د مات شوي روح کیسه

نادیه دفتاڼۍ

44

نن مې یو ځل بیا له یوې دردمنې، خو د ښکلو سترګو له انجلی سره مخه وشوه.
شبینه درې ورځې کېږي سې کلینیک ته راځي. هر ځل سې وینې، د هغې په خبرو او په څېره کې د ستړیا یوه داسې پرده خوره وي چې انسان تر زړګي پورې لړزوي. څو وارې یې راته ویلي چې عصبي تکلیف لري وایي چې کله مې زړه تنګ شي او دردونه مې زیات شي، نو نړۍ راباندې تیاره شي او حمله راباندې راشي.
نن هماغه شومه ورځ وه…

د کار په منځ کې یې ناڅاپه په ژړا پیل وکړ ژړا یې ورو ورو په چیغو بدله شوه، داسې چیغې چې د کلینیک دیوالونه یې هم وخوځول. پایوازه یې ورغلله، په غیږ کې یې ونیوله او لږ وروسته یې ساه اوچته شوه. کله چې بېرته ورغلم ترڅو پاتې کار یې خلاص کړم، غلې شوې وه خو د غلېدو تر شا یې د زړه نوې طوفان پټ و.
غوشتل مې خپل کار شروع کړم چې هغې په رپېدلې ژامو خپله کیسه پیل کړه
ما هم وار ورکو تر څو خپل زړه تش کړي
هغې وويل

زه ډېره کوچنۍ وم هماغه وخت و چې پلار مې زموږ د سترګو په وړاندې مور راووژله. کنکلې نه‌میاسې ورور مې ماته راپاتې شو، ورپسې وړه خور او یو بل ورور…
یوازې یو مشر ورور مې و، خو د دې ټولو د ژړا، لوږې او اړتیا دروند بار زما په وړو اوږو پروت و.
انا مې راته سمه میره ګرځېدلې وه ډېر ظلمونه یې راباندې کول، ورور ساتلو ته یې نه پرېښودلم، تل به یې ویل: کور کار کوه!
هغې اوږده ساه واخیسته او سترګې یې لندې شوې:
له هماغه ماشومۍ مې زړه سره ګنډلی و، خو په دې څو وروستیو کلونو کې دا عصبې تکلیف راته راپیدا شو. ډېر ډاکټرانو ته ورغلم خو هېڅ دوا راباندې اغېز نه کوي

ژړا یې بیا ډیره سوه
اوس مې مشر ورور هم بده رویه راسره کوي… لکه چې د پلار نقش یې پر ځان اخیستی وی
ما د پلار پوښتنه ترې وکړه:
پلار دې چېرته دی؟
هغې په ناهیلې سره ځواب راکړ
هغه په دوبۍ کې دی موږ هېڅ نه يادوی

اخ وطنه… ستا په غېږ کې څومره زړونه ماتېږي او څومره ماشومان په ناڅرګند درد سره لویېږي.
څومره نه اورېدلې چیغې دی سې خلګ پرې خبر لا نه دی.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.