کتابپلورنځی

رحمت الله همتیار

35

د کتابپلورنځي مخې ته د ګندنې یو کوچنی ګاډی ولاړ و. دوه هلکان ورسره ولاړ وو. غنم رنګه وو، خو د لمر او دوړو رنګ یې پر مخونو او لاسونو خپور و. له څېرو یې معلومېده چې عمرونه یې د ښوونځي په چوکیو نه، بلکې د ژوند په سختیو کې تېر شوي دي.

یو له بل سره ورو غږېدل. وروسته دواړه کتابپلورنځي ته ننوتل.

کشر هلک په ډېر ادب وپوښتل:

کاکا! د پنځم ټولګي پښتو کتاب لرئ؟

کتابپلورونکي موسکا وکړه.

هو، شته.

په څو دی؟

څلوېښت افغانۍ.

هلک خپل مشر ورور ته وکتل.

وروره، په دواړو به یو کتاب واخلو.

ورور یې سر وخوځاوه.

سمه ده.

بیا یې جیب ته لاس کړ.

له تا سره څو پیسې دي؟

شل افغانۍ.

له تا سره؟

لس افغانۍ.

درېرش افغانۍ…

لا لس افغانۍ کمې وې.

کشر ورور څو شېبې چوپ شو. بیا یې په داسې موسکا وویل چې مایوسي یې تر شا پټه وه:

وروره، راځه یوه دوره به ووهو. که لږه ګندنه خرڅه شوه، بیا به یې واخلو.

دواړه ووتل. د ګندنې ګاډی یې روان کړ او د بازار په ګڼه ګوڼه کې ورو ورو ورک شول.

زه لا هم هلته ولاړ وم.

له کتابپلورونکي مې وپوښتل:

لس افغانۍ دې نه شوای ورسره کمولای؟

هغه ژوره ساه واخیسته او ویې ویل:

وروره! په دې کتاب یوه افغانۍ ګټه هم نه لرم. په خپل سر یې خرڅوم. که نن له دوی سره مرسته وکړم، سبا به له نورو سره څه وکړم؟ یو نه دی، دوه نه دي… هره ورځ داسې زده کوونکي راځي چې د کتاب د اخیستو وس نه لري.

له کتابپلورنځي راووتلم، خو ذهن مې له هغو دوو وروڼو سره پاتې و.

دوکان ته چې ورسېدم، د مېز پر سر مې هغه پاڼې پرتې وې چې د تنباکو د نړیوالې ورځې لپاره مې پرې د مقر ولسوالۍ د نسوارو د خرڅلاو څېړنه لیکلې وه.

شمېرې مې بیا ولوستې.

یوازې د لړم مارکې نسوار…

په یوه کال کې ۵۲۲۰ کارتنه خرڅېږي.

ارزښت یې ۱۱،۷۴۵،۰۰۰ افغانۍ کېږي.

قلم مې راواخیست او حساب مې وکړ.

که د یو کتاب بیه څلوېښت افغانۍ وي، نو یوازې د همدې یوې مارکې د نسوارو په پیسو ۲۹۳،۶۲۵ کتابونه اخیستل کېدای شي.

سترګو ته مې بیا هماغه دوه وروڼه ودرېدل.

یو یې شل افغانۍ په لاس کې نیولې وې، بل لس.

د دواړو ترمنځ یوازې لس افغانۍ فاصله وه؛ دومره فاصله چې د یوه کتاب او د نالوستۍ ترمنځ پرته وه.

هغه ورځ مې یوازې د کتاب بیه ونه لیدله؛ د نالوستۍ بیه مې هم ولیده.

له ځان سره مې وویل:

شاید زموږ ستونزه د پیسو کموالی نه وي.

شاید ستونزه دا وي چې خپلې پیسې په څه لګو.

تر اوسه چې د کتابپلورنځي مخې ته تېرېږم، د هغه کشر هلک غږ مې په غوږونو کې انګازې کوي:

وروره… راځه یوه دوره به ووهو، که لږه ګندنه خرڅه شوه، بیا به یې واخلو.

او هر ځل له ځانه وپوښتم:

که د نسوارو پر ځای کتاب اخیستل شوی وای، نن به د ماشومانو په لاس کې ګندنه وه، که کتاب؟

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.