پخوا به ویل کیدل چې سرونو ته مو خیر کړې، بیا یو وخت چې روسانو د کلستر واړه مېنونه په غرو رغو او د مجاهدینو په لارو کې د الوتکو له لارې شیندل، خلکو به ویلې چې خدایه پښو ته مو خیر کړې چې په دغه شوپرک ماینونو وانه لوزو. نن سبا د سر او پښو په ځای دوعا باید وکړو چې خدایه خولو ته مو خیر کړې چې د خولې اسهال نشو او د خلیفه دین محمد غوندې هر څه ونه وایو.
زه حیران هغه کسانو ته یم چې اوسیږي به په بهر هیوادونو کې او بیا به د بهر هیوادونو بد وایي. که بهر هیوادونه دومره بد وي، ځان درته پکې په فزیکي او رواني لخاظ مصؤنه نه ښکاري، رواني تکلیف سره څوک مخامخ وي او خپل وطن کې ورته په عزت یوه مړۍ ډوډۍ رسیږي، د بیان ازادي یې خوندي وي، د ځان او کورنۍ لپاره ورته راتلونکې خوندي ښکاري، نو بیا ولې بهر په بل هیواد کې اوسیږي؟ د دغه روانې رنځ نه خو دا ښه ده چې وطن ته لاړ شي.
ځیني لا چې د یهره وطن ته لاړ شي، وایي چې سپور سوکړک د وطن ډیر خوند کوي او بهر خوراکونو کې هیڅ خوند نشته دی. دا چې بهر کې خواړه پریمانه دي، که بیوه اونۍ بهر هم غوښه ونه خورئ او ولږه تیره کړې بیا درته ټول خواړه خوند درکوي. که من او سلوا هم درته مهیا وي، بیا به هم د پیازو، اوږې او شوړمبو غوښتنه کوي. که خیټه دې مړه شوله بیا هیڅ خوراک درته خوند نه درکوي. بهر خلک په خیټه ماړه دي نو ځکه ورته خواړه خوند نه ورکوي.
له بله خوا هغوي چې وطن کې دي، اکثرو به بهر هیوادونه لیدلي نه وي او د خلیفه دین محمد غوندې به چغیږیږي او دروع به وایي، چې تر ځو خپل دین د لاسه ورنکړې سیاسي پناه درته نه درکوي. یا به د دین محمد غمخور غوندې سندرې وایي چې ننګرهاره په پاریس دې نه ورکوم، خو بیا به هم کوښښ کوي چې خپل خپلوان او کورنې بهر ته ولیږي. که بهر هیوادونه دومره بد وي نو بیا ولې ورته خپل خپلوان او کورنۍ ورلیږې؟
اصلي خبره په بهر او داخل کې نه ده خبره د انسان په وجدان کې ده چې واقعیتونو ته په کومه سترګه ګوري، خپله ماضي یې څنګه تیره شوې او اوس څنګه د وجدان په عذاب اخته دي؟ دروغ او بهتان هم د وجدان عذاب دی چې نن سبا زیات ملایان، مدنیان، سیاسیون، پخواني چارواکي، عوام او خواص ټول پرې اخته دي.
کله چې د انسانانو وجدان نا ارامه وي، هغه ته نه بهر خوند ورکوي او نه داخل کې خپل هیواد. مخکې له دی چې څوک په بهر او داخل قضاوت وکړي، باید په خپل وجدان کار وکړي او خپل وجدان لپاره د سکون عوامل پیدا کړي. که نه وجداني عدم سکون د یو انسان او د یو هیواد راتلونکی حالت نور هم خرابوي.
عاقبت به خیر
په بدخشان کې د جمعه خان فاتح عمل تاکتیک و که ستراتیژیک مخالفت؟
زموږ انګلیسي ویبپاڼه:
![]()
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.