اکثر وختونه په رسانیو یا ځینو لیکنو کي مخدر او مخدره په یوه معنا کاریږي. او فکر کیږي چي یو ئې مذکر او بل ئې مؤنث ډول دی. خو دا یوه تېروتنه ده چي باید اصلاح سي. که څه هم چي دواړي کلمې د عربي خدر څخه ریښه اخلي خو د زیر او زور په توپیر ئې معناوي بېلیږي. یعني خدر د بې حس کولو او نشه کولو په معنا دی، چي په همدې لحاظ مخدر توکو ته نشه یي، بې حسي یا د بې حالي توکي ویل کیږي لکه تاریاک، اروین او نور.
خو مخدَره د مخدر مؤنثه بڼه نده او بېله معنا لري چي د خدَر څه ریښه اخلي. خَدر د پردې یا د ښځو د سَتر او حیا په معنا دی. ځکه نو مخدره یعني حیاناکه ښځه، پاک لمنه ښځه، با عزته او با ستره ښځه. مخدره کلمه/ وي په همدغه معنا په فارسي ادب کي ډېره لیدل کیږي لکه خاقانی شیرواني چي وایي:
از برقعِ سیاهِ شب امد برون سپید – بر روی این مخدره، شادروان کشان
که څه هم چي ما (لیکوال) مخدره کلمه/ وي په پښتو ادبیاتو کي په همدې معنا نده لیدلې خو دې لغات ته ورته او معادله کلمه (مستوره) په پښتو ادب کي رواج او په همدغه معنا کاریږي. یعني مستوره د ستَر د مفعول نوم دی لکه رحمان بابا چي وایي:
زلیخا غوندي به بله شیدا نه وي – که د مصر مستورې شي واړه ټولي.
خوشحال خټک بیا داسي وایي:
هغه ښځه چي مستوره په حجاب وي – په خصلت کي تر سړیو هم حساب وي.
۱۸ – ۱۰ – ۲۰۲۶
زموږ انګلیسي ویبپاڼه:
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
