د اختر ورځ ته په سلګو، سلګو وم
چاته مې نه شولو ويلې چې اختر مبارک
همدې اختر کې شوه بلا نازله
زموږ ګلبڼ کې د ګلانو
پاڼې ورژيدې
زما مالت شولو پر وينو لژند
تنکي لاسونه
د ګل نازکې پاڼې شوې ترمې ترمې
بزګر پر کور مو ګولۍ ووريدې
هغه بزګر لکه مالي د ګلبڼ
پرې يو ناترسه ورانونکی سيلاب
زموږ د بڼ پر سرو غوټيو راغی
او ناڅاپي و د لعين دوښمن مرګونی ګوځار
د پيشنمي ډوډۍ یې وسوه پر اور
پر کور يې پريوته د مرګ سره لمبه
پر ديوالونو کنډوالو خورې شوې
پر کټ يې مور او ماشوم
واړه د مرګ پر خوب ويده پريوتل
ماشوم بچې یې شو له موره جلا
دا کورنۍ شوله تر خاورو لاندې
زوي يې ويل: په خواږه خوب کې ومه
له بد حاليو لرې
يو ناببره د دادا او ابۍ
په غم کې ورک شولومه
دا کرغيړن دوښمن، له کومه راغی
د ابليس تور لاس کې د اور سکروټې
ورونه او خويندې مې
پر سرو اورونو او لمبو کې
راته لولپه کړل
د پاک رب دا مبارکه مياشت روژه چې
د لورينې عباداتو مياشت ده
د انسانانو تر منځ
دا د مينې د ويشلو نږدیوالي مياشت ده
په مبارکه شپه کې يې
دوي پر موږ اور وشينده
وو تورديوان، چې د سکروټو
تور باران يې راشيوه کړ
زموږه ټوله کورنۍ راته پوپناه کړه
زه يم يوازې پاتې
د دې ناخوالو او نادودو
په بهير کې اوس ژوندون څه کوم
د کږليچونو پر پيچومو لالهانده پاتې
او د خپل تريخ برخليک
پر ترخه ژۍـ ۱ باندې ټالۍ وهمه
په پلازمينه کابل جان
د درملنې په مرکز کې وو
خوشال ناروغان،
په درملنه هیله من ول
له روږديتوبه راستانه وو
د اختر ورځ ته یې انتظار کولو
چې د وحشي دیوانو
په لاس ناورین خپور شو
لاړل د مرګ کومي ته
ژۍ:ـ د څادر څنډ
زموږ انګلیسي ویبپاڼه:
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.