د ټپو جنګ

شاه محمود میاخیل

59

د ایران هغسې، پاکستان داسې او امریکا بل شانتې لوبو او سیاست باندې بحث کول ښه کار دی خو د افغانانو لپاره دا مهمه ده چې په خپلو ګټو فکر وکړي او څنګه خپلې ګټې خوندي وساتلې شي؟

ایا افغانان بهر او دننه، د خپلو ګټو د خوندي کولو لپاره څه فکر لري؟ که ټوله ورځ به همدا وایو چې ایران هغسې، پاکستان داسې او امریکا بل شانتې لوبې وکړلې؟ یا به شپه او ورځ په دې مصروفه یو چې د بل د خولې نه یو خبره ووځي او نور یې په ترپ وغندي. د نورو په حالاتو اضافي، بې محتوا، بې ربطه خبرې چې اکثره د معلوماتي خلا په چوکاټ کې تر سره کیږي څه ګټه نه لري.

پخوا به په کلو او بانډو کې خلکو په ودونو او خوشالیو کې دوه جوړې هنرمندان راوړل او بیا به یې ازادې ټپې سره په میداني ساز کې ویلې. یو هنرمند چې به ټپه وویله نو بل به یې مقابل کې بله ټپه وویله. په همدې ډول به شپه سبا او د سهار لمونځ قضا شو.

د افغانانو اوسنې ټپې یوه د کابله، بله د واشنګټنه، بله د لندنه، بله د پاریسه، بله د اسلام اباده، بله د تهرانه یا نورو ښارونو نه ویل کیږي. پدیتوګه د افغاناتو تر منځ دا ټپې په هیواد کې دننه او بهر د بیلا بیلو ښارونو نه منفي ټپې دي چې د یو بل په ضد ویل کیږي، خو د کابل او افغانستان د ګټو ټپه د دغه ټپو په منځ کې ورکه ده چې ایا زمونږ دا ټپې، تبصرې، ټیک ټاک او د ټویټر بحثونه د ځان د خوشالولو او شپو د تیرولو لپاره دي که هدف افغانستان او د افغانستان د خلکو ثبات او هوساینه ده؟ که افغانستان ارام او با ثباته نه وي، هر څومره چې د ټپو غږونه اوچت کړو، څه نتیجه نه ورکوي او افغانان ټول که هر چیرته وي، روح به یې ناارامه وي.

د کابل نه د طالبانو ټپه د ټولو ټپو نه مهمه ده ځکه تر څو هلته مثبت تغیر رانشي، بیروني ټپې په درد نه خوري. د کابل ټپو ته به دنیا او افغانان تر هغې په مثبته توګه ونه ګوري تر څو د هغوی د ټپو محتوا ملي رنګ نه وي نیولې. د ملي ټپو په منځ کې ملي مؤخې باید په نظر کې ونیول شي او د ملي او ولسي مشروعیت لپاره زمینه مساعده شي. نورې ټولې ټپې او هلې ځلې څه نتیجه نه ورکوي او افغانستان د انزوا د حالت نه وتلې نشي.

که افغانستان همداسې د انزوا په حالت کې پاتې کیږي، د دې مثال د نري رنځ دی چې په تدریجي توګه به مریض مري او هیواد به بې سرپرسته پاتې کیږي چې نه به یې مړی څوک ښخوي او نه به یې کورنۍ او بچي د عزت ژوند ولري.

په دې خاطر د منفي او د جنګ د ټپو د ویلو نه څه نه جوړیږي او نه د یو د بل د پوستونو او تبصرو هوایي مقابله څه ګټه لري.

زموږ انګلیسي ویبپاڼه: 

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.