لنډۍ، د ثبتولو ستونزه
۳۸۶مه برخه
یوموټی زړه دی، هوښیار اوسه
چې داسې هرشي ته یې خورې، تمام به شینه
ښېرې کوم، امین پرې وایئ
څوک چې کابل ویجاړوي، برباد دې شینه
د بېوفا خلکو قانون دی
په خوله به ستا، زړه کې د بل ارمان لرینه
د کلي برسر کې مې کور دی
غم چې راځي اول زما تپوسکوینه
د لنډیو د دې برخې لهپاره دا لاندې لنډۍ راټولې شوې دي:
پرزړه مې غټهتیـږه کېښوه
د تا یادونه بیا جگ نهکړي سرونه
پر زړه مې خپلوطن وریـږي
نه مې خوښېـږي په دوبی کې بیلډنگونه
پوه نهشوم کوم لوري ته لاړې
خړېکوڅې، خړ دېوالونه پاتې شوونه
پرنورو بوره مهشې مورې
بوره پر ما شې چې له ژونده ستړییمه
پر ما دې ځوانهځواني اور کړه
پر تا دې اور شي د همځولو مجلسونه
پرېـږده چې ړنگهشي ریباره
د زور یاري ده، دزړه وینې وچوينه
پاچا که اورې، غږ مې واوره
د قام بچي دې اولادونه خرڅوینه
پیکی دې پولې ـ پولې جوړ کړه
ما پرې دهقان کړه چې لونگ پرې وکرمه
په میلمنو دې ډزې وشه
تر نیمې شپې پورې یوازې ناسته یمه
په ښار کې شا ته، شا ته گورم
د خپل لالي په شانتې غږ مې واورېدنه
بېلتون دې داسې ملک ته بوتلم
پر تا ماښام، خو پر ما زېـړمازدیگر وینه
بیا به نری کمیس ونهکم
پرون باران و، جانان ټوله ولیدمه
چې نیمهشپه شي، غم دې زور شي
جامې مې اورشي، راله سوځي اندامونه
چې پرې به کورمالت ښایسته و
هغه ځوانان پردو ملکو خوړلي دینه
څهوخت به بلوطن کې تېرکړم
چې دې د حسن دوران تېر شي، رابهشمه
د بېوفا خلکو قانون دی
په خوله به ستا، زړه کې د بل ارمان لرینه
د خپل زړگي رضا دې وکړه
ما ته دې شک په مینه بیا راولوېدنه
د بېلتانه ماښام مې وژني
له کوره تللي خلک ولې نهراځینه
د کلي برسر کې مې کور دی
غم چې راځي اول زما تپوسکوینه
د جانان دې کبر ته گوره
د سپینې خولې لاړې پرمځکه غوورځوینه
راځه پر دې بې فیصله کړو
اوبه چې ډنډ شي د ډیزلو بوی کوینه
زړگیه دواړه کاره نهشي
یا به تعلیم وي، یا د خوږجانان غمونه
زړه به مې څهخوشالي وکي
د خوشالۍ خلک خو ورک له ملکه دینه
سر مې په کاڼوو د ویشتو دی
چې زه په داسې بېوفا میٔـنـیـدمه
سا مې پردي وطن کې خیژي
دومره څوک نهشته چې مې زنه وتړینه
ستا خو به کور د مینې جوړ شي
زما د زړه داغ به جوړ نهشي، مړ به شمه
ستا په وعدو مې باور نهشته
جانانه ستا وعدې، ترتا نازکې دینه
سترگې په کوملوري کږېکړم
زما د ناز عالم خو تورې خاوروې شونه
سپینهسپوږمۍ پر اسمان راغله
هغه رانغله، چې یې پروت له غمه یمه
ښېرې کوم، امین پرې وایئ
څوک چې کابل ویجاړوي، برباد دې شینه
لیونۍ ډېره مې یادېـږې
دوعا کوه چې حافظ مې ختمهشینه
لالیه ښه یې، تابه ښه دو
کیسې دې لنډې خلاصوه، زه درنه ځمه
لالیه گرم نهیې چې خاندې
تا د بېلتونه دردونه څه لیدلي دینه
لالی مې هیڅ ملامت نهدی
د پښتنو رواج ته څوک د ټینگې دینه
مورې دوعا دې راپسې که
خلکو له خوږ گوتې نه بیا نیولېیمه
مسافريشوه، جانان لاړو
غمجنې شپې به په کې څنگه تېرومه
ما ته استادملا ویلي
د پشمدارې سینې نهشته عذابونه
یوموټی زړه دی، هوښیار اوسه
چې داسې هرشي ته یې خورې، تمام به شینه
یا مې پر غونډه زنه خال که
یا مې رومال که چې همیش درسرهیمه
کوټه له تورو لوگو ډکه
ماته تکیه شه، دېوال ډډې توروینه
کتاب ته ناستیمه، زنگېـږم
خیال کې مې ته یې، پاڼې دوې، دوې اړومه
خلکه وفا چا سره مهکړئ
ما ته کچکول خپلې وفا په غاړه کړونه
جگړې مو شته کورونه وران کړل
پــردي کــورونــه بــه تــرڅــو ابــادونــه
الله دې تا پر چا میٔن کړي
چې تن دې روغ وي، زړه دې پټ کوي دردونه
ایله مې پل د پښو درپاتې
څو پناهکېـږم. باد هغه هم ورانوینه
تر هدیرې مې پسې بوزئ
ما مې لالي ته د مرگي ویليونه
زموږ انګلیسي ویبپاڼه:
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.