نقاشي

ومان نیازی

158

اهو چشمې کاش وزرې مې لرلی
درالوتی وای هوا غوندې څو ځایه
له تازه او یخو یخو وزرونو

لکه عطر چې څپې څپې سر واخلي
دغه لار مې لمبولې وای په غېږ کې
ترې ایستلې مې وای ستنې د عطرونو

عکاسي مې د دې خیال کړې وای تا ته
دا رڼا مې قیچي کړې لکه ګل وای
ترینه جوړ مې وای لپه د رنګونو

د اوبو غوندې چړپېږي رڼايي ته
اهو چشمې منظومې دي د تا سترګې
نقاشي پکې روانه د ځنکلونو

دا په غره زاڼې راواوښتې څو لیکې
که اخیستې په ټټر ده چا څو لړه
له لونګو نه خوشبو د تاویزونو

رالوېدلې ده کوټې ته نرۍ وړانګه
زیتوني ګاټي د سترکو پکې ښکاري
د سپوږمۍ رڼا لمبه د څراغونو

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.