غـاښونه مو د ورځې دوه ځله برس کړئ — يو ځل سهار مهال، کله چې له خوبه راپاڅئ، او دوهم ځل د شپې له خوا، د ویده کېدو څخه مخکې. هڅه وکړئ چې د غاښونو برس په سمه او صحي طریقه وکاروئ. زه تاسو ته د برقي غاښبرس (Electric Toothbrush) کارول سپارښتنه کوم. هر ځل برس کول باید لږ تر لږه دوه دقیقې وخت ونیسي.
د غاښونو تار (Floss):
د غاښونو ترمنځ د تشو د پاکولو لپاره د فلاس یا غاښونو تار وکاروئ. دا عمل باید لږ تر لږه يو ځل په ورځ کې ترسره کړئ. دا نه یوازې د غاښونو ترمنځ پاتې خوراکي مواد لرې کوي، بلکې ستاسو د وریو په پیاوړتیا کې هم مرسته کوي. د غاښونو شاوخوا ۴۰٪ سطحه د غاښونو ترمنځ تشې جوړوي، نو که تاسو یوازې برس وکاروئ، د غاښونو ۴۰٪ برخه مو ناپاکه پاتې کېږي.
د غاښونو کریم (Toothpaste):
د غاښونو کریم د انتخاب پر مهال باید پاملرنه وکړئ. هڅه وکړئ داسې کریم وکاروئ چې په ترکیب کې یې فلوراید (Fluoride) شامل وي، ځکه دا مواد د غاښونو د حساسیت او له چینجې (کرم وهلو) څخه مخنیوی کوي.
د ژبې پاکول (Tongue Scraping):
شاوخوا ۹۰٪ هغه میکروبونه چې د خولې د بد بوي سبب ګرځي، د ژبې پر سطحه موندل کېږي. نو سپارښتنه کېږي چې د ورځې لږ تر لږه يو ځل خپله ژبه هم پاکه کړئ.
د خولې مینځلو مایع (Mouthwash):
هغه مایع وکاروئ چې په ترکیب کې فلوراید لري، په ځانګړي ډول د شپې له ویده کېدو مخکې. دا کار د غاښونو په پیاوړتیا کې ډېره مرسته کوي.
اوبه او ژاولی (Chewing Gum):
ډېرې اوبه وڅښئ، ځکه اوبه د خولې په پاکوالي او د وچوالي په مخنیوي کې مرسته کوي. سربېره پر دې، د xylitol لرونکې ژاولۍ وځوئ. دا ژاولۍ د خولې pH توازن ساتي. ځکه موږ سمدستي له ډوډۍ وروسته غاښونه نه شو برس کولی، نو دا ژاولۍ د خولې تیزابي حالت نورمال ساتي.
خپل دا عادتونه هره ورځ عملي کړئ، او هېڅکله یې مه پرېږدئ. دا عادتونه ستاسو د غاښونو، وریو او خولې د روغتیا لپاره ډېر ارزښت لري.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.