یار

عبدالغفور لیوال

33

هغه یار چې،
مستو سترګو نه یې بوی د میخانې ځي
او چې خاندي
د رندانو په مالت کې
نو خندا یې د ګبینو د مچیو ملکه شي
د نارنجو په غوټیو
خرابات ته یې وږمې ځي
چې ساقي یې په مذهب ده
او له ژبې یې تر ذهنه
سرې سکروټې د پیالې ځي
هغه یار چې
لږ لوګی دی
لږه مینه
لږ په ژوند پسې لېمو نه تللې اوښکه
او
نور هیڅ څه
را په شا یې دي
غمونه،
غرونه غرونه
او بې‌پایه په څپو سمندرونه
ورته کینم
راته ګډ وي
ربابونه
کتابونه،کتابونه، کتابونه
سل فصلونه
زر بابونه
اخر هېڅ څه
یوه ښکلې مستانه خندا یې واخلي
او رګ رګ یې داره وکړي د غمیزو
راالوتی یې له سترګو
بیا نسیم د یارانې دی
بیګاه بیا نیم لیونی شو
راته ټینګ و،
په یوه ساه و نښتی
د کوم ډاګ کیسه یې وکړه
داسې ډاګ چې
د کوم غره لمن کې پروت دی
له ځیږې هوا یې وږم
د نارنجو د غوټیو قافلې ځي
چې پرې سیوری وي د بنګو
د زیږو پاڼو سمسورې ارواګانې
هغه یار چې یې د سترګو په هیندارو کې ګډیږي سل خُمونه
او ترشا یې پلونه پريښي
کتابونه،
یا غمونه
او یا غرونه.
یار ناڅاپه راته وویل:
چې د غرو لمن کې ډاګ دی
او په ډاګ کې
زما ده خوښه ستا لپاره یوه زمکه
یار ناڅاپه لیونی شو
چې:
په بل ځای کې دې نه‌پرېږدم چې «ښخ» شې
تا به دلته ښخومه
ځکه لمر دلته راخیژي
او دروړم به کتابونه
څاڅکي څاڅکي د نارنجو د ګلانو رڼې پرخې
او په ډاګ کې به
د سپین مرمر یو لوړ منار ولاړ وي
په کې ریږدي به د عشق لپاره زړونه
او بیا روسته به لږ لرې ستا د خاورې په هوا کې
زه هم ستړی
مست
بې‌خوبه
ناکراره
له غمونو په خندا کې راتاوشوی
پرېوتلی
داسې ولویږم په خاورو
چې له رګ رګ نه مې دارې د شرابو فوارې ځي
چې له خاورې نه مې بوی د میکدې ځي
او
چې خاندم
ستا مرمرو ته څپې څپې څپې ځي
د هیندارو په مخونو کې روان سمندرونه
او
رازونه
کتابونه، کتابونه، کتابونه.
.
.

۴ جولای – ۲۰۲۶

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.