په ۲۴ ساعتونو کې د طبیعي پېښو له امله ۱۰ کسان مړه شوي

33

 په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په هېواد کې د بارانونو، سېلابونو، د دېوالونو نړېدو او د غرو ښوېدنې له امله ۱۰ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۱۵ نور ټپیان شوي دي.
دغه شمېرې د یکشنبې په ورځ، د حمل په ۲۳مه، د طالبانو د پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې له لوري خپرې شوې دي. د دې ادارې په وینا، په همدې موده کې ۱۰۲ کورونه هم ویجاړ شوي دي.
طالبانو مخکې هم ویلي وو چې په تېرو څه باندې دوو اونیو کې طبیعي پېښو د ۱۸۰ کسانو ژوند اخیستی دی.
په وروستیو اونیو کې د هېواد ډېری ولایتونه د بارانونو شاهدان وو، چې د ځاني زیانونو تر څنګ یې درانه مالي تاوانونه هم اړولي دي.
کارپوهان په دې باور دي چې که څه هم باران او سېلابونه په هر هېواد کې پېښېږي، خو د دې پېښو بدلېدل په داسې ناورینونو چې لسګونه کسان پکې مړه او سلګونه کورونه ویجاړېږي، د چمتووالي نشتوالی، کمزورې زېربناوې او د بحران ناسم مدیریت ښيي.
د هغوی په وینا، طالبان یوازې د مرګ‌ژوبلې شمېرې اعلانوي، خو دا نه څرګندوي چې ولې د مخنیوي، خبرداری ورکولو او اغېزمنو مرستندویو سیستمونو نشتوالی دی، څو لږ تر لږه تلفات راکم کړي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.