د لاهور د کلبونو سیاست؟

سعود بنګښ

83
ناست يې د لاهور پـه پـریس کلبونو سیاست کوې
کله بــه پــه خپلو سـنـګـرونــو سیاست کوې؟
ورک يې کړه راځه ترې، دله توب ده استفا ورکړه
تــه لا د دې ملک پــه ایـوانـونـو سیاست کوې
ستا کار خو ساتل د سرحدونو دي، خپل کار کوه
تــه ولې پر زور بیا د ټانکونو سیاست کوې؟
څرنګ چې هغوی ورسره لوبې کړي فټبال په شان
داسې تــه زمــوږه پـر ســرونــو سیاست کوې
ته هم اې ملا! راته مالوم يې، ښه دې پېژانم
تــه هم د قــران پــر ایــاتـونـو سـیاست کوې
دومره پرې د خدای او د رسول خبرې نه کوې
څـومـره لکه تـه پـر مـحـرابـونـو سیاست کوې
کله به وطن کوڅو کې خیر غواړې بابا په شان؟
کله بــه عمل پـر مـیـدانــونــو سـیـاست کوې؟
نن یــوۀ مــایــوســه ملتپال سـعـود تــه وویل
څه بـه پـه دې تشو کارتوسونو سیاست کوې

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

DNB Bank AC # 0530 2294668 :د دعوت بانکي پته 
 NO15 0530 2294 668: له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب
Vipps: #557320 : د ویپس شمېره 

  Donate Here

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.