د خولې وچوالی (Dry Mouth)
د خولې وچوالی د غاښونو د خرابوالي تر ټولو لوی عامل دی. خو د خولې د وچوالي سبب څه دی؟
یو دلیل دا دی چې تاسو د خولې له لارې ساه اخلئ. کله چې پوزه مو بنده وي، یا الرجي ولرئ، او یا هم دا مو عادت وی چې د خولې له لارې ساه اخلئ، خوله مو وچيږي.
کله چې خوله وچه وي، د خولې لاړې (لعاب) کمیږي، او کله چې لاړې کمې شي، باکتریاوې په خوله کې ډېرېږي، اسید تولیدوي، او دا اسید ستاسو د غاښونو د خرابوالي سبب ګرځي.
نو که له خوبه چې راپاڅئ خوله مو وچه وي، هڅه وکړئ د دې اصلي لامل پیدا کړئ. که الرجي لرئ، درملنه یې وکړئ. ځینې درمل هم د خولې د وچوالي سبب کېږي، او همدارنګه د عمر له زیاتېدو او یا د سترس له امله هم لاړې کمیږي.
کاربوهایدریت او خواږه خواړه
هغه خوراکونه چې ډېر کاربوهایدریت لري، په بدن کې خوږو (شوګر) ته اوړي، او دا شوګر د خولې میکروبونو ته انرژي ورکوي چې اسید تولید کړي. دغه اسید بیا ستاسو د غاښونو د خرابوالي لامل ګرځي.
اسیدي خواړه او نوشابې
اسیدي خوراکونه لکه لیمو، نوشابې او سرکه د غاښونو د سطحې (انمل) ضعف رامنځته کوي او غاښونه خرابوي.
د معدې ناروغۍ (ریفلوکس او استفراق)
که د معدې اسید پورته راځي او یا استفراق کوئ، دا اسید هم د غاښونو د خرابوالي سبب ګرځي، ځکه چې دا د غاښونو سطحه کمزورې کوي.
د خولې جواهرات (Piercings)
لکه د ژبې پین، شونډو پین او نور فلزي جواهرات ستاسو د غاښونو او اوریو د ټپي کېدو او خرابېدو سبب کېږي.
اورتودونسي او نور وسایل
هغه وسایل چې د غاښونو د درملنې لپاره کارېږي، لکه “space maintainer” او نور، که په سمه توګه پاک نه شي، د غاښونو د خرابېدو لامل کېږي. باید هڅه وکړئ چې غاښونه مو د دې وسایلو له شتون سره سره په ښه توګه پاک وساتئ.
په منظمه توګه د غاښونو نه چکاپ کول
که تاسو په وخت سره د غاښونو معاینه (چکاپ) نه کوئ، ممکن غاښونه مو دومره خراب شي چې درملنه یې سخته شي. نو هڅه وکړئ په وخت سره د غاښونو داکټر ته ولاړ شئ.
جنتيکي عوامل (Genetic Factors)
ځینې خلک په جنتيکي ډول داسې غاښونه لري چې زر خرابېږي. دا ممکن د غاښونو د شکل، جوړښت او یا د لاړو د کیفیت له امله وي. دا ډول کسان باید د خپلو غاښونو ډېر پام وکړي.
عمر او روزانه کړنلاري
د عمر زیاتوالی، د بدن کمزوري، او ناسم عادتونه (لکه سګرټ څکول، کافي زیات څښل، او د خولې پاک نه ساتل) هم د غاښونو د خرابوالي له عاملونو څخه دی
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.