د شربتو ګیلاس یې پر میز کیښود، څنګ کې ناستې پیغلې ته یې مخ کړ او ویې ویل:
– کمیس د ډېر ښایسته دی.
پیغلې په خپل سور لنډ کمیس لاس تیر کړو په خندا یې وویل:
– ستا ډالۍ به وی او ښایسته به نه وی!
سړی سر ټیټ کړو د پیغلی څپلیو ته یې پام شو، له سور کمیس سره سپینې پښې او سرې څپلۍ.
ګیلاس یې ورپورته کړ، په سر یې واړاوه.
پیغلی وویل:
– نور راوړم؟
د سر په اشاره یې د نه ځواب ورکړو.
پیغلی څپلۍ وایستلې، په کوچ کې اوږده وغځیده، سر یې د سړي په غیږ کې کیښود. هغه ورته موسک شو، په خپلو ګوتو یې د هغې ویښتان یوې او بلې خواته اړول.
د موبایل د زنګ غږ شو، سړي راواخیست، ښیښې ته یې وکتل تندی یې تریو شو، زنګ یی بند کړ. موبایل یې بیرته کیښود. څو شیبې لا نه وې تیرې چې له موبایل څخه بیا غږ پورته شوو. پیغلی راواخیست ورته ویې کتل او ویې ویل:
– یو خو ستا دا میرمن یوه شیبه هم موږ په ارامه نه پریږدي، وګوره چې څه وایي.
سړي په غوسه موبایل راواخیست، غوږ ته یې کړ، له هغه لورې غږ راغی.
– سلام! ښه یې؟
– علیک سلام څه خبره ده؟ ښه پوهیږي چې په غونډه کې یم خو بیا هم زنګ وهې.
– وبښه! غوښتل مې ووایم چې نن لږ وخته کورته راشه.
– نه کېږي کارونه مې ډېر دي بیا زنګ ونه وهې.
او له دی سره یې موبایل بند کړ. پیغلې ته یې په موسکا وکتل، ویې ویل:
– وبښه!
***
ایمان په منډه کور ته دننه شو، د مکتب بکس یې يوې خواته وغورځاوه. ټول کور په پوقانو او ګلانو ښایسته شوی وو. ایمان هم حیران شوو اوهم ډېر خوشحاله، په مور پسې یې غږ کړ. مور یې له خپلې خونې راووتله. ایمان وویل:
– مورې ما فکر کړی و چې هېره دې ده.
مور یې په سرو سترګو نرۍ موسکا وکړه او وویل:
– دا نو کله امکان لري، خپل نوم به هیر کړم خو ستا کلیزه هیڅکله هم نه.
له دی سره یې هغه په غیږ کې ونیولو او په مخ یې ښکل کړو.
ایمان یی د مور سترګو ته پام شوو چې اوښکې پکې ډنډ وې:
– مورې! ته ژاړې؟
– نه ولې وژاړم، د خوښي اوښکې مې په سترګو کې تاویږي. کلیزه د مبارک شه!
– خير يوسې مورې! زه ځم چې جامې مې بدلې کړم اوس به مې پلار او نیا دوی راورسیږي.
مور یې سوړ اسویلی وکیښ او وویل:
– زوی جانه! پلار سره مې د لږ مخکې خبرې وکړې، هغه ډېرخواشینی و، ځکه نشی راتللی باید یوې اړینې غونډې ته لاړ شي.
ایمان خپه شو لاړ یوه ګوښه کې کیناستلو او وویل:
– دا نو څنګه کار دی تر اوسه یې هېڅکله هم ماته د کلیزې مبارکې نه ده راکړی او نه مې په کلیزه کې وي.
– زویه! ته مه خپه کېږه هغه ملامت نه دی زموږ لپاره دومره زحمت باسي او ټوله ورځ کار کوي.
او له دی سره د پخلنځی په لور روانه شوه. ایمان هم انګړ ته لاړ، د ګاونډي د زوی بايسکل يوې خواته ولاړ و. ايمان وروکتل، ویې ويل:
– ښه چې راتللی نشي نو ډالۍ خو د راته اخلي.
ايمان بايسکل ته وکتل، بېرته د کور خواته لاړ.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.