د مسجد لرګینې دروازه پرانیستل شوه، ملا صاحب دننه راغی. ټول ناست کلیوال د احترام له مخې له خپلو ځایونو پورته شول او لاسونه یې پر سینه کېښودل.
ملا صاحب ښی لاس پورته کړ او ویې ویل:
السلام علیکم ورحمة الله.
چا په لوړ غږ او چا په ټیټ غږ ځواب ورکړ:
وعلیکم السلام ورحمة الله وبرکاته.
هر چا غوښتل چې ملا صاحب د ده ترڅنګ کښېني، ځکه دا یې د ځان لپاره ویاړ ګاڼه. خو ملا صاحب د کلي د ملک ترڅنګ ځای غوره کړ او هلته کښېناست.
د قرآن کریم څو مبارک آیتونه تلاوت شول. وروسته د مرحوم د مغفرت دعا وشوه او ټولو په یوه غږ وویل:
آمین.
له دعا وروسته د ګیلاسونو شرنګ شو.
یو ځوان، چې له رنګه سور و او پر سر یې د څادر پګړۍ تړلې وه، پتنوس یې د ملا صاحب مخې ته کېښود او په ادب یې وپوښتل:
ملا صاحب! تور چای درواچوم که شین؟
ملا صاحب وویل:
تور چای.
ځوان له پتنوسه یوه شنه، زړې چاینکه راواخیسته، د ملا صاحب ګیلاس یې ډک کړ او یو نعلبکی شیرینې یې هم ورته کېښوده.
ملا صاحب دوې دانه شیریني خولې ته کړې، بیا یې د چایو یو غړپ وکړ.
د کلي ملک لږ موسکی شو او د ملا صاحب د روغتیا پوښتنه یې وکړه.
ملا صاحب د روغتیا ډاډ ورکړ، بیا یې وپوښتل:
حاجي ملک صیب! د کلي ملا مو څوک دی؟
ملک د مجلس یوه کونج ته اشاره وکړه او ویې ویل:
هماغه چې هلته ناست دی.
بیا یې په خندا زیاته کړه:
یوه ورځ ولسوالي ته تللی وم. هلته مې په یوه اداره کې ولید. کار یې راته په یوه شېبه کې خلاص کړ. ومې پوښتل: ملايي دې هم شته؟ ویې ویل: نه، له دې وظیفې سره څوک ملايي راکوي؟ ما ورته وویل: که زموږ د کلي ملا شې څنګه؟ حیران شو. ویې ویل: رښتیا؟ ما ورته وویل: هو، همدا اوس.
ملک وخندل.
له کلیوالو سره مې خبره وکړه. چا مخالفت ونه کړ. ویل یې، درې وخته لمونځ راکوي، نور نو زموږ له ملا سره څه کار دی.
د مجلس یوه سپینږیري هم خبره ورغبرګه کړه:
د حشر، زکات او خیرات برخه یې هم ښه ده، ګوزاره یې پرې کېږي.
ملا صاحب یوه ترخه موسکا وکړه او ویې ویل:
داسې ملایې اوس ډېرې کمې پیدا کېږي.
ملک وخندل.
له سبکانو هم خلاص یې؟
بیا یې په ټوکه زیاته کړه:
زما زوی اوس خپله د اولادونو پلار دی، خو لا هم د الف او ب سبق یې نه دی خلاص کړی. تور سر یې دلته سپین شو، نور به څه زده کړي؟ ما هم نور د سبق خبره پرېښوده.
په مجلس کې د خندا څپه خپره شوه.
ملک بیا وویل:
ته خو په وظیفه لګیا یې؟
ملا صاحب لږ غلی شو، بیا یې وویل:
هو والله، زړه مې نه غوښتل وظیفه وکړم، خو مجبور شوم. امر و، او د امر منل واجب دي.
ملک سر وخوځاوه.
ښه دې وکړل. وطن ستاسو غوندې قدرونو ته اړتیا لري.
بیا یې وپوښتل:
مشر زوی دې څنګه دی؟
ملا صاحب وویل:
الحمدلله، ښه دی. له څو کلونو راهیسې په کابل کې وظیفه لري.
لږ چوپ شو، بیا یې ورو وویل:
اوس غواړم دوهمه کوژده ورته وکړم.
ملک موسکی شو.
ښه کار دی. تر موږ تاسو ته ښه معلومه ده، تر څلورو خو روا دي.
دواړه وخندل.
ملا صاحب وویل:
لومړۍ ښځه یې بده نه ده، خو د اطراف ده، د ښار په ژوند نه پوهېږي. اوس داسې یوه نجلۍ ورته ګورم چې لږ تر لږه زده کړې یې کړې وي. که ډاکټره وي، لا ښه ده.
ملک بې له ځنډه وویل:
هو، لوستې نجلۍ د کور لپاره نعمت وي.
شېبه چوپتیا شوه.
د مجلس په وروستي کتار کې ناست یو سپینږیري خپل سر ټیټ کړ، خو څه یې ونه ویل.
ملک بیا ورو وویل:
اندېښنه مه کوه، ماته څو ځایونه معلوم دي، چې پیسې وي، هر کار اسانه دی. بل موږ د کومې ورځې لپاره یو.
ملا صاحب وخندل.
بیا دعا وشوه.
ملا صاحب له خپل ځایه پورته شو، د ملک لاس یې ونیو او ویې ویل:
ستا د خبر په تمه یم.
ملک هم په خندا ځواب ورکړ:
اندېښنه مه کوه، دا کار پر ما او شیریني پر تا.
ملا صاحب په موسکا د مسجد له دروازې ووت.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.