افغانستان په یووالي جوړېږي
وطن په مینه جوړېږي، نه په شعار
کله چې لاسونه یو د بل سره وتړي، هېڅ توپان موږ نه شي ماتولای.
وطن په مینه جوړېږي، نه په شعار.
هر لاس چې جوړونه کوي، د دې خاورې ریښتینی سرتېری دی.
موږ د لوړو غرونو زامن یو٫
دا خاوره موږ زېږولي یو، او موږ به دا خاوره ژغورو.
دا خاوره د ولاړېدو ارزښت لري.
هر ګام چې په مینه اخلی، وطن یو ګام د هوساينې او آزادۍ خواته بیا نږدې کېږي.
هغه نسل چې نور چوپ نه پاتې کېږي،
د ځوانانو بیداري د افغانستان د رستاخیز پیل دی.
وطن ته ور وګرځه، که څه هم لرې یې٫
د خاورې مینه سرحد نه پېژني، د هر افغان زړه افغانستان دی.
له خاورې څخه راپاڅو ٫ افغانستان نه دی مړ شوی٫ یوازې زموږ د بیدارېدو انتظار باسي.
افغانستان٫ هغه مور چې لا هم زموږ په تمه ده.
کله چې ته ودرېږې، وطن بیا ساه اخلي.
افغانستان هغه کور دی چې باید بیا جوړ شي.
پیل
دا خاوره لا هم ساه باسي.
افغانستان نه دی مړ شوی.
خو زخمي دی، ستړی دی، داغدار دی٫ خو نه دی مړ شوی.
تر هغه چې یوه مور په دې خاوره کې د خپل زوی لپاره هیله لري،
تر هغه چې یو ځوان په دې وطن کې کتاب پرانیزي،
تر هغه چې یو کروندګر لا هم تخم خاورې ته سپاري٫
دا خاوره ژوندۍ ده.
دا ملت ژوندی دی.
او دا هیله، هغه ستره پانګه ده چې هېڅ جګړې ترې نه ده اخیستې.
خو یوازې ژوندی پاتې کېدل بسنه نه کوي.
باید ودرېږو.
باید جوړ کړو.
باید بیا باور وکړو.
له دننه څخه بیا رغونه
هره ودانۍ تر دې چې دیوال وغواړي، بنسټ غواړي.
او د هر ملت بنسټ اعتماد دی.
افغانستان تر هر څه مخکې د ملي باور او ملي تفاهم د بیا رغونې اړتیا لري٫
هغه باور چې پنځوس کلونو جګړو، خیانتونو او معاملې له ریښو سوځولی دی.
خلکو باید بیا باور پیدا کړي چې دا خاوره د ولاړېدو ارزښت لري.
باید باور وکړي چې فداکاري بې نتیجې نه ده.
باید باور وکړي چې سبا له نن څخه ښه کېدای شي.
دا باور بې عدالته نه جوړېږي.
عدالت هغه وخت عدالت دی چې ړوند وي٫ نه د زورواکو په وړاندې سترګې پټوي، نه پر کمزورو سختي کوي.
د خپلواک عدالت احیا یعنې قانون د وزیر او کروندګر لپاره یو شان وي.
یعنې محکمه د بې صدا خلکو غږ واوري.
یعنې نظام کې حق له زور څخه قوي وي.
بې له دې ستنې هېڅ کور نه درېږي.
او تر ټولو بنسټیز بنسټ، زده کړه ده.
نسل چې نه لولي، دوکه خوري.
نسل چې نه پوهېږي، په غلامۍ ځي.
معیاري او همګانی تعلیم٫ له دښتې لرې کلي نجونې څخه تر ښار هلکانو پورې ٫ د دې خاورې د هر ماشوم حق دی.
هغه مکتب چې ښوونکی په مینه درس ورکوي،
هغه کتاب چې حقیقت پکې لیکل شوی،
هغه فضا چې د ځوان ذهن پکې په ازادۍ وده کوي ٫ دا د سبا افغانستان بنسټ دی.
پر زړو زخمونو مرهم
پنځوس کلونو جګړو یوازې کورونه نه دي وران کړي ٫ روحونه یې هم ټپي کړي دي.
هغه ماشوم چې د بمونو لاندې لوی شوی،
هغه ځوان چې پرته له ټوپک بل څه نه دي لیدلي،
هغه مور چې هره ورځ یې د عزاء جامې اغوستې٫ دا زخمونه د وخت په تېرېدو نه رغېږي.
د جګړې رواني زخمونو درملنه یو ملي ضرورت دی، نه یو احسان.
ملت چې خپل درد ونه رغوي، همدا درد بل نسل ته سپاري.
خو د روح مرهم یوازې په آرامۍ کې وده کوي٫ او آرامي بې له انساني امنیته نه راځي.
امنیت یوازې د جګړې نشتوالی نه دی٫ امنیت یعنې مور چې شپه په ډاډه زړه ویده شي.
یعنې ماشوم چې بې له ویرې مکتب ته ولاړ شي.
یعنې سپینږیری چې په کوڅه کې په عزت قدم ووهي.
د کرامت ژوند٫ دا د امنیت ریښتینی مانا ده.
او کرامت بې له حلالې روزۍ نیمګړی دی.
شفاف او ولسي اقتصاد یعنې نان د خلکو له کار او تولیده راشي، نه له فساد، رشوت او زور څخه.
کروندګر باید پوه شي چې حاصل یې بازار لري.
کارګر باید ډاډه وي چې حق یې نه ضایع کېږي.
ځوان باید باور ولري چې په هڅه ژوند جوړولی شي.
د فساد پر ضد جدي مبارزه د دې اقتصاد٫ لومړی شرط دی٫ ځکه هېڅ سوځېدلی وطن بې له پاکې ادارې نه شنه کېږي.
یو ځای، نه یو پر بل
افغانستان یو کور دی ٫د پښتون، تاجک، هزاره، ازبک، ترکمن او بلوچ ګډ کور.
ټول د یوې مور اولادونه.
ټول د یوه درد شریکان او د یوه راتلونکي ملګري.
د ګډ هویت احیا یعنې زموږ توپیرونه زموږ ښکلا وي، نه د دښمنانو وسله.
د قومونو یووالی یعنې هغه څه چې ګډ لرو تر
هر څه لوړ وګڼو ٫ دا خاوره، دا تاریخ، دا راتلونکی.
خو یووالی بې له خبرو نه جوړېږي.
د خبرو کلتور احیا یعنې اختلافونه په میز حل کړو، نه په جګړه.
یعنې واورو، نه یوازې ووایو.
یعنې ورور په تېروتنه کې هم دښمن ونه ګڼو.
او همدیګر منل یعنې دا درک چې هېڅ ملت په کرکه نه دی آباد شوی ٫افغانستان هم په احترام ژوندی کېږي، نه په کینه.
په دې لار کې، آزاد او مسئول رسنۍ څراغونه دي.
حقیقت باید روښانه وي چې خلک ګمراه نه شي.
هغه خبریال چې په زړورتیا حقیقت لیکي،
هغه غږ چې بې له ویرې پورته کېږي،
هغه معلومات چې د خلکو خدمت کوي، نه د قدرت ٫دا د بیدار ملت ستنې دي.
د راتلونکي بنسټ
راتلونکی په دوو ستنو ولاړ دی: ښځې او ځوانان.
ښځه چې زده کړه وکړي، روښانه کور جوړوي.
ځوان چې بیدار وي، توانمند نسل روزي.
د ښځو او ځوانانو ملاتړ په راتلونکي پانګونه ده، نه احسان ٫ ځکه بې له نیمایي ټولنې هېڅ ودانۍ نه بشپړېږي.
راتلونکی زیربناوو ته هم اړتیا لري:
لار چې کلی ښار سره ونښلوي،
برېښنا چې شپه روښانه کړي،
اوبه چې کرونده خړوبه کړي،
شفاخانه چې ناروغ وژغوري٫
دا د هوساینې او امید بنسټونه دي.
او مه هېروه چې افغانستان له کلیو ساه اخلي.
د کلیو اقتصاد د دې خاورې په رګونو کې روانه وینه ده.
د کلیو اقتصاد پیاوړتیا یعنې کروندګر په عزت ژوند وکړي.
یعنې د کلي څخه ښار ته مهاجرت د مجبوریت له مخې نه وي.
یعنې کلی او کليوال ژوندی پاتې شي.
د دې ملت روح هنر او ادب ژوندي کوي.
شعر چې زړه ولړزوي، موسیقي چې زخم ته مرهم کېږدي،
کیسه چې آینه شي٫د هنر او ادب ملاتړ یعنې د دې زخمي روح درملنه.
پای
وروستۍ خبره
هیله، تر ټولو ستره وسله
او د ټولو خبرو په پای کې، یو شی دی چې هر څه ممکن کوي: هیله.
ملي هیله د ملت تر ټولو ستره پانګه ده.
بې له هیلې هېڅ بیا رغونه نه کېږي.
بې له هیلې هېڅ ځوان نه درېږي.
بې له هیلې هېڅ مور خپل زوی د سبا لپاره نه روزي.
نو هیله ژوندۍ وساتو٫ نه ړنده هیله، نه ساده هیله ٫ بلکې هغه هیله چې په پرانیستو سترګو ویني،
په پوره لاس جوړوي، او په کلک قدم درېږي.
افغانستان یوازې افغانان ژغورلی شي.
او دا ژغورنه له همدې شېبې پیلېږي٫
له همدې پرېکړې،
له همدې مینې،
له همدې ولاړېدو.
د افغانستان لپاره، د خلکو لپاره، د هغه سبا لپاره چې باید جوړ شي ٫ ولوله، فکر وکړه، ودرېږه، جوړ کړه.
دا خاوره زموږ ګډ کور دی.
زموږ انګلیسي ویبپاڼه:
![]()
Comments are closed.