طالبانو د بادغیس ولایت په مرکز قلعه نو ښار کې یو کس په عام محضر کې ادعام کړی.
د طالبانو سترې محکمې په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې پر یوه کس د دوو کسانو د وژلو په تور د اعدام حکم شوی و، او نن په قلعه نو ښار کې په ورزشي لوبغالي کې د مقتول د کورنۍ له لوري په عام محضر کې په ډزو ووژل شو.
تېره ورځ د طالبانو تر کنټرول لاندې ملي ټلوېزیون خبر ورکړی و، چې د تلې په ۲۴مه د پنجشنبې په ورځ، په قلعه نو ښار کې یو تن د یوې ښځې او یوه سړي د وژنې په تور قصاص کېږي.
وروسته له هغه چې طالبان بیا ځلې واک ته رسېدلي، یو شمېر کسان اعدام کړي او سلګونه نور یې په عام محضر کې په دُرو وهلي، چې د بشري حقونو د ملاتړو بنسټونو د دوی د قوانینو د تطبیق په څرنګوالي سختې نیوکې کړې دي.
د بشري حقونو بنسټونو د طالبانو چلن له تورنو کسانو سره د بشري ارزښتونو خلاف ګام بللی او د حاکمې ډلې کړنې یې د افغانستان د بشري حقونو د سرغړونې سبب ګڼلې دي.
وروسته له دې، د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا یو پرېکړه لیک تصویب کړ چې له مخې یې د بشري حقونو د سرغړونې، د پېښو د څېړنې، راټولولو او ارزونې زمینه برابره شوې ده.
ABN
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.