نن د ۲۰۲۶ زیږدیز /میلادي کال د اپریل په ۱۲مه، د هند مشهوره سندرغاړې آشا بهوسلې په بمبئي (مومبای) کې د ۹۲ کلونو په عمر وفات شوه. هغې د ستړیا او د سږو د انتان له امله د مرګ نه یوه ورځ مخکې د بریچ کینډي روغتون ته ولېږدوله شوه . نوموړې د اردو او هندي فلمونو مشهوره او نومیالۍ سندرغاړې او د هند د مشهورې سندرغاړې لتا منګیشکر کوچنۍ خور وه. د اردو تر څنګ یې په شلو هندي او غیر هندي ژبو کې هم سندرې ویلې وې . هغې په خپل ژوند کې له ۱۲ زرو څخه ډېرې سندرې ویلې وې.
آشا بهوسلې د ۱۹۳۳زیږدیز /میلادي کال د سپتمبر په ۸مه د مومبای په سانګلي سیمه کې وزېږېده. د هغې پلار دینا ناتھ منګیشکر د تیاتر اداکار او سندرغاړی و. په ۱۹۴۲زیږذیز/میلادي کال کې، چې لا نهه کلنه وه پلار یې مړ شو. د پلار له مړینې وروسته یې کورنۍ له پونې څخه کولهاپور او وروسته بیا بمبۍ ته کډه شوه. په بمبۍ کې یې له خپلې خور لتا منګیشکر سره د سندرو ویلو لړۍ روانه وساتله.
آشا بهوسلې خپله لومړۍ سندره په ۱۹۴۳ زیږدیز /میلادي کال کې د ۱۰ کلنۍ په عمر کې ویلې وه چې نوم یې “چلا چلا نو بھلا” و. دا د یوه مرهټي فلم (مجها بل) سندره وه ا و په ۱۹۴۸ کال کې ددې د (ساون آیا )سندره مشهوره شوه او په ۱۹۴۹ کال کې یې د ( رات کی رانی ) فلم لپاره سندرې ثبت کړې.
آشا بهوسلې په ۱۹۴۹ زیږدیز/میلادي کال کې له ګنپت راو بهوسلې سره واده وکړ، چې د لتا منګیشکر شخصي سیکرټر و. خو دا واده بدمرغه ثابت شو او ناکام شو.
آشا بهوسلې په هغه وخت کې ډېره مشهوره شوه کله چې راج کپور په ۱۹۵۴ کال کې د فلم (بوټ پالش )لپاره د “ننھے مُنے بچے” سندره ورته وسپارله. دا سندره یې له ارواښاد محمد رفیع سره په ګډه ویلې وه او همدا سندره د هغې د شهرت لامل شوه .
دهند مشهور موسیقار (او.پي. نییر ) په ۱۹۵۶ زیږذیز /میلادي کال کې د فلم (سي آی ډي) لپاره آشا بهوسلې وټاکله. بی آر چوپړا په ۱۹۵۷ کال کې د فلم (نیا دور )لپاره هم هغې ته ټولې سندرې ورکړې. د دې فلم ټولې سندرې ساحر لدهیانوي لیکلې وې. نیا دور لومړنی فلم و چې ټولې سندرې یې آشا بهوسلې ته ورکړل شوې وې او د فلم اتله ویجنتي مالا وه.
اروادې یې ښاده وي !
(یاد)
زموږ انګلیسي ویبپاڼه:
![]()
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.