ستا يادونه

هاجره حرکت

29

نوي کال ورځ او په طبیعت کې د نوي بدلون په پار ،خپلو خوږو هیوادوالو ته د مبارک له ویلو حیا راځي، چې د خپلو بیوځلو او دردمنو هیواد والو په درد مې د ځپل شوي احساس، دا دردمن پیغام،څرنکه هغوي ته ورسوم.

یوازې د تیر مهال یو نظم به ورسره شریک کړم، په دې هیله چې دا نوي روان کال، زموږ د ولس په ژوند کې  نیکمرغه بدلون راوړي او په همدې تمه به دوعا کوو، چې تور وحشي غلیم په بشپړ ډول برباد او له منځه ولاړ شي. دا هغه وخت شونې ده چې ټول افغانان سره یو غږ او یو لاس، ملي یووالي ته ورسیږې.

ستا يادونه

د يـادونو سلسلې دې په خـوبـونـو کـي مـې تـمـې

ستـرګی چـت تـه مـې نـيـولې تـرسبـا سپیده دمې

نن مې بـيا د زړه پـر کلي د يـادونو باران راغې

خاطرې د خپل مالت مې اوس پراته د بل په چم یې

ته له کوم کنډو پناه شوې او پر کومه الونیا شوي

لـټـوم دې د پـښـو پـلونـه چې پر کومه لاره سم يې

کـوز د خـوړ پـر ښويه تـيـګو به پښه مي لږيدله

تـيـندکونو تـه اوبـو کې بـه ولاړتـه په هـر دم يـې

 ګلورين وو ګلکڅونه، چې نږدي وو زموږ زړونه

اوس له هسکه یې لمر تللې، پرې ولاړ مدام تورتم يې

پـر ټـپـونـو د يـو بل چې جـوګـه نه  شـو د مـرهـم

د ښکاري ګوزار رسا شو چې اخته داسې په غم يې

 د خـپلـوۍ او نـږدیوالي له دې حسـه چې پردي شو

د غلیم نښه په ځاې شوه، په دې موږ په خپله ګرم یې

ځل د میني که څرک وکړ، نو ویده زړونه به ویښ شي

په هر سپوڼ يې، محبت کې انتظار لره لوي زغم يې

د سـهــار ښاپـيـرۍ زيـرې د رڼـا بــه راتــه راوړی

ګړنګونه تر شا پريږده، راځه ته مې خپل هـمـدم  يې

د خپل کور پر سمسور بڼ بـه را شیوه مـينـي پـرخه

    نوی کال نوی پیغام شه پروت پر ګل د عشق شبنم يې

زموږ انګلیسي ویبپاڼه: 

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.