زموږ د کلیو تاوخانو
او یا د اوړي دالانونو کې،
ترچت لاندې رپک جوړېده
بالاخانو کې به د ګچو د مارپېچو ترمنځ،
یوه لرګینه المارۍ وه د رنګینو ښيښو
د سیند په خړه یا په خاوره د پساو ول اخېړ
زموږ ارمانونه په همدغو دیوالو زوړند وو.
په ښوی کاهګل کې د ښيښو له ټوټو جوړ نقشونه
چې له یوازې دريڅې نه راپریوتې رڼايي ته به یې ځل کولو
په رپکونو به
په ژېړو، سپینو
نقرهيي
او
سرو
یا
شنو، زرینو
زرورقونو کې پېچلي د قندونو منارونه کتار
یا د لالا د کوزدې نښه وو
او یا به وو کاکا له عسکرۍ راوړي.
په رپکونو کې د قند د منارونو ترشا
څو ګردېنر غوري او یا به څو مسینې مجومې ایښې وې
چې د ښادۍ د غټو ورېجو وږم یې پټ وو د ګلونو ترمنځ
د رپکونو یا رنګینو ښيښو شاته به په ګڼو بخملي پوښو کې
د خدای کلام نغښتی و
یا د رحمان بابا کتاب او یا دیوان د حافظ
په دیواله به د نیکه یو پیکه عکس و،
چې یې لاس د زړه پر سر ایښی دی
د عکس د قاب په لاندې څنډه کې یو دوه فوري عکسونه، چې سم نه ښکارېدل
یا به د پلار د کاکا عکس و په تاوکړیو برېتو
کتاروزمه پرغاړه
یا خو به شاهامان الله په بخملینه سره کورتۍ کې و په برېتو کې موسک
په ځینو ځینو دیوالونو به چلتار تړلی عکس ښکارېده
د عکس په څنډه به ټومبلې وه بڼکه د تاووس
یا په کاهي سریښ ورنښتې دړۍ
چې د سېګرېټو د قوطي له زرورق جوړه وه.
په کاهګل شویو
یا په خړه ښویو شویو دیوالونو کې زموږه ارمانونو به تل موږ ته کتل
خدایزده رنګینو زرورقو کې د نغښتو قندو
خوند به لا څنګه و؟
څوک نه پوهېدل.
ښايي خواږه به وو، زموږ د ارمانونو په شان
تر دې قندونو لاندې
په قورمهيي بړستن کې نغښتي ماشوم
د دې قندونو خوږښت خوب کې لیده
او چې سهار به ویښ شو
لا به یې خوله خوږه وه
لا به یې سخواښتی لوند و.
یو وخت په دغو دیوالونو کې د قند د منارونو ترڅنګ
رنګین کوتي پیدا شول
چې یا به عکس پرې د ریکها و یا د بلې نجلۍ
یا یوه ښکلې د ګلونو ګېډۍ
او خوږه خولي ماشوم،
چې بغدادي قاعده لوسته او د تورو جنګولو په رموز پوهېده
د دې کوتي په څنډه
د «مینو» ټکی لوسته
خو په مانا یې تر اخره پوهېدلای نه شو.
د «چاکلېټ» نوم یوازې هغو اورېدلی و، چې ښار ته به تلل.
زموږ ښکلي ښکلي ارمانونه داسې زوړند وو په خړو کاهګلي دیوالو
د شپې له خوا به چې رڼا د هلیکین شوه،
نو به پوښونو د قند
بل ډول ځلا کوله.
پر دیوالونو د مکې او مدینې عکسونه بر لګېدل
چې پرې لیکلي به و : ( یاالله) او (یا محمد)
بالاخانو کې به یوڅو منظرې داسې هم وې
چې دوه تاووسه به وو ناست د دوه ګلڅانګو پرسر
دواړه به یو ډول وو.
یا په مریو کې پوښ شوې، لکه زړه، هینداره
پر بل دیوال به یوه لویه تکه سپینه ټوټه
چې به خامک وه په ګلانو یا مرغانو یا مارپېچو پاڼو
داسې رازوړنده وه،
چې یې ترشا د بوغبندونو، یا کالیو د پسخونې منځ ونهویني څوک
د پېغلو لوی کمال به
په دې خامک کې سترګکونه وهل.
پخې مېرمنې به چې چېرته ریباري ته ولاړې
په دیوالو به یې د نجونو د نازکو ګوتو
په خامکونو وې ګنډلې سترګې.
د پېغلو نجونو ارمانونه هم په دغو دیوالو زوړند وو.
په دالانه کې به په سره خاوره رنګ شوي نیمايي دیوال ته
د ايښودلیو بالښتونو پر پوښونو هم خامک ښکارېده
یو دوه توتیان چې مخامخ به د ګلونو پر دوه څانګو ناست وو
او دیوالونو ته تکیه د پېغلو نجونو ارمانونه ګنډل شوي وو پر سپينو ټوټو
په دیوالونو کې زموږ د ارمانونو انځورونه لا هماغسې دي
نه مو د قندو خواږه وڅکل
او نه مو د نیکه لاس پر سینه ستړی شو
نه مو ګنډلي توتیان وغږېدل،
نه مو تاووسان والوتل.
نه پاچا بېرته راغی،
نه مو په چلتار کې سړی وپېژانده.
نه مو «چاکلېټ» د «مینو» وخوړل او نه مو ګردېنر شول بیا په وریجو تاوده
نه مو خامک پردو کې څانګو د ګلونو غوټۍ وسپړلې
نه مو د پېغلو خامکشویو بالښتونو ته د مستو بدلزنو تکیه ووهل شوه
زموږ ارمانونه دیوالونو کې رازوړند مړه شول
قندونه هغسې پوښونو کې نغښتلي ورک شول.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.