کابل (پژواک، ۲۴ تله ۱۴۰۴): د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي پر افغانستان د پاکستان بریدونه غندلي او ویلي یې دي: «پاکستان باید پوه شي چې د افغانستان ولس د خپل هېواد او خاورې د دفاع برخه کې یو موټی او یو غږ دی.»
پخواني ولسمشر حامد کرزي د پاکستان دغه بریدونه غندلي، د افغانستان پر خاوره یې ښکاره تېری او د نړۍوالو اصولو او قوانینو څرګند نقض یې بللی دی.
هغه لیکلي: «پاکستان باید پوه شي چې د افغانستان ولس د خپل هېواد او خاورې د دفاع برخه کې یوموټی او یو غږ دی. د پاکستان خیر په دې کې دی چې له تېري تېر شي او د خپلو زیانمنو پالیسیو له بیا کتنې وروسته له افغانستان سره د ګاونډیتوب او نړۍوالو اصولو پر بنسټ دوستانه او متمدنې اړیکې وساتي.»
د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد تېره ورځ مازدیګر خبر ورکړ چې د پاکستاني اړخ په غوښتنه او اصرار نن ماښام له ۵ نیمو بجو وروسته د دواړو هېوادونو ترمنځ اوربند وشو، خو یوې باوري سرچینې تېره ورځ پژواک خبري اژانس ته وویل چې پاکستان د اوربند له هوکړې مخکې یو ځل بیا د کابل هوایي حریم نقض او یو تش ملکي کور یې په نښه کړی دی.
وروسته د کابل ایمرجنسي روغتون وویل چې د یادې پېښې له ځایه د ماشومانو او ښځو په ګډون دغه روغتون ته پنځه شهيدان او ٣٥ ټبیان وروړل شوي دي.
د راپورونو له مخې، پاکستان تېره ورځ د کندهار په سپینبولدک ولسوالۍ کې هم بریدونه وکړل چې د راپورونو له مخې، له امله یې ۱۲ ملکي وګړي شهیدان او تر سلو ډېر ټپیان شول.
د تېرې اونۍ د پنجشنبې پر شپه هم پاکستان د پکتیکا د برمل ولسوالۍ پر مرغی بازار هوايي بریدونه وکړل او د کابل هوایي حریم یې هم نقض کړ او په پلازمېنه کې د چاودنې غږ واورېدل شو.
له دغه برید وروسته د اسلامي امارت ځواکونو د کندهار، هلمند، زابل، ننګرهار، پکتیا، پکتیکا او خوست ولایتونو کې د ډیورنډ پر فرضي کرښه د پاکستاني ځواکونو پر پوستو غچاخیستونکي بریدونه ترسره کړل.
د اسلامي امارت د ویاند د معلوماتو له مخې، د افغان ځواکونو په دغو غچاخیستونکو بریدونو کې د پاکستان تر شلو پوررې پوستې نیول شوې وې، ۵۸ پاکستاني نظامیان له منځه تللي او د ۳۰ په شاوخوا کې ټپیان وو.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
DNB Bank AC # 0530 2294668 :د دعوت بانکي پته
NO15 0530 2294 668: له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب
Vipps: #557320 : د ویپس شمېره
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.