د رڼا لار ـ د نویو ځوانانو لپاره

بریال حبیبي

55
اریک اریکسون یو له هغو اروا پوهانو نه وو، چې د ودې له نظریاتو نه یې هغې تر ټولو اغېزمنې او ټول خوښې نظریې ته انکشاف ورکړ؛ نوموړي د انساني ودې لپاره اته پړاوونه ټاکلي، چې یو له هغوی نه پینځم پړاو یا هویت، د رول د نه تثبیت پر وړاندې نومېږي او د نوې ځوانۍ یعني له ۱۲ کلنۍ نه تر ۱۸ کلنۍ پورې عمر په بر کې نیسي؛ لکه څرنګه چې بیا بیا زباد شوې، دا عمر خورا مهم دی او دده او نورو پوهانو په باور د فردي هویت وده هم په دغه پړاو کې ترسره کېږي؛ خو هویت دی څه؟
دی لیکي:
هغه باورونه، ارزښتونه، تصمیمونه او ارمانونه چې د یوه فرد د چلند ډول او یا په ټوله کې د ژوند لوری ټاکي.
د هویت موندنې ددې حساس پړاو اړوند ګڼو څېړونکو څېړنې کړې او غوښتي یې، ټولنې ته داسې مواد چمتو کړي چې پر بنسټ یې نوي ځوانان او ځوانان مؤثرې او مثمرې کړنې ترسره او روښانه راتلونکې ولري؛ استاد الحاق جوادي د یوه مسلمان آګاه عالم په توګه په همدې نیت د قرآنکریم ځینې آیتونه/ جملې رااخیستي، ژباړه او تفسیر یې کړی او د اړوندو برخو محسوسې بېلګې او تمرین یې لیکلی؛
ما چې یې څو ورځې مطالعه وکړه، خدای شته ځان کې مې بدلون ولید او ومې غوښتل:
ژباړه یې تاسو هم ولولئ؛ استاد ته مې د اجازې اخیستلو لپاره پیغام ولېږه، ده راته ولیکل:
((لوی څښتن تعالی دې یې غوره بدله درکړي، چې د افغانستان تر تنکیو ځوانانو او ځوانانو پورې یادې لیکنې رسوئ؛ زه په ډېره خوښۍ اجازه درکوم او هیله لرم، چې دغه کار د خیر او لا ډېر نور مثبت اغېز سبب وګرځي؛ خو یوه غوښتنه کوم او هغه دا چې:
په ژباړه کې د مطالبو اصلي روح په پام کې ونیسئ…؛
تاسو ته د څښتن تعالی له دربار نه په دې ارزښتمند کار کې د توفیق او برکت هیله کوم.))
راځئ، په ګډه یې لومړۍ برخه ولولو؛ خو هېره دې نه وي، چې نورې برخې به یې هم دعوت کې په مسلسل ډول خپرېږي:
پوهه؛ لومړی ګام:
کله نا کله فکر کوم، نړۍ خورا پېچلې او هېښوونکې ده؛ بنیادم غواړي، په هر څه پوه شي؛ خو نه پوهېږي، له کوم ځای نه یې پیل کړي؟
دا ډول حس ډېرو نورو تجربه کړی او ښایي ته هم همدا اوس دا ډول حس لرې؛
قرآنکریم موږ ته راښایي، چې پوهه او علم د ذهن د دروازو د خلاصولو کیلي ده:
((اقْرَأْ بِاسْمِ رَبِّكَ الَّذِي خَلَقَ))
یعني:
که مسیر دې هر څومره اوږد هم وي، خو ته تر هرڅه لومړی د زده کړې او کشف په نیت یو ګام را واخله.
تمرین:
یوازې یو نوی شی زده کړه، آن ډېر وړوکی؛ د بېلګې په ډول:
په درس کې یو نوی تعریف یا د قرآنکریم یو لنډ مفهوم؛
وروسته فکر وکړه، وګوره چې:
کله وپوهېږې، څومره ښه احساس لرې!
ستا څه شی ډېر خوښېږي، چې زده دې شي؟
انتخاب، ستا دی؛
هر وړوکی ګام تا نور هم ځواکمنوي!

!ژرنده هماغه ژرنده ده، فقط اسېوان یې بدل شوی

زموږ انګلیسي ویبپاڼه: 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.