د ژوند ستونزو ته هيڅکله مه تسليميږي بلکې مبارزه ورسره وکړي

نصيراحمد څپاند

52

ګرانو لوستونکو!
زه، د خپل نيمې پېړۍ عمر په اوږدو کې، د ژوند په ټولنيز، سياسي او شخصي ډګرونو کې له بېلابېلو ستونزو او کړاوونو سره مخ شوی يم. د ځوانۍ له وختونو مې سياسي مبارزه پيل کړه او د ژوند ډېری خوږ او ارزښتناک کلونه مې په همدې لاره کې تېر کړل.
سخت وختونه مې هم ليدلي او ښې شېبې هم، خو د اقتصادي ستونزو له امله مې ډېری وختونه له زده‌کړو بې‌برخې پاتې شوم. سره له دې، هېڅکله مې د لوړو زده‌کړو هيله له زړه نه ده ايسته کړې.
کله چې له هېواده بهر وم، د کار ترڅنګ مې د انګلیسي ژبې او کمپيوټر لنډ مهاله کورسونه ولوستل. د ليکوالۍ سره بی شان علاقې او مينې لرولو پربنسټ مې قلمي ژوند پيل کړ، او لومړۍ ليکنه مې د پښتونخوا په مشهوره ورځپاڼه “وحدت” اخبار کې خپره شوه. له همدې ځایه مې د هجرت پر مهال د وحدت له اخبار سره قلمي همکاري هم پيل کړه.
د خوږې مور، خور او ځوان ورور مړينه مې د ژوند تر ټولو درده‌وونکې پېښه وه. د کورنيو مشرانو او لارښودانو هجرت هم راباندې دروند تمام شو، ځکه د هغوی له مينې، پاملرنې او لارښوونو بې‌برخې شوم. خو هېڅکله تسليم نه شوم — تل مې له هرې ستونزې سره د زړورتيا او اميد په مټ مبارزه کړې ده.
د کابل پوهنتون د زراعت پوهنځي کې مې زده کړې د څلورم سميستر په کچه نيمګړې پاتې شوې، خو د زده‌کړې مينه مې نه ده پرېښې. کله چې په ۱۳۸۳ کال کې بېرته خپل خوږ وطن ته راستون شوم، د کار ترڅنګ مې د “يونېورسل منجمنټ ساينس انسټيټيوټ” کې دوکلن پروګرام د (DBA) د اداره او تجارت په برخه کې او د (BBA) او د الفلاح پوهنتون کې مې د بشري سرچينو په برخه کې د ليسانس تر کچې لوړې زده‌کړې وکړې.
که څه هم د اقتصادي ستونزو له کبله مې ماستري بشپړه نه کړه، خو دنده مې تل په صداقت، اخلاص او ايماندارۍ سره ترسره کړې ده — او لا هم دوام لري.
زما يوازينی هدف دا دی چې خپل وطن او خپلو خلکو ته رښتينی خدمت وکړم.
البته ستونزې لا هم زما د ژوند برخه ده. د دې ټولو تر منځ، تر ټولو درده‌وونکې تجربه دا ده چې زما کوچنی زوی قسيم‌جان له وړکتوبه د شکري ناروغۍ له ستونزې سره مخ دی. دا راته ډېره سخته ده، خو ما هېڅکله ناهیلي نه ده منلې، بلکې د ژوند له هرې ازموينې سره مې زغملی او مبارزه مې کړې ده.
زه دا باور لرم چې انسان بايد هېڅکله د ژوند له ستونزو سره تسليم نه شي، بلکې ورسره د زړورتيا، هيلې او باور په مټ مقابله وکړي.
د ژوند له ستونزو سره د مقابلې هنر
له ستونزو سره مقابله کول دا مانا لري چې انسان بايد قوي ذهنيت، روښانه هدف او د ژوند مانا ولري.
مهمه نه ده چې حالات ستا په واک کې دي که نه، مهمه دا ده چې ته خپل غبرګونونه څنګه کنټرول کړې.
هېله، هدف او زغم هغه درې ځواکونه دي چې انسان ته د دوام، ثبات او بقا انرژي ورکوي — حتی په تر ټولو سختو حالاتو کې هم.
د ستونزو د زغملو او مقابله کولو لارې
۱. د مسووليت منل
په خپل ژوند او کړنو کې خپله ونډه ومنه. د هغو شيانو پر ځای چې نه شي بدلېدلی، دا وڅېړه چې ته څنګه له حالاتو سره چلند کوې.
۲. هيله پياوړې کړه
هېله د بقا او زغم تر ټولو مهمه وسيله ده. دا انسان ته دننه ځواک ورکوي چې حتی د ژوند په تورو شپو کې هم د رڼا لټه وکړي.
۳. د ژوند مانا پيدا کړه
په ژوند کې د هدف او معنا موندل د انسان د بقا لپاره بنسټيز ارزښت لري.
ويکتور فرانکل وايي:
«هغه څوک چې د ژوند لپاره يو هدف لري، کولی شي هر ډول کړاو وزغمي.»
۴. پر هغو شيانو تمرکز وکړه چې ته يې کنټرولولی شې
ځينې پېښې ستا له واکه بهر وي، خو ته کولی شې خپل فکرونه، چلند او غبرګونونه په خپله اداره کړې. همدلته د مقاومت بنسټ اېښودل کېږي.
۵. مقاومت (زغم) تمرين کړه
مقاومت يو فعال مهارت دی — دا پدې مانا ده چې انسان د ذهني او احساساتي ځواک په مرسته له ستونزو وروسته بېرته عادي حالت ته راګرځي. دا مهارت د دوامدار تمرين او مثبت فکر په مرسته پياوړی کېږي.
د مفکرانو او عالمانو الهام‌بښونکي ويناوې
امام علي (ک):
«که غرونه هم ستا پر وړاندې ودريږي، مه ناهیلی کېږه، ځکه د انسان اراده له غرونو هم لوړه ده.»
علامه اقبال:
«ستونزې د انسان د ودې زينه ده؛ څوک چې ترې تېښته کوي، له پرمختګه تېښته کوي.»
ويکتور فرانکل:
«هغه څوک چې د ژوند لپاره يو هدف لري، کولی شي هر ډول ستونزه وزغمي.»
البرټ اینسټاین:
«په منځ کې د هرې ستونزې يو فرصت پټ وي.»
مولانا جلال‌الدين بلخي (رومي):
«زخم هغه ځای دی له کومه چې رڼا ستا زړه ته ننوځي.»
بوذا:
«درد نه شي ختمېدلی، خو د درد منل انسان آزادوي.»
ډاکټر عبدالکلام:
«د ژوند سختۍ دې مه ماتوې، دا د دې لپاره راځي چې تا پياوړی کړي.»
نلسن ماندیلا:
«زه هېڅکله نه بايلوم — يا بريا لرم، يا تجربه.»
وروستۍ خبره
ژوند تل له ازموينو، ناکاميو او ستونزو ډک وي، خو بريالي انسانان هغه دي چې تسليم نه شي، بلکې له هرې ستونزې سره د زړورتيا او زغم په مټ مقابله وکړي.
هېله، ايمان او هدف هغه درې رڼاګانې دي چې انسان د تورو شپو له منځه د رڼا پر لور بيايي.
نو، د ژوند له ناخوالو مه تېښته کوئ —
مبارزه ورسره وکړئ، ځکه بري د مقاومت په غېږ کې زېږي.
کابل ـافغانستان
الحيات روغتون
۳۰/۷/۱۴۰۴

د دولتي شرکتونو ارزښت او رول د هېواد په اقتصاد کې

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

DNB Bank AC # 0530 2294668 :د دعوت بانکي پته 
 NO15 0530 2294 668: له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب
Vipps: #557320 : د ویپس شمېره 

  Donate Here

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.