هم باور دا دی چې د کلاسیک ادب کلمې کمې دي او ښایي ژر تمامې شي، خو د شاعر هنري رفعت به همدا وي چې همدې کمو الفاظو ته ډېر هنري کیفیتونه ننباسي.

عالم ټول د تللیو خلکو په ارمان و شمایلې
دا دستور مې په کې ولید دا حسرت مې په کې زده کړ

په کلاسیک ادب کې دا خبره هم کیږي چې د یوې هنري پنځونې تر شا یوازې ښکلا کافي نه ده او نه هم دا چاره د هنر کار په بشپړه توګه خلاصوي، په دې مانا چې که هنر پنځیږي او ښکلا ته په کې پام کیږي، په څنګ څنګ کې دې دا هم ورسره مله وي چې خلکو د اخلاقو او پیغامونو درس هم ورکړي. دا خبره په ډېر شمېر کې مخالفین هم لري او باور د شعر په برخه کې دا دی چې د شعر نازک وجود ددې وړ نه دی چې پیغامونه یوسي، خو کلاسیکوال ېې هم په کراره نه پریږدي او په خپل مکتب کې یې د اوصولو په توګه یادوي. د اغلې سلیمي په دې بیت هم د اخلاقو درس پروت دی، له دې سره په څنګ کې د یوه ټولنیز دستور پر وړاندې چغه هم ظاهر ده چې همدې انډول موږ دا قوت راکړ چې د اغلې شمایلې شعر ته کلاسیک ووایو. په دې بیت کې د هغه بد دستور نقد هم وینو چې په کې یو څوک په ژوند نه ستایل کیږي، خو له مرګ وروسته د هر چا ور پام شي او دا نږدې د ټولو پښتنو ستونزه ده چې په ژوند هیڅوک نه ستایي؛ ځکه خو په سخته دوی کې هغه خلک پیداکیږي چې هم د خپلې ټولنې لپاره کار کوي او هم د خپل ملت لپاره. که دوی یو څوک په ژوند وستایي نو نور خلک به هم هغه لاره تعقیب کړي او له هغه ټولنیز او معنوي امتیاز چې یو نېک انسان ته ورکول کیږي، د ده هم‌سنګري به یې هم د خپل کوشش لپاره تحریک وبولي. کلاسیک ادب نورې ډېرې ځانګړنې هم لري، چې له ښه بخته د اغلې سلیمي په شاعرۍ کې ټولې شته، چې د ټولو بیان د دې مقالې له وسه پورته خبره ده.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.