څنګه اغېزناک واوسو؟

ژباړه: روح الله وسیم

56

 په هره اندازه د اړیکو ټینګول داسې مهارتونو ته اړتیا لري چې موږ وکولی شو خپل پیغامونه، غوښتنې، احساسات او وړتیاوې نورو ته په سمه او روښانه توګه ولېږدوو. په حقیقت کې، اغېزمنه اړیکه او بریالۍ مذاکره د بېلابېلو مهارتونو د ګډ کار پایله ده، داسې مهارتونه چې د پیغامونو په تبادله، متقابل درک او د یو بل په سم پوهېدو کې مرسته کوي.

د اړیکو تر ټولو مهم مهارتونه

۱ ـ په ټول توان او وړتیا سره خپل ځان څرګندول یانې پر ځان باور ولرئ او د خپلو خبرو پر مهال له وېرې، شک او بې‌باورۍ څخه ځان وساتئ. کله چې انسان پر خپل ځان او خپلو خبرو باور ولري، خبرې یې هم ډېرې اغېزمنې او د باور وړ وي.

۲ ـ قاطع او مهربانه لهجه د خبرو پر مهال هڅه وکړئ چې هم قاطع واوسئ او هم نرم او درناوی کوونکی. دا ډول لهجه عموماً د مقابل لوري باور زیاتوي او د سالمې اړیکې لپاره مناسبه فضا رامنځته کوي.

۳ ـ پوره او ژورې خبرې اترې په ژورو خبرو کې تمرکز د ستونزې په حل وي، نه پر یو بل د ملامتولو. موخه دا وي چې د (ما وګټله، تا وبایلله» پر ځای داسې پایلې ته ورسېږو چې دواړه لوري ترې ګټه واخلي. په دې ډول خبرو کې نه بې‌غوري او بې پروايي ځای لري او نه توندخویي او تېری.

۴ ـ د غیرکلامي چلند درک(ځان ژبه) په هره اړیکه او مذاکره کې مقابل لوری خپل احساسات او برداشت یوازې په خبرو نه، بلکې د څېرې، سترګو، لاسونو او د بدن د حرکاتو له لارې هم څرګندوي. نو که غواړئ په اړیکو کې اغېزناک واوسئ، د مقابل لوري غیرکلامي نښو ته هم پام وکړئ، ځکه کله ناکله ځان ژبه هغه څه وایي چې خوله یې نه وایي. ۵ ـ فعاله اورېدونکی اوسېدل فعال اورېدل په مقابل لوري کې د درک کېدو، ارزښتمن کېدو او باور احساس رامنځته کوي. فعال اورېدل یوازې چوپ پاتې کېدل نه دي، بلکې پکې شامل دي:

• په پوره پاملرني سره د مقابل لوري خبرې اورېدل، پرته له دې چې ذهن مو له مخکې د ځواب په جوړولو بوخت وي،

• مناسبه پوښتنه کول،

• د خبرو په ترڅ کې د کلامي هڅونې یا ځان ژبې او ملاتړ څرګندول،

• د خبرو د یوې برخې تکرارول، څو مقابل لوری په دې ډاډه شي چې په سمه توګه مو درک کړی،

• د خپل مخ حالت او احساسات د مقابل لوري له احساساتي فضا سره همغږي کول،

• او نورو ورته چلندونو ته پام کول.

۶ ـ د نورو غوښتنو ته پاملرنه کول په هره مذاکره کې د بریا یو مهم پړاو دا دی چې دواړه لوري د یو بل غوښتنو او اړتیاوو ته پام وکړي. کله چې انسان دا احساس کړي چې غوښتنې یې اورېدل کېږي او ارزښت ورته ورکول کېږي، په زړه کې یې د باور، خوښۍ او ډاډ احساس پیدا کېږي او همدا چاره د اړیکې د پیاوړتیا سبب ګرځي.

۷ ـ فعاله او اغېزمنه ځان ژبه په مذاکره یا خبرو اترو کې بریالي کسان عموماً د غیرکلامي اړیکو په کارولو کې ښه مهارت لري.

هغوی یوازې پر خپلو خبرو تکیه نه کوي، بلکې د بدن له ژبې، د سترګو له تماس، د ناستې او ولاړې له طرز او د څېرې له حالت څخه هم په اغېزمنه توګه ګټه اخلي. که تر ټولو ښې او ارزښتناکې خبرې هم د بدن په ناسمه ژبه وړاندې شي، اغېزمنتیا یې له منځه تللی شي. نو د اغېزمنې اړیکې راز یوازې په دې کې نه دی چې څه وایو، بلکې په دې کې هم دی چې څنګه یې وایو، څنګه یې اورو او څنګه یې په عمل کې څرګندوو.

برېل لیک

زموږ انګلیسي ویبپاڼه: 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.