افغانستان د خپل تأریخ په خونړي دور کې نوي پړاو کې دی او د دونالد ترامپ ګوت څنډنه د جنرال آصف منیر او شهباز شریف په غېر اسلامي، او غیر انساني کړنو او کردو کې نوي جنایاتو ته د افغان ضد، افغانستان ضد او بشري ضد اعمالو نوي اثرات او نوي ثبوتونه دي!
په اوسني نامشروع پاکستان کې میشت ولسونه او با عزته افغان ولس د پاکستان د تجاوزات غندنه او د تجاوز په مقابل کې ښکاره ولاړ دي!
تأریخ به د مخ تورو ، ېو د ګوتو په شمېر افغان دښمنو مقاومتیانو!؟ او د ګردنې د سر د غلو د ېو شمېر د پاکستان په دفاع موقف او خاینانه افغان ضد مواضع هم په یاد ولري!
د وطن څخه د دفاع مواضع ستاسو د مطلق العنانه سرتمبه او غیر مشروع حاکمیت، د قانون د تعلیق او غیر مدونو او غیر مشروع قوانینو، حالت او موقف ملاتړ نه دي او ددې وضعې نه سوء استفاده نه ده پکار!
تاسې باید پوه شئ د پاکستان لویه اردو په سوله کې د بقا چانس نه لري! دغه سترې اردو مصارف په سوله کې پاکستان نه شي ورکولای! دوی باید جنګ جوړ کړي، ترڅو نړۍ وغولوي او جنرالان یې خپل جیبونه ډک کړي!
تاسې پوهېږۍ، چې پاکستانی نظامي هوایي لوړ والی بر تاسو باندې، په هوا او تکنالوجي کې بر دی او د هوا له لارې به ستاسې مشران په هر نکته د افغانستان کې تر سرجیکل سټرایک لندې ګذارونو او ډرون حملو لاندې راشي!
تاسې ته په کار ده مخکې له دې چې درباندې نور هم ناوقته شي، دغو برخو کې مشخص ، مؤثر او مدبر عمل او اقدام وکړئ!
تکنالوجی او هوایی برخه کې متقابل امکانات د هند ، چین، روس نه تر لاسه کول ستر جرئت غواړي او دا کار درته نور مشکلات او داخلي ستونځې پېداکوي! خو نور فرصتونه له لاسه مه ورکوئ!
په مشخصو او معقولو اقداماتو د دښمنانو دسایس د افغان د ملت د پراخ ملاتړ په ذریعه، بې تأثیره کړئ! دا د خلکو د رضایت د حاصلولو په لار کې د مشروعیت لپاره متناسب کار به افغانستان او اسلام ته او خپله ځان او طالب تحریک ته په عالم اسباب کې مرسته وکړي ( تفصیل لرم!)
پاکستان مقابل کې به چین، هند او افغانستان او ددغه هېواد او پاکستان کې میشت ملتونه په ملاتړ کې درېږي!
پاکستان په ځانګړي توګه، امریکې ته ، د چین د تکنالوجۍ د اسرارو د افشاء په خاطر دچین قرضدار پاکستان به د چین د غضب سره هم مواجه کړي!
پاکستان ختمېدونکی او ټوټه کېدونکی دی! پاکستان کې میشت پښتانه، بلوڅ، سرایکي او حتی مظلوم پنجاب ملت به خپل سرنوشت په خپل لاس کې نیسی، مستقل به شي او بیا به سیمه کې د ایالات متحدهٔ اروپا، ایالات متحدهٔ امریکا او ایالات متحدهٔ …اسیا په شان د همکارېو او هرڅوک پر خپله خاورې د تسلط دوره رامنځ ته شي!
د سیمې په دغه حساسه مرحله کې مواضع، اظهارات او ناستې ډېرې حساسې او خطرناکې دي! لږ عدم دقت د سترو اضرارو موجب کېدای شي او کېږي!
اوس د دې لیک اصلی مطلب:
جنګي حالاتو کې د ېو هېواد حاکمان ( دیفکتو او یا دی یوره) د مسایلو د حساسیت په خاطر مسایل او مواضع په لیکلی بڼه نشروي او لولي. داچې تاسې د تحریک طالبانو د استاځي په توګه د پاکستان د دویېم پړاو د حملو په مورد ( ۱۵/۱۰/۲۰۲۵ ) خپل موقف او مواضع اظهاروئ او ملت سره شریکوئ، د قدر وړ او ښه خبره او کار دی! خو دا اظهارات او د میدیا یی وسایلو مخکې شوي اظهارات تأریخ او ساعت ستاسو اظهاراتو سره، نه شته، مونږ لیدونکي او اورېدونکي نه پوهېږو دا د کوم تأریخ اظهارات او مواضع دي. دا وړاندیز مې ېوشمېر میدیایی ادارو ته ېوه میاشت مخکې ولېږه او ګورو هغوی دا وړاندیز ومانه او عمل پرې کوي! بیا تأکید کوم. د حوادثو نبض په سرعت روان دی، ټول رسالتمنده او میدیایی مواضعو اظهارات او معلومات د تآریخ په وړاندې کولو د صفحه پر مخ د تأریخ او حتی د ساعت په لیکلو وړاندې کړئ!
دوم: د افغانستان او پاکستان تر مېنځ سرحد أباسین، أټک او مارګله ده! مونږ حاضر ېو هره نړېواله محکمه کې دا ثابت هم کړو او یا مونږ ولې ثابت کړو، مونږ یې تصرف او پنجاب دې محکنې ته شي او مونږ د خپلو کړو مشروعیت ثابتوو!
نو تاسې ولې دغه د اوس مغصوبه او مقبوضه افغانستان خاورو او د جنګ سیمو ته د پولې او پوله ساتو ځواک، سرحدي او د سرحدي ځواکونو خطاب او قلقلې کوئ؟
منم لږ احتیاط مو کړای خو کامل نه دی!
اوسني پاکستان کې میشت ولسونه نه ملت وو او نه د ملت د مشخصې، ځانګړتیاوې، نه ګډ تاریخ، نه ګډه ژبه، نه ګډې مدرسی او نه ګډې مقبرې لري!
د پاکستان ملي!؟ سرود:
شاد باش سر زمین پاک…
دا نو اوس کومه ژبه شوه؟
د پاکستان ګویا د ایجادګر مفکر علامه اقبال باندې تهمت شته چې د پاکستان ایجاد ته کار کاوه، خو اقبال لیکي:
سارې دنیا سې اچها – هندوستان همارا
هم بلبل وطن هې ….
نو حالات چې داسې دي، تاسې په خپل لیکلي ، لوستل شوي سند او اعلامیه (۱۵/۱۰/۲۰۲۵) کې ولې پاکستان کې میشت خلکو ته د پاکستان ملت خطاب کوئ؟
دا او داسې نور غېر مسؤولانه اظهارات چې په ښکاره نادرست ، کنتراپردکتیف او معکوس ې پاېلې لري!
لطفاً اوس اوس خپلو خبرو او اظهاراتو ته کاري کميټه او اوپراتیفی کمیسیون جوړ کړئ! زما منظور هغه پوځي کمیسیون نه دی چې د پاکستان ارمي او استخبارات د پاکستان ملکي مشرانو ته لیکنې او مقالې جوړوي، زما هدف او موخه هغه ټیم او مجموعی معقول کارول او په نهایت د امر کې د نطاق او مسؤول دولتی او حکومتی شخص انتخاب او عالم ته ځواب وینه ده!
د دولت او حاکمیت د مشروعیت سؤال ثابت پاتې دی او هغه په نورو اقداماتو سمېږی، خو اوس چې دیفکتو تسلط لرۍ، نو ځان ورسره لږ څه عیار کړئ!
حاکمیتونه او جبروتونه راغلل او لاړل او ستاسې اوسنی حاکمیت زما د پورته تاکید سند دی! نور به هم ځي!
هرکه آمد امارتې/عمارت نو ساخت
رفت و منزل به دیګرې پرداخت
وآن دیګر پخت همچنین هوسې
این امار ت به سر نبرد کسې
و من الله التوفیق
داکتر صلاح الدین سعیدی
۱۶/۱۰/۲۰۲۵
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
DNB Bank AC # 0530 2294668 :د دعوت بانکي پته
NO15 0530 2294 668: له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب
Vipps: #557320 : د ویپس شمېره
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.