د حمل تشخیص (Diagnosis of Pregnancy)
د Pregnancy تشخیص د باوري او احتمالي نښو نښانو (اعراضو او علایمو) پواسطه صورت نیسي.
•• فرضي اعراض او علایم:
دا نښې نښانې(اعراضو او علایمو) په Pregnancy باندې دلالت کوي .
اعراض (Symptoms) :
(1)امینوریا (Amenorrhea) :
د میاشتني عادت بندېدل چې د HCG لوړې سوئې له کبله پیدا کېږي.
چې ډېری مهال په Pregnancy باندې دلالت کوي خو په 25% سلنه پېښو کې په لږه اندازه وینه بهیدنه د Cycle په لومړۍ ورځ ليدل کېږي چې لامل يې معلوم ندی.
(2)زړه بدوالی او کانګي (Nausea and Vomiting)
دا ډېری په سهار مهال کې کله چې ښځه د خوب څخه پاڅېږي، شتون لري نو ځکه ورته Morning Sickness هم وايي خو په ځینو کې دا زړه بدوالی د ماښام په مهال هم رامنځته کېږي.
(3)دسينو غټوالی (Breast Tenderness and Tingling) :
د سينود غټوالي لامل دادی چې د استروجن دلوړوالي له کبله Ducts وده کوي او د پروجسترون د لوړوالي له کبله د تیونو غدوات وده کوي نو ځکه تیونه غټيږي.
(4)بار بار ادرار کول (Urinary Frequency) :
د استروجن او پروجسترون د لوړوالي له کبله او همدارنگه د غټ شوي رحم پواسطه په مثانه باندې فشار راځي او په ناروغه کې Frequency او Nocturia پیدا کوي چې په لومړیو درې میاشتو کې معمول وي.
(5)قبضیت (Constipation) :
په لومړیو وختونو کې د غذائي عادت د بدلون له کبله او د پروجسترون دلوړوالي له کبله Hypoactivity Peristaitism منځته راځي او د حمل په لومړیو کې د غټ شوي رحم پواسطه کولمې بېځایه کېږي او بل دا چې په غټو کولمو کې د اوبلنو (مایعاتو) جذب ډېرېږي نو ځکه قبضیت پیدا کېږي.
(6)ستړیا یا کسالت (Fatigue) :
کله چې Amenorrhea پیدا شي نو ښځه د ستړیا احساس کوي چې لامل یې معلوم ندی.
(7) د وزن ډېروالی:
د وزن ډېروالی د حمل د 16 – 36 اونیو تر منځ رامنځته کېږي.
(9)دتودوخې درجه :
د بدن د تودوخې د درجې لوړوالی چې د (3) اونیو څخه ډېر دوام کوي.
علایم(Signs ) :
(1)ملازما یا کولازما (Melasma) :
د مخ د پوستکي توروالی چې توروالی په تندي، پوزه اوغومبورو کې شتون لري چې دې ته Mask of Pregnancy وايي.
(2)اپیلوس(Epilus) :
د وریو د Hypertrophy څخه عبارت دي.
(3)لوکوریا(Leucorrhea) :
د استروجن او پروجسترون هورمونونو د لوړوالي له کبله د Cervix مخاط ډېرېږي چې د افرازاتو دغه نارمل ډېروالي.
حاملګۍ د وخت لوړ فشار (pre-eclamsia):
هغه حالت ته ويل کيږى چى پکى د حمل په وخت کى لوړ فشار او پروټين يوريا موجوده وى. خو که چيرته ورسره Seizur يو ځاى شى بيا ورته Eclamsia ويل کيږى.
داناروغى په پلاسنتا کى د ابنارمل رګونو د حوړيدو له کبله رامنځ ته کيږى
اسباب
1:-ابنارمل پلاسنټا
2:-امينولوژيکى فکتورونه
3:-مورنى فکتورونه
4:-غذايى فکتورونه
5:- چاپيريال فکتورونه
خطرى فکتورونه
1:- شکر
2:-د عمر زياتوالى
3:- چاغوالى
يوى حامله مور ته موږ هغه وخت pre- eclamsia ويلى شو چى چى کله په دوه بيلابيلو وختونو کى يى فشار وکتل شى او سيسټوليک فشار يي 140mmhg او ډياستوليک فشار يى د 90mmhg څخه لوړ وى.
په نړى کى 2-8% اميدواره ښځى په pre-eclamsia اخته کيږى چى په 2015 م ک کى 46900 ميرمنى د دى حالت له کبله مړى شوى وى.
اعراض او علايم
1:-پړسوب په خاص ډول په لاسونو او پښو کى
2:- د فشار په معاينه کى به فشار لوړ وى
3:- د تشو ميتيازو معاينه کى به protein uria ليدل کيږى.
مخنيوى
1:-په کم دوز اسفرين هغه ښځو ته چى د زيات خطر لاندى دى او د 20 هفتى څخه مخکى شروع کيږى
2:- فزيکى فعاليت
3:-هغه اميندوارى ښځي چى سګرټ څکوى بايد سګرټ پريږدوى
اختلاطات
1:-د وينى د سرو حجراتو ماتيدنه
2:-د پښتورګو مشکلات
3:-د Platlate کموالى
4:- د platlate کموالى
5:- ځګر ستونزى
6:-Eclamsia
تداوى
1:- د ماشوم زيږول او د پلاسنتا خارجيدل
2:-د فشار ضد دواګانى
3:- په pre-eclamsia او د هغه په اختلاطاتو کى ديوريتيک نشو ورکولاى
4:- labetolol
5:-Hydralazine
6:-Nifidipine
نوټ:- دpre-eclamis په ناروغانو کى ACEI او ARBS مضاد استطباب دى.
معلومات درسره شیر کړئ مننه
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.