هېواد د لومړني افسانوي، تاريخي شخصيت او ساینس‌پوه په ياد کې

​لیکنه: څېره ګل عابد 

53
 هېواد د لومړني افسانوي، تاريخي شخصيت او ساینس‌پوه په ياد کې
​له کهکشانونو تر کابله؛ د تاریخ ددې نوميالي ستورمزلي، انجنير عبدالاحد مومند د ابدي سفر داستان
د بشریت او د افغان ولس د تاریخ د دغه مېړنې، پياوړی، روښانه او ځلانده ستوري مړینه رښتیا هم یوه لویه او نه جبرانه کېدونکې ملي تراژیدي ده. ارواښاد د افغانستان لومړنی ستورمزلی او د علمي جګړو یو تلپاتې اتل وو، چې زموږ تاریخ او پښتو ژبې ته یې د نړۍ د علم په اوج کې د تلپاتې ویاړ ځای وګاټه.
​داسې انسانان لږ پیدا کېږي چې د ځمکې پر مخ د ژوند د لنډو پړاوونو له تېرولو وروسته، خپل نوم په اسمانونو او کهکشانونو کې ولیکي. هغوی د تاریخ په پاڼو کې د یو داسې روښانه ستوري په څېر پاتې کېږي چې هیڅ د زوال توره تالنده یې رڼا نه شي پیکه کولای.
 د افغانستان لومړنی او بې ساري ستورمزلی (کوسموناټ)، انجنیر عبدالاحد مومند، هغه افسانوي شخصیت وو چې پخپلو علمي وزرونو یې د افغانانو هیلې او غرور تر سپوږمۍ او اسمانونو ورسول، خو په خپله د مړینې د خاموشه څپې مسافر شو او په پردیسۍ (جرمني) کې یې د تل لپاره سترګې پټې کړې.
انجنير ​عبدالاحد مومند یوازې د هېواد یو نظامي پیلوټ یا ساینس‌پوه نه وو؛ هغه د یو خوار، جګړه ځپلي خو همت لرونکي ملت د ارادې او هوډ ژوندی ثبوت وو. کله چې په ۱۹۸۸ کال کې هغه د “سویوز TM-6” په فضايي بیړۍ کې فضا ته لاړ، د ټولې نړۍ د ساینسي مرکزونو پام یې د خپل افغاني هویت او پوهې په برکت ځان ته واړاوه. هغه فضا ته له ځان سره د بشریت د لارښوونې تر ټولو سپېڅلی کتاب، قرانکریم یووړ، ترڅو کائناتو ته وښايي چې د علم او ایمان ترمنځ څومره عمیقه اړیکه ده. او تر ټولو خوندوره او تاریخي شېبه هغه وه چې کله یې د ځمکې په مدار کې له خپلې مور پر وړاندې د هېواد ولسمشر سره په پښتو ژبه خبرې وکړې. د هغه په دې تاریخي غږ سره، پښتو په نړۍ کې څلورمه هغه ژبه شوه چې په لایتناهي فضا کې پرې خبرې وشوې؛ دا د پښتو ژبې د تاریخ هغه زرین باب دی چې تر ابده به د ادب او علم په اسمان کې ځلېږي.
​هغه غږ چې یو وخت د کهکشانونو له منځه د پښتو ژبې د غرور او اصالت ناره وه، نن د تل لپاره چوپ شو. خو د هغه غږ د کائناتو په سینه کې داسې ثبت دی چې د وخت هیڅ طوفان یې نه شي ورکولای.
​تېره ورځ د کابل فضا د یو بې ساري، درانه او شانداره غم شاهده وه. د دغه ستر علمي ستوري مړی له جرمني څخه کابل ته انتقال شو. د هغه جنازه په ډېرو درنو او د قدردانۍ په شانداره مراسمو کې بدرګه شوه او په پای کې د کابل په خاورو کې خاورو ته وسپارل شوه. هغه کابل چې کلونه یې د دغه اتل د راتګ او لیدو ارمان کاوه، نن یې په خپله غېږه کې په ډېر درنښت پناه ورکړه. هغه ستوری چې یو وخت له اسمانونو څخه ځمکې ته د یو اتل په توګه راکوز شوی وو، نن د کابل په غېږ کې د ابدي ارامتیا خوب کوي.
​د انجينر عبدالاحد مومند وفات د افغانستان د علمي، فرهنګي او تاریخي هویت لپاره یوه لویه غمېزه ده. خو هغه هیڅکله نه مړ کېږي؛ ترڅو چې پښتو ژبه ژوندۍ وي، ترڅو چې د هېواد د فضا او اسمانونو یادونه کېږي او ترڅو چې یو افغان د علم په لاره کې ګام اخلي، د مومند صاحب یاد، د هغه زړورتیا او د هغه علمي لاسته راوړنې به د مشعل په څېر د راتلونکو نسلونو لپاره لاره روښانه کوي.
​د هېواد د دغه ستر او نړيوال علمي شخصیت د مړینې په مناسبت د ارواښاد محترمې کورنۍ، د هېواد علمي او اکاډمیکې ټولنې او ټولو درنو هېوادوالو ته د زړه له کومې تسلیت وایم. الله سبحانه وتعالی دې د هغه پر اروا د خپل رحمت بارانونه ووروي او په فردوس جنت کې دې لوړ مقام ور په برخه شې.
​د هېواد د ویاړلي ستوري روح دې ښاد او یاد دې تلپاتې وي!
                إنا لله وإنا إليه راجعون
                    1405/4/1 ھ ش

مينه په نفرت کې موندل کيږي

 

زموږ انګلیسي ویبپاڼه: 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.