د دغه عنوان لاندې یوه لیکنه ما ډیر کلونه د مخه کړې وه غواړم چې بیا یې تکرار او په بل ډول ولیکم.
د پرون ورځې خلقيان، مجاهدین، دیموکراتان او جمهوريخواهان د نن ورځې طالبان او د نن ورځې طالبان به بیا د سبا ورځې خلقيان، دیموکراتان او جمهوریخواهان وي.
همدې ته فکري انقلاب وایي نور څه شئ غواړې خو عمل کې بیا په اصلي معنی خلقي، طالب، مجاهد، دیموکرات او جمهوریخواهان ډیر کم و او دي.
اول سوال دا دی چې نن ولې پخواني خلقیان/پرچمیان د طالبانو حمایت کوي، طالبان ولې د پخوانیو خلقیانو/پرچمیانو حمایت کوي، دیموکراتان ولې د مجاهدینو حمایت کوي، مجاهدین ولې د دیموکراتانو حمایت کوي، په نامه روښانفکران، پروفیسران او شاعران ولې د تاریک فکرانو حمایت کوي، او داسې نور چې د هر څه نه یې سلاته جوړه کړیده او سړی نه پوهیږي چې اوس د سلاتې تعریف وشي که ښه به وي یا د سلاتې د اجزاو د هر یو جز د ښه والې او بدوالې تشریح وشي چې هر جز یې څه شئ دی، مزه یې څنګه ده، ګټه او تاوان د هر جز څه دی؟
بس په سلاته مخلوق، سلاته روښانفکران، شاعران، لیکوالان او سیاسیونو باندې حساب کول هم سخت کار دی. د اکثرو نه لار ورکه ده او د مقطعي ګټو یا خود نمایي لپاره ټول ارزښتونه د پښو لاندې کوي.
دویم ډیرې دا خبره کوي چې سیاست کې مصلحت کیږي. دا سمه ده خو مصلحت هیڅکله په اساسي اصولو نه کیږي چې یو څوک دې ۳۶۰ درجې تغیر په یوه شپه یا یو فصل کې وکړي.
د بیلګې په توګه که ماته ووایي چې د طالبانو، هغه خلقیانو سره چې اوس هم د پخواني شوروي اتحاد سندرې وایي، لنډه غرو او مشهوده فاسدو جمهوريخواهانو سره په یوه لاره تللې شې، زه هیڅکله د دوی سره په یوه لاره تګ نشم کولې اما که راته ووایي چې د یو قانون په چوکاټ کې د دوی سره ژوند کولې شې، ځواب هو دی.
ځکه د یو ملک قانون د ټولو اتباعو حقوق او فکري تنوع تضمینوي. بیا دا د خلکو یا ولس کار دی چې د طالب پسې ځي، د مجاهدینو پسې، لنډه غرو یا فاسدو پخواني چارواکو پسې یا ولس د خپل څان لپاره سم خلک مشران ټاکي. که ولس بد کسان وټاکل نو ولس به همدا بد غواړي ځکه وایي چې څنګه یې غر ، هماغسې یې کربوړي یا اعمالکم عمالکم چې څنګه یې ولس وي، هماغسې یې چارواکي او حاکمان هم وي.
بس خبره د خوشې چټي پټي شوله. وایي چې د یو کس تکیه کلام په خبرو کې خوشې چټي پټي و او د هرې خبرې سره به یې اخره کې ویل خوشې چټي پټي.
دا کس حج ته تللې و نو د حج نه وروسته یې خلکو ته قصه کوله او ویلې عریضه مې وکړله خوشې چټي پټي، د حج پچه مې راوختله خوشې چټي پټي، الوتکه کې حج ته لاړوم خوشې چټي پټي، احرام مې وتړه خوشې چټي پټي، طواف مې وکړ خوشې چټي پټي او همداسې ټوله قصه کې تر اخره پورې خوشې چټي پټي تکیه کلام یې تکراروه او اخره کې وویلې چې د حج نه بیرته راغلم خوشې چټي پټي.
د افغانستان د پنځو لسیزو تیر تاریخ ته که نظر واچوو، هر څه خوشې چټي پټي و. که حکمتیار د تڼي او دوستم سره او دوستم د رباني او مسعود سره، یا مزاري د حکمتیار سره، یا خلیلي او محقق د استاد سیاف سره، خلقیان او پرچمیان او د جمهوریت مشران او کشران د طالبانو سره په یوه دسترخوان، یوه ټغر، یوه جبهه کې او یا یو نظام کې سره وروسته کیناستل نو دا دومره جنګونه ولې خوشې چټي پټي وشول؟
یا متقي د روسانو او هندوستان سره یا د شمال ټلوالې دویم نسل د پاکستانیانو سره، یا طالبانو د امریکایانو سره پټې معاملې کولې، نو بیا دا مرده باد او زنده باد د کمونیزم، نیشنالیزم،امپریالیزم، اسلامیزم او اشغال چیغې او جنګونه د څه لپاره؟
ولې دوی د بهرنیانو د مداخلو، اشغال او تجاوز ته زمینه مساعدوله او دومره مهاجرتونه، جنګونه او قربانې د څه لپاره؟
تیر هم بلا ورپسې خو اوس هم د اکثره افغانانو او حتی هغوي چې ځانونو ته سیاسي، مدني او فرهنګي اوسقالان وایي، سر خلاص نه دی او په ړندو سترګو او فکر د یو او بل حمایت کوي، د یو بل پسې کنځلې او چټیاټ وایي بې له دې چې فکر وکړي چې د دوی د خبرو معنی او هدف څه دی؟
اکثریت مطلق لکه روباټان غږیږي، خو د دوی ریموټ د نورو سره دی او څنګه او کله چې د نورو خوښه وي، هماغسې یې د ریموټ بټن وهي او دوی پخپله چالان وي.
په ټولنیزو رسنیو کې د اکثره تبصرې هم لکه د روباټانو په شان وي. موضوع یو څه وي، تبصره د بل څه کوي، پوست نه لولې خو جوړې کړې جملې او چټیاټو کټ او پیست ته ناست وي چې یو بل څنګه وکنځي.
همدغه روباټي طرز تفکر، د افغانانو نه د ابتکار، انسجام او د خپلو ستونځو د حل لپاره د مدیریت قوت اخستلې دی. اکثره د خپل ځان او خپل هیواد لپاره په لنډ مهال، منځمهال او اوږدمهال مؤخو فکر نشي کولې یا ایډیال حالت غواړي او یا په بد حالت کې شپې او ورځې تیروي.
د حل لار، بیا هم فکري انسجام دی، ایډیال حالت نشته، د نفې او انحصار د قدرت سیاست کار نه ورکوي او تر څو چې د قانون په چوکاټ کې مشروع او قانونمند حکومت رامنځته نشي، هره ورځ به نوې خبره او د مرده باد، زنده باد د غندلو نوې نوې سوژه وي. لکه څنګه چې پنځه لسیزې خوشې چټي پټي تیرې شولې، همداسې به راروان وخت هم خوشې چټي پټي تیریږي. د دغه کس د عکس غوندې به مونږ ټولو ډه ډه اچولې وي او وخت به تیریږي ځکه وخت که غواړې او کهنه غواړې، تیریږي.
عاقبت بخیر
شاه محمود میاخیل
د جمهوري غوښتونکو د خوځښت د سیاسي چارو مسوول او د ننګرهار پخوانۍ والي
ګوسفندي ژورنالیزم
![]()
Donate Here
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.