پاکستان د چین سره ژورې اړیکې لري ځکه چین او هند هم سره په رقابت او دښمنې کې دي. پاکستان د امریکې سره هم اړیکي لري او په سیمه کې د هغوي ګوټک دی چې د خپلو اهدافو لپاره یې استعمالوي. بیا چین او امریکا سره په رقابت کې دي، نو پاکستان د امریکې او چین تر منځ تعادل څنګه ساتلې شي؟ پاکستان د ایران سره نږدیوالې یا بیطرفي غواړي خو بیا د سعودی او اوس هم غواړي چې قطر سره امنیتي تړونونه ولري. له بلې خوا، چین د ایران حمایت کوي خو په عین حال کې د عربو هیوادونو سره هم ستراتیژیکې اړیکې غواړي. که ایران تقویه کیږي او دسیمې نوې قدرت پاتې کیږي، عربي هیوادونه به د ایران د ګواښ لاندې همیشه وي. اوس چین او پاکستان څنګه کولې شي چې هم د ایران او هم د عربو سره نږدې اړیکې ولري چې د یوبل امنیت او اقتصاد ته تهدید نه وي.
افغانستان هم د بلاګانو په منځ کې ګیر دی. نه پوهیږي چې کومه خوا ونیسي ځکه هند د اسرایلو سره ښې اړیکې لري او د پاکستان مخالف دی. چین د پاکستان سره ښې اړیکې لري او غواړي چې د افغانستان سره هم ښې اړیکې ولري. بیا پاکستان او اسرایل دواړه په منځني ختیځ او سهیلي اسیا کې د امریکې د متحده ایالاتو ګوټکونه دی. چین له یوې خوا د پاکستان سره اړیکې لري، د بلې خوا د ایران سره مرسته کوي او د امریکې مخالف دی. پاکستان د امریکې د ګټو په خاطر، همیشه د اسرایلو سره مرسته کړیده ځکه جنرال ضیاالحق فلسطینیان وټکول خو ظاهره یې په پاکستان کې د اسرایلو په ضد شعارونه ورکول او د غزې د سولې په کمیسون یا بورډ کې هم غړی دی.
سوال دا دی چې کوم هیواد د یو بل دوست او دښمن دی؟
دلته نو سیاسي علوم پکاریږي چې سیاسي علومو ته سیاسي ساینس وایي چې څنګه ګټه او تاوان وسنجول شي او اخره کې په کومه خوا او څه وخت د سیاسي مسیر د حرکت معادله تغیر کړي. په سیاست کې هم د ساینس نه انکار نشي کیدلې ځکه ساینس درته د خپلې جغرافیي، اقتصاد، ټولنیز جوړښت او سیاسي نظام په اساس محاسبه کوي چې د کوم هیواد سره څنګه او په څه ډول اړیکې وساتې چې نه دې وخوري او نه دې د بام د سر نه ښکته ګذار کړي.
شاه محمود میاخیل
د افغانستان د سولې او ولسواکۍ د ملي نهضت دوراني مشر او د افغانستان جمهوري غوښتونکو خوځښت د سیاسي چارو مسوول
زموږ انګلیسي ویبپاڼه:
![]()
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.