نن، د اکتوبر پنځمه، د ښوونکي نړیواله ورځ ده

34

نن، د اکتوبر پنځمه، د ښوونکي نړیواله ورځ ده؛ خو طالبانو په ښوونځیو کې د دې ورځې پر نمانځنه بندیز لګولی دی.

د کابل له څو ښوونځیو څخه سرچینو اې‌بي‌ان ته ویلي چې د طالبانو تعلیمي حوزو ورته سپارښتنه کړې چې د دې ورځې د نمانځنې په پار ځانګړي پروګرامونه جوړ نه کړي.

یوې سرچینې اې‌بي‌ان ته وویل، طالبانو د دې ورځې له رارسېدو یوه اوونۍ وړاندې ښوونځیو ته ګواښ کړی و چې که په کوم ښوونځي کې دغه ورځ ونمانځل شي، له قانوني برخلیک سره به مخ شي.

د سرچینې په خبره، د طالبانو له دې بندیز سره سره، په ځینو خصوصي ښوونځیو کې دغه ورځ په پټه نمانځل شوې ده.

د سرچینې په وینا، په ځینو خصوصي ښوونځیو کې د زده‌کوونکو په ټینګار اړوندو ښوونځیو د دې ورځې د نمانځلو اجازه ورکړې؛ خو د تېرو کلونو په څېر په پراخه کچه نه ده نمانځل شوې او په اړه یې ځانګړي پروګرامونه نه دي نیول شوي.

سرچینې زیاته کړې چې زده‌کوونکو له ځانه سره راوړې ډالۍ ښوونکو ته په رسمي درسي ساعتونو کې ورکړې دي.

طالبانو په ښوونځیو کې د ځانګړو ورځو پر نمانځنې سربېره، پر رسمي جامو هم بندیز لګولی او په دولتي ښوونځیو کې یې زده‌کوونکي د لونګۍ پر سر کولو ته اړ کړي دي.

#ABN

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320