لنډۍ، د ثبتولو ستونزه
۳۸۷مه برخه
لکه د مچ منگولې مروړم
بېرته راتلای نهشي آتېر زاړه وختونه
ته پر ماتشويبنگړي ژاړې
زه په ماتشوي زړگي کړسخنداکومه
د جانان غم، ماپسې سیوری
چې چېرې ځم، تر ما نه مخکې وروستهځینه
ما ته مې قبر راجوړشوی
لالی دویم واده کوي، ماخښوینه
د لنډیو د دې برخې لهپاره دا لاندې لنډۍ راټولې شوې دي:
ته به په کوم مالت کې گرځې
زه دې خالي تصویر ته شپې سباکومه
ته پر ماتشويبنگړي ژاړې
زه په ماتشوي زړگي کړسخنداکومه
تکل به کله د راتلو کړې
زه دې په لار کې څوکيداره ناستهیمه
تا ما ته څهوې، زما هېرشول
پـه کــومـه بـلـهبانـه بـیا راشـه مـیـٔـنـه
بېسجدې لمونځ درپسې وشه
په ما دې ړنگې مېنې سروگرځاونه
پرلالي سختېورځې راغلې
خپل سکهورونه ترینه لارې بېلوینه
پخوا دې غم راسره نه و
اوس دې پر هرهکیسه غلی وژاړمه
پر زړه مې غټهتیـږه کېښوه
د تا یادونه به بیا جگ نهکړي سرونه
په کور کې ستا خبرې کېـږي
ځان مې گوڼکړی دی، کوټه جاروکومه
په خپل وطن سړی مختار وي
چې مسافر شي بیا پر مځکه خوبکوینه
د دلهگانو په احتیار یم
کیسې به اورم، سربه ښگته گرځومه
د ورکو سترگو دیدن راوړه
که روغه نهشوم، بیا مې مهکوه پوښتنه
د لارې سر کې ورته ناستیم
زما د زړه تاوان دې راکړي، بیا دې ځینه
د جانان غم، ماپسې سیوری
چې چېرې ځم، تر ما نه مخکې وروستهځینه
د دیدنونو لمر ډوبـږي
د بیلتانه ماښام ته غیـږه ورکومه
د ډېرو یاره خوښ مې نهشوې
لکه رباب دې هرسړی په غیـږ کې ږدینه
د مشر قدر درته نهو
ځکه دې خړسیلاوو پر کور دروخاتنه
حیا د پوزې سر ته راغله
جنکۍ پوزې پټوي، سترگې پرېـږدینه
خلکو قیامت نه دی، نو څه دی
جلۍ یوه، یاران یې درې نیوليدینه
څه مې له وسه پوره نهدي
له ډکوسترگو به دې سترگې واړومه
څنگه مې نهمنل چې ځېبه
څنگه خاليمیدان کې پاتېشوم میٔنه
چناره اورواخلې له ځانه
مین پرما دی، خوب ترتا لاندې کوینه
لکه د مچ منگولې مروړم
بېرته راتلای نهشي آتېر زاړه وختونه
که بېننگي دې کړې نهوای
اوس به زه ستاسو په کور کې گرده تاویدمه
کرار ـ کرار رانه هېرېـږې
اخر به خلاص ستا له جفا او غرور شمه
که بېله تا مې وخت تېرېـږي
د مځکې سر دې راته سره سکروټه شینه
کابله سا دې بنده مهشه
ورځ به راځي چې د نوروزجشن کوونه
مینهکوه، مینه ثواب دی
ملا ظالم دی، عقیدې خرابوینه
مدام د غمباران وریـږي
د خوشحالۍ شېبه په کال کې نهراځینه
ما ته مې قبر راجوړشوی
لالی دویم واده کوي، ماخښوینه
رنگ مې کرار ـ کرار بدلیـږي
د بـېـلـتـانه اثـر دې ځـان ښکـاره کـویـنـه
زما به زړه شي درنه صبر
بیا به وگورو چې پر چا کوې ظلمونه
زما به هیڅکله هیر نهشي
جانانه ستا لږېوعدې، ډېرقسمونه
زړه به مې ولې نهژړېـږي
په ما شرمېـږي، وايي نهدې پېژنمه
زما ارمان وتلی نهدی
لاسونه جگ کړه، غیـږه بیا راکه میٔنه
زما ارمان و، ته رانغلې
اوس مې سا خیژي، خو تا ځانته نهپرېـږدمه
سوال دې په کوم زیارت قبول شو
کې راته وېښیې، سرتوره به ورځمه
شونډې مې تاپسې وتلي
خلکو ته وایم چې پېریان مې ډاروینه
ورسئ پوښتنه ورنه وکئ
چې زما نوم ورله ورځي، که هیر یې یمه
اوربل دې ما په نامه سپنکړ
په پستې غیـږې کې دې نور کوي خوبونه
زموږ انګلیسي ویبپاڼه:
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.