ټولګډون حاکمیت یعنې څه؟

داکتر صلاح الدین سعیدی

62
د ټولګډونه حاکمیت غوښتونو نکو ته دا وېل غواړم چې دا غوښتنه باید درسته تعریف شي!
ټول ګډونه حاکمیت چې ښایسته ښکاري عمل کې بې محتوا او غولونکی او یا ډېر ځلي او روستي جمهوریت کې د زور واکانو سره د غنایمو په تقسیم کې د شراکت بازار وو او دی!
ټولګډون او ېوډول مصلحتي حاکمیت چې ددې نامه لاندې حاکمانو زور ګویانو ته جزیه ورکول چې ترې آرامه شي او د سیاسي قدرت چوکۍ لا هم په هر قیمت ولري، نادرستې، دوکه او حتی ددغه نامه لاندې  تباه کوونکې معاملې او حق تلفۍ وشوې! ېوشمېرو زور واکو ترې ښې ناروا ګټې پورته کړې!
دغه ببولالو شل کاله نتیجه ورنکړه او مبتذله بڼه یې د قانون له حاکمیته پرته او  مصلحتي عملي شوه! په دې توګه دې نتیجې ته ورسېدو داسې ټولشموله او ټول ګډونه پر ځای باید د مشروع حاکمیت پر غوښتنه ټینګار وکړو! دغه برخه کې مو ډېر مستدل وویل او ولیکل چې:
 او په دې توګه ټولګډونه حاکمیته، د قانون له حاکمیته پرته او مصلحتي حاکمیت او دیموکراسي!؟ مبتذله، د سوء استفادې موجب  او حتی وحشي ده!
دده په پایله کې غیر متوازن اقتصاد ( د غیز متوازن اقتصاد بلاوې، تفاصیل – د جناب داکتر نوراحمد  خالدي په عالی لیکنه کې – افغان جرمن آنلاین کې کتلای او اوستلای شئ!)، غلط کدري سیاست، د بهرنېو سفارتخانو او محلي قومندانانو حکومت او د هغوی کدری سیاست او … نورې بلاوې د جمهوریت او مردم سالارۍ نوم بد او پدې توګه شل کاله، د عصر غیر قابل تکرار فرصتونه یې ضایع کړل او لا هم په سپین سترګي د رهبرۍ او اتلولۍ مدعیان دي!
مونږ افغانستان  کې مشروع حاکمیت غواړو چې قومي، ژبنیز او حزبی معیارونه د ملت په غیاب کې د بهرنېو سفارتونو او بهرنېو استخباراتي کړېو تصمیم نه بلکې د ملت د ارادې پر بنیاد، ېو وګړی ېوې  رأې پر بنیاد مشروع حاکمیت، مشروع قوانین نافذ او د هغو اجراء  غواړو!
مشروع حاکمیت کې ملت د بشري ماتې ګوډې دیموکراسۍ په چوکاټ کې اول نسخه او لاره غوره او د نسخې او لارې انتخاب نه روسته د هغه ريښتیني علمبردارانو د هماغه مشروع نسخې د تطبیق لپاره وګمارل شي! ګمارل څه، ملت ګمارلي، خو د کار فرصت ورکړل شي! دا باید سیستمي حل شي!
که قیاس مع الفارق نه وي، انسانان د نورو له تجاربو ګټه اخلي! انګلستان کې پاچا مکلف دی، هو مکلف دی، د هغه سیاسي ګوند رئیس ( هو رئیس) د هېواد صدراعظم و نوموي او دا رئیس دی خپل حکومت جوړولو باندې موظف شي چې د پارلمان د ۶۵۰ًرأیو نه یې ۳۲۶ رأېې په ټاکنو کې ګټلي وي! دلته پاچا ( جمهور رئیس ) ته انتخاب نه شته!
 دا به افغانستان کې آسانه لار نه وي! خو له ېوه ځایه باید پېل شي!
 د جمهوریت مبتذل ډول دا افکار او دا بشر ته ممکن ارزشونه، تر ډېره بې معنا او بدنام کړل! دا  نیمچه او د ښو ارزشونو او مفاهیمو نه سوء استفادې شکل او لاقانونیت دغه برخو کې د ټول سالم فکر او ټول ارزش  د بدنامۍ موجب شول! تفاصیل نور هم لرم!
۷/۱۱/۲۰۲۵

 

!ذبیح الله مجاهد ته

 

  Donate Here

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.