په لیمو کې ناسته مینه

هاجره حرکت

32

څه خوږه شان ولوله شې

او پر زړه مې راخپره شې

پورته باز  وي یا شاهین وي

 پر ګوګل نرمه څپه شې

چې را وامې وړې نظر کې

نړۍ ګرده ښایسته شې

غم جارو مې شي له ذهن

ستا خوږ یاد هره شیبه شې

لولکۍ دنیا کړم څنګ ته

مست سیندونه دې اینه شې

دا خپل غرونه دې پالینه

بریدګر ماته پښه شې

چې تلک دا ستا پر لار ږدې

د یو، موردار پیاله چپه شې

ژوند مو ټول په کې راټول دی

پړق وهي،  راڼه لیمه شې

تیارې تېښته کوي درومې

د سهار وږمه خپره شې

ستا وږمې چې سیلۍ راوړې

هسک لمنه سپینه سره شې

ته زموږ د ژوند ښکلا یې

ښایستونه مو  پوره شې

سره غاټول سپیره بیدیا کې

شي ځلاند د شپې ډیوه شې

ږموږ خاورې جادوګرې

هر زړه تاته په ستنه شې

نوی ژوند په پیلامه دی

د یووالي تلوسه شې

 

زموږ انګلیسي ویبپاڼه: 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.