په ننګرهار او لغمان کې د ترافیکي پېښو له امله پنځه کسان مړه او ۱۱ نور ټپیان شوي دي

31

په ننګرهار او لغمان کې د ترافیکي پېښو له امله پنځه کسان مړه او ۱۱ نور ټپیان شوي دي.
د ننګرهار امنیتي مسؤلین وایي، نن غرمه (شنبه، د حمل ۸مه) د دې ولایت د بټي‌کوټ ولسوالۍ په «باریک‌آب» سیمه کې یو «سویفت» ډوله موټر د چلوونکي د بې‌احتیاطۍ او چټک تګ له امله له سړک څخه وتلی او له ونې سره ټکر شوی دی.
د مسؤلینو په وینا، په دې پېښه کې څلور کسان مړه شوي او یو بل سخت ټپي شوی دی.
د ننګرهار د امنیه قوماندانۍ ویاند، سید طیب حماد وایي، ټپي کس د امنیتي ځواکونو له خوا روغتون ته لېږدول شوی او ډاکترانو یې روغتیایي حالت نازک بللی دی.
په ورته وخت کې، د لغمان امنیتي مسؤلین هم وایي چې نن شاوخوا ۱۱:۰۰ بجې مخکې له غرمې د مهترلام ښار د دوهمې امنیتي حوزې اړوند «چهاردهی» سیمه کې یوه ترافیکي پېښه شوې ده، چې له امله یې یو کس مړ شوی او ۱۰ نور ټپیان شوي دي.
د لغمان د امنیه قوماندانۍ ویاند، محمد یونس یوسف‌زی وایي، دا پېښه د چلوونکو د بې‌احتیاطۍ له امله د یوه «مرسدس» موټر، ریکشا او موټرسایکل ترمنځ رامنځته شوې ده.
هغه زیاتوي چې په دې پېښه کې د موټرسایکل چلوونکی مړ شوی او ۱۰ نور کسان، چې پکې دوه ښځې او پنځه ماشومان شامل دي، ټپیان شوي دي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.