د ملګرو ملتونو د ښځو اداره (UN Women) په یو تازه پیغام کې ټینګار کړی چې د ښځو او نجونو امنیت او خوندیتوب د بشري حقونو له بنسټیزو حقونو څخه دی، او هېوادونه مکلف دي چې د جنسي تاوتریخوالي د مخنیوي لپاره عاجلې، عملي او دوامدارې هڅې وکړي.
په دې پیغام کې چې نن، د یکشنبې په ورځ، د تلې ۲۷مه خپور شوی، راغلي: «هره ښځه او نجلۍ حق لري چې په هر ځای کې په کور، کار ځای، ښوونځی، کوڅه او سړک ځان خوندي احساس کړي.»
ملګرې ملتونه خبرداری ورکوي چې د جنسیت پر بنسټ تاوتریخوالی نه یوازې د بشري حقونو ښکاره سرغړونه ده، بلکې د هېوادونو د ټولنیز او اقتصادي پرمختګ پر وړاندې یوه جدي خنډ هم ګڼل کېږي.
ملګرو ملتونو زیاته کړې چې د وېرې احساس د نړۍ د میلیونونو ښځو د ورځني ژوند یو تریخ حقیقت دی. کورنی تاوتریخوالی، جبري ودونه، په سړکونو کې ځورونه، او د روغتیایي او ښوونیز خدماتو محدود لاسرسی هغه جدي ستونزې دي چې ښځې ورسره مخ دي.
د ښځو د ملګرو ملتونو ادارې په وینا، تر هغو چې ښځې ونه شي کولای له وېرې پرته او په ازادۍ ژوند وکړي، هېڅ ټولنه به ریښتینی پرمختګ ونه کړي.
په داسې حال کې چې د ښځو اداره له نړیوالو دولتونو غواړي د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د پای ته رسېدو لپاره بېړني ګامونه پورته کړي، د افغانستان د ښځو او نجونو وضعیت د نړۍ له تر ټولو اندېښمنو بېلګو څخه شمېرل کېږي. میلیونونه افغان مېرمنې نه یوازې له خپلو بنسټیزو حقونو بې برخې دي، بلکې هره ورځ له ډول ډول تاوتریخوالي، وېرې، تبعیض او سختو ټولنیزو او قانوني بندیزونو سره لاس او ګرېوان دي.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.