سپي او ښار د ځواب د شعر فلسفه

طایرځلاند

49

د انسان او حیوان ترمنځ اړیکه د تمدن له راپېل څخه پخوانۍ ده، یوه فطري او طبعي اړیکه چې د ژوند له بڼې، د ژوندي پاتې کېدلو له اړتیا او د احساس او عواطفو څخه راټوکېدلې ده. انسان د تاریخ په اوږدو کې د حیوان له حضور پرته د خپل وجود بشپړتیا نه شي تصور کولی. د ښکار د وسيلې، د خوراک او کار د ملګري، او وروسته د انس او عاطفې د یوې نښې په توګه، حیوان د انسان د هستۍ په عاطفي، اقتصادي او اخلاقي جوړښت کې ژوره ونډه لري.
دا اړیکه یوازې د اړتیا پر بنسټ نه، بلکې د وجدان او احساس د مشترک جریان یوه بڼه ده. انسان د حیوان له سترګو، له حرکتونو او له سکوت نه د خپل درون انعکاس ویني. کله چې دا اړیکه پرې شي، انسان یوازې له فطرت نه بلکې له خپل اصلي انسانیت نه هم جلا کېږي. له همدې کبله، د حیوان حضور د انسان د اروا، وجدان او تمدن د تعادل نښه ده یوه ناویلې، خو د تلپاتې معنا ډکه اړیکه، چې له ژبې ور هاخوا ده.
په نړېوالو ادبیاتو کې حیوان د انسان د درون، د ازادۍ د هیلو، د بې‌ګناهۍ، او د وجدان د غږ سمبول دی
او مختلفو شاعرانو يې په اړه شاهکار شعرونه لیکلي دي، په دغه شاعرانو کې د جرمني ژبې مشهور اتریشي شاعر ماینرماریا رېلکه او د هاسپانوي ژبې نوبل جایزه ګټونکی شاعر پابلو نېرودا خپلې پيشو ته شعر لیکلی دی، د پابلو نېرودا په نظم کې د پېشو په اړه دا بند د ډېرو لویو کره کتونکو پام ځان ته را اړولی و.
(پیشو هېڅ نه کوي خو هر څه ویني.)
دا ډول څرګندونه د یو حیوان په اړه له انسانانو سره د هغې فطري اړیکې ژورې ریښې اثبات کوي چې د یو بل احساسات او عواطف درک کولی شي نو ځکه خو د مالکیت احساس او صاحب سره د اړیکې تار پېدا کوي او په یو بل پورې علاقمند کيږي.
اترايشي جرمن ژبي شاعر ماینر ماریا رېلکه بیا په فرانسه کې د ژوبڼ له نندارې وروسته هغه پړانګ ته شعر ولیکلو چې د خلکو د هجوم او نندارې بې پروا په قفس کې پروت و او د ستړتیا دخوب غزونې يې په سترګو کې وې.
ماینر ماریا په خپل شعر کې پړانګ ته وايي:

د پنجرې له سېخانو
د تیریدلو له امله د هغه نظر
دومره ستړی شوی، چې نور هېڅ نه نیسي
ده ته داسې ښکاري
لکه زر پنجرې وي
او د زر پنجرو شاته
هېڅ نړۍ نه وي
د ماينررېلکه دغه شاهکار نظم کې په نورو بندونو کې دیو ځواکمن حیوان په پنجره کې د بند پاتې کېدو له امله په خپل زړه کې د مړه کېدو هغه تصویر جوړوي چې دغه شعر ته یې محتوايي او فلسفي ژوروالی او مانیزه پراختیا ورکړې ده.
په پښتو ژبه کې زما تر ټولو خوښه شوې لنډه کیسه چې استاد صدیق پسرلي د افغانستان د جنګ جګړو پر مهال لیکلې ده ددغې لنډې کیسې عنوان دی «زیړه غوا» چې د سمبولیکې مانا ور اخوا زمونږ د ژوند او دناکړدو سره د حیواناتو ژوند هم تراغېز لاندې راځي.
نن مې د ملګري عزت الله ځواب يو تازه لیکل شوی د «سپی» نظم له سترګو تېر شو چې په ظاهره خو زمونږ د ماډرن ژوند د اندېښنو او د طبعي کلیوال ژوند د ناستالوژيک ګډ تصویر ښکاري خو په حقیقت کې د نظم په شا یوه نړۍ خبري دي چې شاعر په تلمیحاتو، استعارو او سمبولونو کې خپلو لوستونکو ته وړاندې کړي دي.
په ټولو حیواناتو کې سپی د انسان تر ټولو زوړ او نږدې ملګری ګڼل کېږي. د ده وفاداري، ژمنتیا او عاطفي هوښیاري د انسان د درون له هغو برخو سره وصل کېږي چې لاهم له فطرت سره تړلې پاتې دي. له همدې کبله د سپي غپا، د ده انتظار او یا بې‌قراري د انسان د وجدان او حافظې زنګونه وهي، د یادونو، د کور، د مینې او د انسانیت نښې راژوندي کوي.
کله چې انسان د ښارونو په شور او صنعتي بې‌روحۍ کې له فطرت او طبیعي احساساتو لیرې شي، دا اړیکه ورو ورو له منځه ځي. هغه سپی چې یو وخت د انسان د ژوند ساتونکی و، اوس د انسان د بې‌تفاوتۍ پر ضد غپېږي. د دواړو تر منځ دا واټن یوازې فزیکي نه دی، بلکې وجودي او وجداني دی؛ انسان له حیوان سره نه، بلکې له خپل فطري ماهیت سره بېل شوی دی.
ښاغلي ځواب په خپل نظم «سپی» کې د ښار د شپو د سپيو غپا د یوې شاعرانه وسیلې په توګه کارولې ده، څو د ټولنې پر بې‌پروايي، پر دودونو او پر هغو تناقضاتو چې د دیني او سیاسي حالاتو له لارې رامنځته شوي دي، طنز وکړي. د کابل د ښار سپي چې بې‌ځایه غاپي او د خلکو خوب ګډوډوي، د شاعر لپاره د ټولنې د شور او ګډوډۍ نښه ګرځي. هغه د سپي غپا د خپل شعر له چغو سره پرتله کوي، یعنې د شاعر غږ هم د خلکو غوږ ته نه رسېږي. دا پرتله په خپله یو طنز دی پر هغه ټولنه چې د هنر او فکر پر وړاندې بې‌پروا پاتې شوې ده.
نظم د کلي او ښار ترمنځ تضاد ښکاره کوي. په کلي کې سپی د وفادارۍ، ملګرتیا او د ماشومۍ د یادونو برخه ده، خو په ښار کې د ګډوډۍ او بې‌معنا شور تمثیل. شاعر د ملايانو خبرې په طنزي بڼه یادوي، چې د سپي ساتل یې د دین خلاف ګڼل، خو خلک یې جدي نه نیول. بیا د جهاديانو وخت ته اشاره کوي، چې سپي د جګړې او دښمنۍ وسیله ګرځول کېدل. دا ټول د ټولنې د بدلونونو او د انسان د چلند د بې‌منطقو اړخونو طنزي انځور دی. د ښار سپي ته د شاعر پیغام چې «هسې دې نه غپېږي، شور دې نه کړي، څوک ورته غوږ نه نيسي» په حقیقت کې د ټولنې پر شور او بې‌معنا خبرو طنز دی، ځکه هغه غږونه چې باید اورېدل شي، له پامه غورځول شوي دي.
په دې توګه، «سپی» یوازې د یو حیوان په اړه نظم نه دی، بلکې د ټولنیز حالت تمثیل دی. کله د وفادارۍ نښه، کله د جګړې وسیله، او کله د بې‌معنا شور تمثیل. د ښاغلي ځواب طنز د همدې بدلونونو په انځور کې راڅرګندېږي: هغه ټولنه چې د سپي غپا یې جدي نه نیسي، د شاعر غږ ته هم غوږ نه نیسي، ځکه چې زمونږ په ټولنه او ولس کې او د هغوی په لاشعور کې د سپي غپا د یوې خطرناکې راتلونکې او ګواښ په مانا آټکل کېدله نو ځکه پخوانیو خلکو اهمیت ورکوه او د سپي غپا به د پېښېدونکي خطر په مخنیوي د انسان ملګرتیا کوله، ددې نظم طنز د یادونو، د کلتوري دودونو او د ښار د بې‌پروايي په ګډوډۍ کې راڅرګندېږي، او لوستونکی ته دا پیغام ورکوي چې د شور او غپا تر شا هېڅ مانا نه ده پاتې شوې.
ددې خبرو په تناظر کې د ښاغلي عزت الله ځواب پوره شعر ولولئ او خوند ترې واخلئ.
سپی
د سې شنبې شپه ده؛ باران ورېږي!
په خپل نوکيا مبايل کې ساعت ګورمه!
شل کم يوه بجه ده!
د کابل ښار سپي څنګه وغپېدل!
دا به لوږې نه غپېږي، که یخنۍ نه غاپي؟
زه نيم ويده يمه؛ سم نه پوهېږم!
چې دا سپي ولې غاپي؟
څه ګلا غوا شېرزی والي خو نه دی!
چې سپي دې وجنګوي!
او هلکان ورته مېلې ته راشي!
پوره شېبه وشوه؛ د سپيو غپا ده!
زما د شعر په شانتې چغې وهي!
ما ته مې کلی ياد شو!
زمونږ کلا کې به سپی خامخا و!
او په ټول کلي د هرې دېرې سپی مالوم و!
د ملايانو په خبرو چا سر نه خوږاوه!
چې څوک په خپل کاله کې سپی وساتي!
نو ملايکې ورته نه رادرومي!
د جهاديانو وخت کې!
نو بيا د سپيو جنګول داسې دود شو!
چې دښمنۍ پورې سيالۍ پرې کېدې!
زه چې وړوکی وم؛ کوترې به مې هم ساتلې!
او سپي مې هم خوښېدل!
مور جانې ډېر زيات نازولمه خو؛
پلار جان مې اخوا دېخوا نه پرېښودم!
يا به ښوونځي يا به جومات ته تلمه!
يا مې څاروي څرول!
يا مې مالونو ته واښه راکول!
کله نا کله به مې ځان سره ټپې کولې!
مونږ چې به کله د شپې!
د خپلو ځمکو اوبه خور ته تللو!
نو سپی به هم راسره!
پوله په پوله يو ځای وګرځېده!
کله به داسې وشو!
چې ما به ورخ تړلو!
ده؛ به لاټين په خوله کې ونيولو!
سهار به مونږه پراټې وخوړې!
سپي ته به خدای خبر چې!
کومه سړه کتره چا واچوله!
که به نهار پاتې شو؟
د چا په ياد کې نه و!
اوس چې مې دا د سپيو غپا واورېده!
د کلي ښکلی سپی مې نېغ سترګو ته ودرېده!
هغه زيړچکی د لېوه په شان و!
مونږه پرې ډېر ګران وو!
مونږ چې له بدې ورځې!
ښار ته ترې کډه راوړه!
نو د هغه په لېمو اوښکې راغلې!
او بيا تر ډېره په سړک باندې موټر پسې و!
زه د کابل له سپيو نه هيله کوم!
چې نور کرارې څملي!
او خلک خوب ته پرېږدي!
هسې دې نه غپېږي؛ شور دې نه کړي!
څوک ورته غوږ نه نيسي!
هېڅ يې کيسه کې نه دي!
يو د ځواب په زړه کې ګوتې وهي!!

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.