لنډۍ، د ثبتولو ستونزه
۳۸۸مه برخه
د پښتنو بدهریواجه
یار چې ولور پوره کوي، زړه به یمه
اندیـښنو جگغرونه اوبه کړل
افرین ماته چې پرپښو ولاړهیمه
ځانته رباب کتاب پیدا کړه
د ټوپک مینه دې مرگي ته کشوینه
پر ما دې کړې څه بلا ده
چې د قدم خاوره دې جیب کې گرځومه
د لنډیو د دې برخې لهپاره دا لاندې لنډۍ راټولې شوې دي:
زما و ستا جوړه ونهشوه
که کلیوال دې بزرگان شي څه بې کړمه
زما لالیه، لیونیه
چې لیونی شوې، زه دې هم لیونۍ کړمه
زه به پې ولې نهسوځېـږم
جانان په سترگو کې اورونه كرځوینه
زما د زړهطاقت ته گوره
دومره غمونه رالېـږه چې زه یې وړمه
یار له یارئ نه په شالاړو
اوس پرخونخوارو لار زه ورپسېځمه
یا به زما نصیب خراب وي
یا به دا ټولې یارانې همداسې وینه
یوه مې دا خبره واوره
چې نرسړی به د دله له لاسه مرینه
یوموټی زړه دی، پام دې نیسه
چې داسې هرڅه ته یې خورې، تمام بهشینه
ما به پردی وطن برباد کړي
تا به زړه کړي مدام سوچ او پېِغورونه
مینه مې پټه وه، رسوا شوه
د جانان غـږ پسې سـرتـوره ووتمه
مور به دې مخ او رنگ ته گوري
خــو بــده ښـځـه بـیـا جـیـبـونـه لـټـویـنـه
مینه دې کړه، په سترگو ړوند وې
بیلتون دې نه لیده چې غرونه ړنگوینه
د خوشالو دوران مې تېرشو
اوس راپسې د خپگان ډکژوندون راځینه
د سینگارونو وخت مې نهدی
اوس د سينگار په پيسو اخلم کتابونه
د زړگي زور مې پاتې نهدی
گله کیسې دې لنډوه، ستړې دې کړمه
د جانان مینه راته نهشته
خوشې پاگل له ځانه ولې جوړومه
د دروازې ملنگه پاڅه
الله دې ملشه، موږه ور پورې کوونه
د مازدیگر دیدن یې گرانشو
مور یې شکمنهشوه، منگی نهورکوینه
د زړه رضا دې وه چې لاړې
گنې قرآن دې مخ ته چا نیولیونه
د زړګي زور مي ختم شوي
ژونده مزل دې لنډوه، ستړی دې کړمه
د سترگوگاټي مې خوږېـږي
ستا د راتلو لار ته مې ډېرکتليدینه
د پښتنو بدهریواجه
یار چې ولور پوره کوي، زړه به یمه
اندیـښنو جگغرونه اوبه کړل
افرین ماته چې پرپښو ولاړهیمه
ټوټې، ټوټې زړه به راټول کړم
بیا به په نوم د یارانې سړی رټمه
تا پورې ځان موښل په کار دي
که راته وگورې د سرو زرو به شمه
په نیمکښو تمبو کې گورې
بیخ دې خدای شینکه، زه پربام ولاړهیمه
په ویښه یوځلې رانغلې
په خوب کې نښې راکوې چې دربهشمه
په مرگ دې نه مري، جانان خوږ دی
نېسمن دې دومره شي چې زه وریاده شمه
پر ما دې کړې څه بلا ده
چې د قدم خاوره دې جیب کې گرځومه
که غریبي دونیا کې نهوای
د میـنې یـار به رانه ولې بـېـلـېـدنه
که دیوالگی وای، ما به ړنگ وای
لالیه نه ړنگیـږي شوي نصیبونه
که راروان یې، نو راتیز شه
حالات خراب دي، په څاروو مې بدلوینه
گیله له خپل سړي نه کـېـږي
ته زما څه یې چې گیلې درنهکومه
ځانته رباب واخله جانانه
د ټوپک مینه به دې ورک له ملکه کړینه
ځانته رباب کتاب پیدا کړه
د ټوپک مینه دې مرگي ته کشوینه
ښاغلیه راشه که دیدن کړې
زه اخري سلگۍ وهم، دونیا پرېـږدمه
چې مخامخ راباندې راشې
نامردې مهنیسه سپینمخ ته پلونه
چې ما ویل، نه دې منله
اوس مې د زنې سرته مهنیسه لاسونه
خوبه د خدای د پاره لاړ شه
د وصالشپه یار سره ویښه تېرومه
څومره بی قدری لامبوزن یم
زه ورته ګورم لالۍ خړی اوبه وړینه
لکه د مار یې منجیلهکړم
د پاړوگر په شان دمونه چوفکوینه
لکه باران یوځلې راشه
د بیلتون باد مې لکه خاورو غوندې وړینه
نصیب زما یا مې د یار دی
په اور دې وسوځي دا دواړه نصیبونه
ستا د وریښمو شال پرسردی
زما شړۍ ده، ستا به څنگه خوښهشینه
زموږ انګلیسي ویبپاڼه:
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.