بې علمه ټولنه به غریبه او غریبه ټولنه به محتاجه وي

شاه محمود میاخیل

0
بې علمه ټولنه به غریبه او غریبه ټولنه به محتاجه ټولنه وي. محتاجه ټولنه به هیڅکله مستقله ټولنه نه وي.
افغانان که ملا دی او که عامي، باسواده دی یا بیسواده، ټول په خپل ګریوان کې باید فکر وکړي چې د څپلو نه نیولې تر پټګۍ پورې د ځان پټولو او اغوستلو کوم څیز پخپله جوړ کړیدی؟
د کور د لوخو نه نیولې د کور د ودانیو څیزونه، د ټوپک د مرمې نه نیولې د ټانک او د الوتکو پورې کومه وسله دوی پخپله جوړه کړیده؟ ټلیفون، انترنیت، AI, او نور پرمخ تللي تکنالوژي خو لویه خبره ده.
د بایسکل نه نیولې تر موټر پورې او حتی د خر ګاډي او لاسي کراچۍ د اوسپنې او ټایرونو پورې هیڅ شي افغانانو نه دی جوړ کړې. که لرګۍ هم استعمالوي، اره، تخز، میخونه او اوسپنه د نورو هیوادونو تولید دي. قلم او کتابچه او د چاپ ماشینونه هم د نورو تولید دی.
د مرچ مسالې نه نیولې د خوراک عادي توکي هم افغانان پخپله دومره تولیدولې نشي چې په خپل ځان بسیا شي. د خوراکي موادو بوجۍ هم نشي تولیدولې چې خپل خوراک پکې ذخیره کړي. خپل ګلپیان، پیاز، کچالو، رومي، مڼې، انار او انګور هم بل فصل ته ساتلې نشي. کیمیاوي سرې او د نباتانو دوایي هم د نورو تولید دی. د پلاستیکي لوخو د جوړولو کمیاوي دانې هم د بهر نه واردیږي.
که دا پورته ټولې خبرې واقعیت وي، نو بیا دا دومره غرور او د یو بل توهین څه پکار دی چې د علم په عوض جهل ته، د سولې په عوض جنګ ته، د تحمل او صبر په عوض، خشونت او توهین ته ترجیح ورکول کیږي.
که د کفارو نه څوک زده کړه نه کوي، د ایران او پاکستان د وروستیو لوبو نه باید عبرت واخستل شي چې دوی دا مغلقې لوبې د علم، منطق او سیاست په اساس تر سره کوي نه د جهل په وسیله.
له بده مرغه افغانانو د تاریخ په اوږدو کې همیشه د فرصت نه ګټه نه ده اخستلې او نه د دنیا د تحولاتو نه عبرت اخستلې دی.
هسې هوایي لاپې شاپې ګټه نه لري، بلکې ټول به د اوسني وضعیت قرباني وي او لکه دا نسل چې د تیرو نسلونو د کړنو له امله قرباني ورکوي، راتلونکی نسل به هم د دی اوسني حالت قرباني وي.
خدای دې په افغانستان او افغانانو رحم وکړي. نه مو کړنې د اسلام د اصولو سره برابرې دي او نه د دنیا د دود او دستور سره. انسانیت او اخلاق حمیده خو سر خوړلې دی چې یو وزیر یو محصل په دې خاطر په څپیړه وهي چې د دی د طبیعت او مزاج خلاف یې خولۍ په سر ده. په دی هم بحث نه کوو چې ولې یو وزیر څوک په څپیړه ووهي؟
عاقبت بخیر
https://af.dawatmedia24.com/?p=185006

 

زموږ انګلیسي ویبپاڼه: 

 

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.